د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس ویلي چې د نوي جوړېدونکي شرکت ارزښت شاوخوا ۱۴ میلیارده ډالر اټکل شوی، چې د شنونکو د وړاندوینو په پرتله ټیټ دی.
ټرمپ د دغې پرېکړې عملي کیدل د ۲۰۲۵ د جنورۍ تر ۲۰مې ځنډولی و، څو د ټیکټاک امریکایي شتمني له نړیوال پلاتفورم څخه بېلې شي، نوي پانګهوال جذب شي او د چین حکومت هم پرې راضي شي.
وینس زیاته کړه: «زموږ هدف دا و چې ټیکټاک فعال پاتې شي او د امریکایانو د معلوماتو محرمیت هم د قانون له مخې خوندي شي.»
ټرمپ همداراز وویل چې د چین ولسمشر شي جینپینګ د دې پروسې ملاتړ کړی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې ویلي، چې د شرکتونو د خپلواکۍ درناوی کوي او هیله لري چې امریکا د چینایي پانګهوالو لپاره عادلانه سوداګریز چاپېریال برابر کړي.
ټرمپ، چې پخپله پر ټیک ټاک ۱۵ میلیونه فالوورز لري ټینګار کړی: «دا به په بشپړه توګه امریکایان اداره کوي.»
هغه وویل، د ډېل ټېکنالوژۍ بنسټګر مایکل ډېل، د فاکس نیوز مالک روپرت مرډوک او څو نور نړیوال پانګهوال به د دې معاملې برخه وي.
سره له دې، د ټیکټاک اصلي شرکت بایټډینس خپل ارزښت له ۳۳۰ میلیارده ډالرو ډېر ښودلی او شنونکي وایي یوازې ټیکټاک له الګوریتم پرته تر ۴۰ میلیارده ډالرو ارزښت لري.