'اوپنهایمر' د اسکار ۱۳ جایزو ته نوماند شو

د «اوپنهایمر» فلم چې د لومړي اټومي بم د جوړولو کیسه یې انځور کړې د اسکار دیارلسو جایزو ته نوماند شوی، چې د نوماندانو په منځ کې یې لومړی ځای خپل کړی. د کریستوفر نولان دغه درې ساعته فلم د اسکار جایزې ته تر نورو ټولو هغو مخکښ فلم ګڼل کېږي.