د کوټې په زرغون روډ چاودنه کې نهه کسان ژوبلېدلي دي

د پولیسو په وینا، د چهارشنبې په ورځ د کوټې په زرغون روډ کې یوې چاودنې د یوه ټرافیک پولیس او درې ماشومانو په ګډون نهه کسان ټپیان کړي دي. د کوټې یو پولیس چارواکي جواد طارق ویلي، چې چاودېدونکي توکي په ښځلو کې ځاى پر ځاى شوي وو.