حسین حقاني: له طالبانو سره بېځایه دښمني به د پاکستان په ګټه تمامه نه شي

په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي، چې نه د افغان طالبانو ملاتړ پرېکړه سمه وه، او نه به له هغوی سره بېځایه دښمني او مخالفت د پاکستان په ګټه تمام شي. د حقاني په وینا، ګاونډیان نه شي بدلیدلی او له هغوی سره د ګډې لارې ټاکل هوښیارۍ او تدبیر ته اړتیا لري.
