د م.م د کرنې او خوراکي توکو اداره: افغانستان کې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره د اوبو زېرمې جوړوو

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراکي توکو اداره (اېف اې او) وايي، په افغانستان کې به د اوبو داسې زېرمې جوړې کړو چې په راتلونکې کې د وچکالۍ مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراکي توکو اداره (اېف اې او) وايي، په افغانستان کې به د اوبو داسې زېرمې جوړې کړو چې په راتلونکې کې د وچکالۍ مخه ونیسي.
دغې ادارې په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه زېرمې به د ولسي خلکو او ځینو نورو مرستندویه ټولنو په همکارۍ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جوړې شي، چې پر مټ به یې هم د سېلابونو مخه ونیوله شي او هم به د کېدونکو ورښتونو اوبه په دغو زېرمو کې خوندي وساتل شي.
دغې ادارې ویلي، چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د ګڼو اوسېدونکو اقتصادي ستنې یې په کرنه او مالدارۍ ولاړې دي او په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له امله د دغه هېواد اقتصادي ستنې کمزورې شوي او خلک د سختو ستونزو سره مخامخ دي.
د اوبو د زېرمه کولو دا خبر داسې مهال مخې ته راځي، چې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ورښتونو د کمي له امله اندېښنه ښودلې وه او په راتلونکي کال کې یې د سختې وچکالۍ اټکل هم کړی و.

په تاجکستان کې افغان سفارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د سلواغې په شپږمه یې «د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د کړنو غندنې» تر سرلیک لاندې غونډه وکړه.
په تاجکستان کې افغان سفیر ظاهر اغبر هم په دغې غونډه کې د وینا پرمهال وویل:« د دوحې په ناسته کې چې د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه جوړېږي، افغانستان باید د زبرځواکونو د ټاکنیزو سیالیو، جیو پولیټیکي مسلو او اقتصادي مسایلو له اړخه څنډې ته نه شي؛ بلکې اړتیا ده، چې د بشري حقونو د سرغړونې، جنسیتي توپیر او بشري مسلو سره باید په سمه توګه چلند وشي؛ چې سمې پایلې ولري او د افغانستان د خلکو د غوښتنو سره سمې وي.»
ښاغلي اغبر زیاته کړه، چې د ښځو پر وړاندې د اسلامي، انساني او اساسي حقوقو پر ضد هر ډول کړنه غندي او د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو او د طالبانو له منګولو څخه د خپلو خلکو د خلاصون لپاره د خپلې خاورې له خلکو سره په کلکه ولاړ دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په راتلونکي پسرلي کې به پر هغو راستنو شویو کډوالو د استوګنې او کرنې له پاره ځمکې ووېشي چې له پاکستانه په جبري توګه راستانه شوي دي.
د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني پرون د تورخم د کډوالو په لنډ مهاله پنډ غالي کې د راستنو شویو کډوالو سره ژمنه وکړه، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به پر هغوی د استوګنې او کرنې له پاره ځمکې ووېشي چې دوی وکولای شي هم په کې ځانونو ته مېنې ودانې او هم په کې کر کېله وکړي.
د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست وزیر دا رنګه ویلي، د راستنو شویو کدوالو له پاره د نورو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې لا له وړاندې چارې پیل شوې او ډېر ژر به په دغو برخو کې عملي کارونه پیل شي.
افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو تر ټولو ستره ستونزه د کورونو او سرپناوو نشتوالی دی، چې هغوی ترې کړېږي، سره له دې چې په افغانستان کې د ښارګوټو د جوړولو له پاره پرېمانه ځمکې شته؛ خو لا د دغو ځمکو د قانوني وېش په برخه کې عملی ګامونه نه دي اخیستل شوي.
له هغه مهاله چې پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه کړې، تر دې مهاله د ورکړل شویو شمېرو له مخې نږدې پڼخه لکه خلک د تورخم او سپین بولدک له لارو خپل هېواد ته ستانه شوي دي؛ خو د دوی تر ټولو ستره ستونزه د کورونو نشتوالی دی.
ګڼ افغانان وايي، که چېرته طالبان په خپلې دغې ژمنې رښتینی عمل وکړي او خلکو ته د کورونو د جوړولو او کرکېلې له پاره ځمکې ووېشي؛ نو لرې به نه وي چې ګڼ افغانان خپل هېواد ته د ستنېدو تکل وکړي او هلته د کرنې له لارې خپل ژوند هوسا او بسیا کړي.

