طالبان: هلمند کې د پرې شونډو ۶۷ ماشومانو درملنه شوې ده

په هلمند کې د طالبانو د عامې روغتیا چارواکي وايي، د دغه ولایت په فاطمه بیات روغتون کې یې په تېرو پنځو ورځو کې د ۶۷ تنو پرې شونډو او مښتو تالو پلاستیکي جراحي عملیاتونه ترسره کړي دي.
په هلمند کې د طالبانو د عامې روغتیا چارواکي وايي، د دغه ولایت په فاطمه بیات روغتون کې یې په تېرو پنځو ورځو کې د ۶۷ تنو پرې شونډو او مښتو تالو پلاستیکي جراحي عملیاتونه ترسره کړي دي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا مشر ډاکټر سیداحمد سعید ویلي، چې په فاطمه بیات روغتون کې له ترکیې هېواده د راغلي پلاستیکي جراحي متخصص له لوري تر دې دمه د ۶۷ تنو پرې شونډو او مښتوتالو لپاره پلاستیکي جراحي عملیاتونه په وړیا ډول ترسره شوي دي.
د دغه ریاست د مالوماتو له مخې، تر راتلونکو څو روځو به په فاطمه بیات روغتون کې دغه متخصص د ناروغانو لپاره پلاستیکي جراحي عملیاتونه په وړیا ډول ترسره کړي.
تر دې وړاندې هم په هلمند کې د پرې شونډو کسانو عملیاتونه ترسره شوي وو.