د پاکستان لوی درستیز: د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی

د پاکستان لوی درستیز په یوه بیانیه کې د ګاونډیو هیوادونو پر وړاندې د پاکستان د بهرني سیاست د لومړیتوب په اړه وویل، چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی. د اکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، عاصم منیر طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې «مونږ چمتو یو هر څه قرباني کړو.»