• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا د شایان کاظمي د موندلو او بېرته ستنېدو لپاره ۲۰۰ زره ډالره انعام ټاکلی دی

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د امریکا حکومت د شایان کاظمي د موندلو، بېرته ستنېدو او معلوماتو ورکولو لپاره ۲۰۰ زره ډالر انعام ټاکلی شایان کاظمي د تلویزیون یو ویاند او ایراني اصله امریکايي وګړی دی.

د امریکا د فدرالي څېړونو ادارې د شایان کاظمي د ترې تم کېدو د ۱۴ مې کلیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکا دې قضيې ته د رسېدو لپاره دا جایزه اعلان کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې شایان کاظمي په شاین کاویاني او عسکر کاظمي هم پېژندل کېږي.

دغه د ایرانی اصل امریکايي وګړی وروستی ځل د ۱۳۹۰ کال د میزان په ۲مه نېټه له امریکا د کالیفورنیا ایالت له لاس‌انجلس ښار څخه د ترکیې استانبول ته لاړ.

د میزان په ۳مه نېټه یې له استانبول کې د رویال هوټل څخه له خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیوله؛ خو له هغه وروسته بیا تر نن پورې د هغه هیڅ خبر نه شته.

عبدالرحمن برومند بشري حقونو بنسټ، چې د ایران د ترهګرۍ او تښتونو د قربانیانو معلومات راټولوي هم د کاظمي په اړه د نورو معلوماتو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

هالنډ کې دوه نابالغ هلکان د روسیې لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۵ GMT+۱

د هالنډ څارنوالۍ ویلي چې دوه ۱۷ کلن هلکان په هېګ ښار کې د روسیې‌ پلوه هکرانو سره د احتمالي همکارۍ او د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي. دغه پېښه د روسیې د هایبرډ بریدونو له بڼې سره تړلې بلل شوې ده.

د تیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د هلکانو کورنیو ویلي چې هغوی د ټلګرام له لارې د روسیې‌پلوه هکرانو سره اړیکې لرلې.

د هلکانو پلار ویلي، زامن یې په هېګ کې هغه سیمې څارلې چې د یوروپول، یوروجسټ او ګڼو سفارتونو دفترونه په کې ځای لري او داسې وسیله یې کاروله چې د ډیجیټلي شبکو د معلوماتو نیولو توان لري.

د هالنډ لومړي وزیر ډیک شوف دا پېښه د روسیې د هایبرډ بریدونو یوه برخه وبلله او ټینګار یې وکړ: «دا خورا د اندېښنې وړ خبره ده چې ماشومان د داسې کارونو لپاره کارول کېږي.»

نتنېاهو: د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل دا پیغام ورکوي چې د «یهودانو وژنه ګټه لري»

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۰ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د سختو څرکندونو پرمهال د هغو لوېدیځو هېوادونو پرېکړه په کلکه وغندله چې د فلسطین دولت یې په رسمیت پېژندلی.

نتنېاهو وویل چې د بریتانیا، فرانسې، اسټرالیا، کاناډا او نورو هېوادونو اقدام د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷ مې برېدونو وروسته فلسطینیانو ته دا پیغام ورکوي چې «د یهودانو وژنه ګټه لري.»

نوموړي په ټینګار سره وویل، چې د نوموړي په مشرۍ به لوېدېځه غاړه کې د یهودانو مېشت ځایونه دوه برابره شي او اسراییل به هېڅکله د فلسطین دولت جوړېدل ونه مني.

نتنېاهو زیاته کړه:«ډېری هېوادونه د فشارونو، د اسلامي توندلارو د رایو او د یهود ضد کړۍ له امله تسلیم شول، خو موږ به تسلیم نه شو.»

د نتنېاهو د وینا پرمهال د ګڼو هېوادونو مشران د ملګرو ملتونو له تالار څخه ووتل.

د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو ملاتړ لپاره د لوېدیځو هېوادونو وروستۍ پرېکړې د اسراییل پر حکومت نړیوال فشارونه زیات کړي دي او د عرب او اسلامي هېوادونو مشرانو د ملګرو ملتونو په دغې عمومي غونډه کې پر اسراییل د نسل وژني او د جګړې د جرمونو تورونه هم لګولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل ویلي، چې د حماس تر بشپړ له منځه وړلو پورې به جګړه روانه وي، خو حماس بیا ویلي چې اسراییل باید له غزې ووځي او بندیان دې خوشي کړلي او بیا به جګړه پای ته ورسوي.

