• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مریم نواز: هېڅ‌څوک نشي کولی بې‌اسنادو افغان کډوالو ته کورونه په کرایه ورکړي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۸ GMT+۰تازه شوی: ۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۲ GMT+۰

د پنجاب سر وزیره مریم نواز وايي، په دغه ایالت کې هېڅوک حق نه لري بهرنیانو، په ځانګړي ډول بې‌اسنادو افغان کډوالو ته، کورونه په کرایه ورکړي. مریم نواز خبرداری ورکړی، که هر پاکستانی دا کار وکړي، نو پر ضد به یې د جرم قضیه ثبت او قانوني اقدام به وشي.

د پاکستان د پنجاب ایالت د حکومت د رسنیو دفتر نن سې‌شنبه، د لړم پر ۶مه، پر اېکس‌ پاڼه لیکلي چې د ایالت سر وزیرې مریم نواز نن د یوې امنیتي ناستې مشري کړې ده.

د په ناسته کې مریم نواز اړوندو ادارو ته امر کړی چې د ایالت په کچه د ټولو بهرنیانو، په ځانګړي ډول د افغان اتباعو، د پېژندنې او معلومولو لپاره ځانګړی پروګرام عملي کړي.

نواز وویل:«د افغان کډوالو د معلومولو لپاره پرمختللې ټیکنالوژي کاروو.»

مریم نواز ویلي، هغه افغانان چې د سفر پر ویزه د کار لپاره پنجاب ایالت کې کار کوي باید مخه یې ونیول شي.

دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان پنجاب حکومت د افغان کډوالو پر ضد دا پرېکړه کوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ایران د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو حل ته چمتووالی وښود

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۰

د ایران ولسمشر د ایکو سازمان د څلورمې سرمشریزې په څنډه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره لیدنه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره چمتووالی ښودلی دی. بزشکیان ټینګار کړی، چې اوس تر بل هر وخت زیات، مسلمان هېوادونه اړتیا لري چې یووالی او ورورګلوي وساتي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې د ایران ولسمشر مسعود بزشکیان ټینګار کړی، چې اوس تر بل هر وخت زیات، مسلمان هېوادونه اړتیا لري چې یووالی او ورورګلوي وساتي او د ګډو دښمنانو په وړاندې ودریږي.

بزشکیان وویل:«موږ باور لرو چې د تاوتریخوالي کمولو او د هر ډول شخړې څخه د مخنیوي لپاره باید هڅې وشي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ترهګري او د غیرقانوني کډوالو مسله د ایران او پاکستان ګډې اندیښنې ګڼلې او ویلي یې دي چې په دې برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ګټورې پایلې ترلاسه کړې دي.

نقوي په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د پلاوي ترمنځ خبرې اترې هم "مثتې" وبللې او زیاته یې کړه چې "موږ د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو سوله ایز حل غواړو."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل؛ "موږ باید د سیمې د هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي اجازه ورنکړو."

دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د اوږدمهاله اوربند د ترلاسه کولو لپاره په دریېمه ورځ هم خبرې اترې په ټپه ولاړې دي.

پاکستان د ټي ټي پي د کنټرول لپاره د افغان طالبانو همکاري غوښتې ده خو طالبانو تر اوسه د اسلام اباد د غوښتنې په ځواب کې هېڅ انعطاف نه دی ښودلی.

د سراج الدین حقاني مرستیال: که څوک د افغانستان حریم نقض کړي له سخت غبرګون سره به مخ شي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته نږدې کس او د هغه مرستیال محمد نبي عمري په خوست کې یوې غونډې ته ویلي، که کوم هېواد د افغانستان حریم نقض کړي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي. هغه زیاته کړې:«داسې هڅې کېږي، چې یوځل بیا د نورو په اشارو جګړه پر مونږ وتپل شي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري نن سې شنبه، د لړم۶مه، په خوست کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې د دوی پالیسي دا ده، چې د بهرنیو او ګاونډي هېوادونو په چارو کې هېڅ مداخله نه کوي او نه هم خپلخ خاوره د کوم هېواد پرضد کاروي.

هغه وویل:« هېچاسره جنګ نه غواړو او نه هم مشکلات غواړو نه د خارجیانو او نه هم ګاونډیانو سره.»

محمد نبي عمري خبردارې ورکړې چې که جګړه پر دوی تحمیل شي، نو د خپل وطن، دین او ناموس د دفاع لپاره به هماغسې وجنګېږي لکه څنګه چې تر دې وړاندې یې په تېرو شلو کالونو کې د امریکا پر وړاندې جګړه کړې او څوارلس کاله یې د روسانو پر وړاندې مقاومت کړی و.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړې وروسته دا څویم ځل دی، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري د افغانستان حریم نقض کېدو او احتمالي جګړو په اړه څرګندونې کوي.