په سمنګان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت مرکز ایبک ښار کې د هاوان د یوې پخوانۍ مرمۍ په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي. دغه پېښه پرون جمعه د (سلواغې په شپږمه) د دغه ښار په «سبزپوش» سیمه کې شوې ده.
دغه پېښه هغه مهال شوې، چې دغو ماشومانو په خپلو کې لوبې کولې او د وژل شویو ماشومانو عمرونه اووه او لس کاله ښودل شوي دي.
په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو پاتې شوني نږدې هره ورځ د خلکو ژوند ګواښي، چې تر ډېره یې اصلي قربانیان ماشومان دي.
سره له دې چې دمګړۍ په افغانستان کې د ماین پاکونې ګڼې ادارې کار کوي؛ خو شنونکي وايي د عامه پوهاوي په برخه کې دغو ادارو هغه شان هڅې نه دي کړي لکه څنګه چې د دغه هېواد خلک ورته اړتیا لري.

افغانستان د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې، چې په پروان او کاپیسا ولایتونو کې یې په دوو جلا بریدونو کې د طالبانو درې غړي وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. تر اوسه طالبانو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دغې جبهې رسنیو ته داسې ویډیوګانې هم استولي چې په کې د مقاومت د جبهې غړي په پروان او کاپیسا ولایتونو کې د کارکټي بریدونو د ترسره کولو پرمهال لیدل کیږي.
دغې جبهې د جمعې په ورځ په خپره کړې خبرپانه کې ادعا کړې چې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په «غنډ صاحب الحق» سیمه کې یې د طالبانو پر یو مرکز برید کې دوه جنګیالي وژلي او درې نور یې ټپي کړي دي.
دغه جبهې همداراز ویلي چې په یو بل برید کې د کاپیسا ولایت په مرکز کې د «شاهین لوا» په سیمه کې د طالبانو یوه پوسته په نښه کړې او یو طالب وسله وال یې وژلی. په برید کې د د دوه نورو طالبانو د ټپي کیدو ادعا هم شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغو بریدونو کې د ملي مقاومت د جبهې ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، د پاکستان د پوځ د مشر ګواښ کومه نوې یا د حیرانتیا خبره نه ده. جنرال عاصم منیر وړمه ورځ ویلي چې د یوه پاکستان ژوند تر ټول افغانستان غوره دی.
صالح د نوموړي دې ګواښ ته په غبرګون کې وايي، د پاکستان ای اس ای او پوځ اسلام او د ورورګلوی کلیمې د خپلو شیطاني ستراتیژیو د عملي کولو لپاره کارکوي.
د هغه په خبره، پاکستان په افغانستان کې د اسلام او مدرسو نوم د خپلو ویجاړوونکو ستراتیژیو د پلي کولو لپاره د وسلې په توګه کاروي.
هغه وايي، چې پر افغانستان د طالبانو واکمني هم تر ډېره د پاکستان د ناوړه ستراتیژۍ پایله ده.
د صالح په وینا، د حیرانتیا خبره دا ده چې د جنرال منیر خبرې په دومره لوړ غږ او واضح ډول خلکو ته رسول شوې دي او دا چې د جنرال عاصم منیر وضاحت، که څه هم تریخ دی، خو چارې اسانولی شي.
نوموړي ویلي، چې جنرال منیر په پاکستان کې د پریکړو د کولو واک لري هیله یې ښودلې چې د نوموړي دغه څرګندونې په پاکستان کې له مدرسو او له دارالفتواګانو د دغه هیواد د پوځ او استخباراتو د ملاتړ د ختمیدو په مانا وي.
ښاغلي صالح زیاته کړې: زه هم هیله لرم چې دا د پاکستان لخوا د توبه کولو د پروسې پیل وي. دوی زموږ له خلکو څخه د لسیزو په اوږدو کې په افغانستان کې د ویجاړیو او ټول وژنې د ملاتړ له امله باید یوه لویه بښنه وغواړي.
هغه وايي، د افغانستان په وړاندې د پاکستان یوه ښه یا بده خو روښانه پالیسي د هغوی خوږو خو زهرجنو ډيپلوماټیکو څرګندونو په پرتله غوره ده.
د جنرال منیر څرګندونو ته لا طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو پر صالح سربېره پخواني بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، دا ناسمې څرګندونې به د دواړو هېوادونو پر اړیکو بدې پایلې ولري.