ټرمپ د ټیک ‌ټاک د پلور فرمان لاسلیک کړ

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ یوه اجراییوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د چینايي ملکیت لرونکي اپلېکېشن ټیک‌ټاک د امریکا څانګه به د امریکایي او نړیوالو پانګه‌والو پر لاس وپلورل شي. ټرمپ ټینګار کړی چې دا پرېکړه د ۲۰۲۴ کال د ملي امنیت د قانون غوښتنې پوره کوي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس ویلي چې د نوي جوړېدونکي شرکت ارزښت شاوخوا ۱۴ میلیارده ډالر اټکل شوی، چې د شنونکو د وړاندوینو په پرتله ټیټ دی.

ټرمپ د دغې پرېکړې عملي کیدل د ۲۰۲۵ د جنورۍ تر ۲۰مې ځنډولی و، څو د ټیک‌ټاک امریکایي شتمني له نړیوال پلاتفورم څخه بېلې شي، نوي پانګه‌وال جذب شي او د چین حکومت هم پرې راضي شي.

وینس زیاته کړه: «زموږ هدف دا و چې ټیک‌ټاک فعال پاتې شي او د امریکایانو د معلوماتو محرمیت هم د قانون له مخې خوندي شي.»

ټرمپ همداراز وویل چې د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د دې پروسې ملاتړ کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې ویلي، چې د شرکتونو د خپلواکۍ درناوی کوي او هیله لري چې امریکا د چینایي پانګه‌والو لپاره عادلانه سوداګریز چاپېریال برابر کړي.

ټرمپ، چې پخپله پر ټیک ټاک ۱۵ میلیونه فالوورز لري ټینګار کړی: «دا به په بشپړه توګه امریکایان اداره کوي.»

هغه وویل، د ډېل ټېکنالوژۍ بنسټګر مایکل ډېل، د فاکس نیوز مالک روپرت مرډوک او څو نور نړیوال پانګه‌وال به د دې معاملې برخه وي.

سره له دې، د ټیک‌ټاک اصلي شرکت بایټډینس خپل ارزښت له ۳۳۰ میلیارده ډالرو ډېر ښودلی او شنونکي وایي یوازې ټیک‌ټاک له الګوریتم پرته تر ۴۰ میلیارده ډالرو ارزښت لري.

طالبانو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د احمد الشرع حضور ته بېلابېل غبرګونونه ښودلي

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د ډلې غړو په خواله رسنیو کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د سوریې ولسمشر احمد الشرع حضور ته بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ته نږدې کس محمد جلال له زندانه تر ولسمشرۍ پورې د احمد الشرع لاره «فوق‌العاده» بریالۍ بللې ده.

ښاغلي جلال د عراق د زندان له یوه انځور او د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د الشرع د وینا کولو له انځور سره یو ځای کړی او ورسره یې لیکلي، چې د احمد الشرع لارې یوازې د هغه برخلیک نه؛ بلکې د سوریې تاریخ هم بدل کړ.

وروسته د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ هم د جلال له‌خوا خپاره شوي انځورونه پر اېکس پاڼه خپاره کړي دي.

د عبیده اغا په نوم یوه بل طالب د احمد الشرع د انځور په اړه په خپله تبصره کې ویلي، چې «موږ یو وخت په جګړه کې وو؛ خو اوس د خبرو ډګر ته راوتلي یو.»

خو په دې اړه د ټولو طالبانو دریځونه یو شان نه‌دي. ځینې یې د احمد الشرع دریځ له دې امله ستايي، چې سوریه یې له ګوښه توب څخه ژغورلې؛ خو نور بیا هغه د امریکا «لاسپوڅی» بولي.

سید جمال اغا بیا د نیویارک یو انځور خپور کړی، چې احمد الشرع په‌کې په دریشۍ او تورو عینکو کې ښکاري. هغه له دې انځور سره لیکلي، چې احمد الشرع امریکا ته ډېر نږدې سړی دی.

سید جمال اغا زیاته کړې، چې امریکا ته د الشرع تګ «حیرانوونکی» بدلون دی. هغه د خپلې تبصرې په پاې کې په عربي ژبه لیکلي: «حقیقت دا دی، چې پاچاهي ورکوونکی او له پاچاهۍ لرې کوونکی یوازې الله دی.»

ځينو افغانانو په خواله رسنیو کې د احمد الشرع نړۍوال نفوذ د هبت‌الله اخندزاده له مطلق انزوا او ګوښه توب سره پرتله کړی دی.

الشرع تر نږدې شپېتو کالو وروسته لومړی سوریایي ولسمشر دی، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ورغلی، چې ډېر خلک دا کار د سوریې د انزوا پای بولي؛ خو څلور کاله کېږي، چې طالبان په دغه سازمان کې استازی هم نه‌لري.

