په پاکستان کې په درېیو جلا پېښو کې څلور کسان وژل شوي او څلور امنیتي سرتېري ټپیان دي

د شمالي وزیرستان د میرعلي په هرمز سیمه کې نن سهار له یوه ښوونځي سره نږدې د ۴ تنو جسدونه چې په ګڼو ګولیو لګېدلي وو، موندل شوي دي. د پولیسو یوه چارواکي رسنیو ته ویلي:« د دوی د هویت په اړه هیڅ مالومات نه شته.» د دغې پېښې پړه لاتر اوسه چا نه ده منلې.