اوتنبایوا افغان نجونو ته:م.م ستاسو ترڅنګ ولاړ دي او ستاسو لپاره عدالت غوښتنې ته دوام ورکوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د زدهکړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي:« نن د زدهکړې نړۍواله ورځ ده او دا موږ ته یو ښه او اړین فرصت دی، چې د تلپاتې سولې له پاره د زدهکړو پر ارزښت وپوهېږو.»