احمد الشرع له ګڼو نړۍوالو مشرانو سره ويني؛ خو هبت‌الله اخندزاده په تېرو څلورو کالو له بهرنیو چارواکو سره د لیدنو په لړ کې یوازې له قطري چارواکو سره لیدلي دي. هغه په افغانستان کې هم په عام محضر کې نه ښکاري، هغه ځان له خلکو او هم یې له رسنیو پټوي.

د طالبانو یوه بل غړي عبدالحق افغان لیکلي، الشرع په لنډ وخت کې د سوریې اړیکې له نړۍوالې ټولنې سره دومره تودې وساتلې چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې یې برخه واخیسته.

هغه زیاته کړې: «زه د احمد الشرع مخالف نه یم، ځکه هغه هم د اسلامي امارت (طالبان) په ډول د خپل وطن د ازادۍ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي؛ خو د ملګرو ملتونو عمومي غونډه تر ډېره حده د سترو ځواکونو د سیاسي ګټو لپاره جوړېږي، نه د نړۍ د ستونزو د رښتیني حل لپاره.»

د طالبانو یوه بل ملاتړي شهاب‌الدین لېوال پر اېکس پاڼه لیکلي: «ډېری خلک د احمد الشرع تصویرونه ښکته پورته کوي، چې ګواکې هغه په سیاست کې بریالی شوی او ان دا چې په امریکا کې د ملګرو ملتونو غونډې ته ورغلی دی؛ خو ایا دغه غونډه به په غزه کې د مظلومو خلکو د وینو سېلاب ودروي او اسراییل به مجازات کړي؟»

لېوال زیاتوي: «زه له احمد الشرع سره کار نه‌لرم؛ خو د ملګرو ملتونو په غونډه کې د هغه حضور یوازې نمایشي بڼه لري.»

ټرمپ وايي د بګرام په اړه لا ډېري خبرې لري

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام په اړه د کوم ځانګړي وخت له ښودلو پرته اعلان وکړ، چې هغه به د بګرام په اړه خبرې وکړي. هغه، د خپلې لومړۍ دورې د حکومت پر مهال د امریکا د پوځ له خوا د بګرام اډې د بیا رغولو یادونه وکړه او ویې ویل چې د پوځ تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبه په ورځ په سپينه ماڼۍ کې په یوې ناسته کې زياته کړه: «موږ به د افغانستان او بګرام په اړه هم خبرې وکړو.»

خو هغه د نورو جزیاتو ورکولو پرته وویل، چې د بګرام په اړه به دقیقا لا ډیرې خبرې وکړي.

ټرمپ چې دا خبرې د څو اجراییوي فرمانونو د لاسلیک پر مهال وکړې، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې: «په خپله لومړۍ دوره کې یې پوځ بیا ورغاوه؛ خو د جو بایډن ادارې د پوځ یو شمېر تجهیزات په افغانستان کې پرېښي دي.»که څه هم، د ټرمپ په وینا، په افغانستان کې پرېښودل شوي تجهیزات د پوځ د ټولو تجهیزاتو یوازې یوه کوچنۍ برخه ده.

هغه د خپلې وینا په یوه بله برخه کې له افغانستان څخه د امریکا وتل د امریکا په تاریخ کې «تر ټولو شرمونکې» ورځ هم وبلله.

ټرمپ په وروستیو اونیو کې په مکرر ډول بګرام اډې ته د امریکا پر ستنیدو ټینګار کړی دی.

دا موضوع هغه مهال راپورته شوه، چې ټرمپ د وږي په ۲۷مه، په لندن کې د برېتانیا د لومړي‌ وزیر کیېر سټارمر سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «موږ هڅه کوو چې د بګرام هوایي اډه بېرته واخلو.»

ټرمپ وویل: «طالبان ځینې غوښتنې لري، خو موږ هم دا پوځي اډه غواړو.»

په ورته وخت کې د طالبانو چارواکو د افغانستان خاورې ته د امریکا بیرته راستنیدو سره خپل مخالفت اعلان کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له العربیه سره په یوه مرکه کې روښانه کړه چې د بګرام هوايي اډه د افغانستان د خاورې یوه برخه ده او د چین یا امریکا پورې اړه نلري.

طالب ویاند وویل: « امریکایان باید له افغانانو سره په ډیپلوماټیک او منطقي ډول چلند وکړي».

هغه زیاته کړه: «زموږ خلک به د خپلې خاورې په یوه برخه کې د بهرنیو ځواکونو شتون ونه مني.»