طالبان: په کندهار کې مو له بهرنیانو سره ۶ تاريخي اثار د قاچاق پر مهال ونیول

د کندهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست یو مسوول وايي، د دغه ولایت په احمد شاه بابا هوايي ډګر کې د دوی سرحدي ځواکونو له بهرنیانو سره ۶ تاریخي اثار ونیول. عبدالشکور څپاند وايي، دا اثار تر سلو کلونو لرغوني دي او بهر ته قاچاق کېدل.