د ریښتر په کچه ۷.۱ زورورې زلزلې د قرغزستان-چین پولې ولړزولې

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د سه شنبې په سهار د ریښتر په کچه ۷.۱ درجې زورورې زلزلې د قرغزستان سرحدي سیمې او د سین کیانګ ځېنې برخې ولړزولې. لومړني راپورونه وايي، چې د دغې زلزلې له امله یو شمېر کسان ټپیان شوي او ځینې کورونه نړېدلي دي.