طالبان: اوس مسافر کولی شي د فراه او بیرجند ترمنځ په ټکسي کې سفر وکړي

د طالبانو د ټرانسپورت وزارت اعلان کړی، چې د لومړي ځل لپاره د ایران او افغانستان ترمنځ د یوه خصوصي شرکت له لوري د ټکسي چلوونکو یوه ځانګړې څانګه جوړه شوې ده.