له دې وړاندې محمد نبي عمري د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه ویلي و، چې پاکستان یرغل ګر دی او باید د عقل څخه کار واخلي.

نوموړي دا هم ویلي و، چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان شرعي او منطقي غوښتنې نه مني.

یوناما: طالبانو د ښځو د حقونو، مدني ازادیو او رسنیو پر ضد فشارونه زیات کړي دي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۵ GMT+۰

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په خپل تازه درې‌میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د جولای څخه تر سپتمبر پورې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د بشري حقونو سرغړونې لا زیاتې شوې دي.

راپور وايي، د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیزونه، د محرم قانون اجباري پلي کېدل، د خبریالانو نیونې، شکنجې او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلي دي.

یوناما وايي، د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې د ښځو او نجونو پر ضد سیسټماټیک تبعیض دوام لري او د هغوی د کار، تعلیم او عامه حضور حقونه په جدي ډول نقض شوي دي.

راپور زیاتوي، د ښځو له خوا د ملکي ټولنو، مدني بنسټونو او رسنیو په برخه کې د فعالیت مخه نیول شوې او ګڼ شمېر ښځینه کارکوونکې له دندو لرې شوې دي.

په راپور کې راغلي، طالبانو د «محرم» قانون په پلي کولو کې سخت‌دریځ زیات کړی، چې له مخې یې ښځې پرته له نارینه له خپلو کورونو نه شي وتلی.

د یوناما د راپور له مخې، دغه پالیسي د ښځو د ټولنیز ګډون او بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې ده.

د یوناما د بشري حقونو څانګه وایي، په دې درې‌میاشتنۍ موده کې ګڼ شمېر د نظر خاوندان، خبریالان او د مدني ټولنو فعالان د طالبانو له خوا نیول شوي، ځورول شوي او یا هم له رسنیو د کار پرېښودو ته اړ اېستل شوي دي.

راپور وايي، د شکنجې، فزیکي سزا، غیر قانوني نیونو او جبري اعترافونو پېښې لا هم روانې دي، په ځانګړې توګه د طالبانو د استخباراتو تر کنټرول لاندې زندانونو کې.

یوناما همداراز لیکلي، د اجباري راستنېدنې له امله زرګونه افغانان چې له پاکستان او ایران څخه ایستل شوي، له بشري بحران سره مخ دي.

د دې سازمان په وینا، د طالبانو اداره د دې خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا نه لري، او ګڼ شمېر بېرته ستانه شوي افغانان د بې‌سرپناهۍ او فقر له جدي خطر سره مخ دي.

په راپور کې د رسنیو د وضعیت په اړه ویل شوي، د طالبانو له خوا د خبریالانو د ازادۍ پر وړاندې خنډونه زیات شوي، سانسور پیاوړی شوی او د ډېرو رسنیو خپرونې د فشار له امله تړل شوې دي.

یوناما د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د بشري حقونو نړیوالې ژمنې عملي کړي، د ښځو د کار او زده‌کړې حق ته درناوی وکړي او له خبریالانو او فعالانو سره د تاوتریخوالي او شکنجې سلسله بنده کړي.

یاده دې وي چې یوناما له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، په پرله‌پسې ډول د بشري حقونو د خراب وضعیت په اړه راپورونه خپروي.

نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو ادارې او د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه پر طالبانو تور لګوي چې د ښځو د تعلیم، کار او ازادۍ پر ضد یې د نړۍ تر ټولو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

صالح: په ترکیه کې د کویټې پخوانۍ شورا او د پاکستان پوځ ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې دي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۵ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال ویلي چې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو د پخوانیو کویټې او پېښور شوراګانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ خبرې اترې له بن‌بست سره مخ شوې دي.

هغه زیاتوي، چې یادې شوراګانې هغه جوړښتونه وو چې د پاکستان پوځ له لوژستیکي او ستراتیژیک پلوه ورسره مرسته کوله.

امرالله صالح په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات د خندا وړ بللي او په طنزیه ډول یې لیکلي: «زه فکر کوم، په ټوله نړۍ کې یوازې دوه کسان دي چې په رښتیا پرې خاندي، یو زه یم او بل سفیر حسین حقاني دی. البته نور هم شته، خو هغوی دې خپل نومونه پخپله واخلي.»

تروسه د ترکیې د مذاکراتو د پای ته رسېدو په اړه طالبانو او پاکستان په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

نن (سه شنبه د لړم ۶مه) د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي. د سرچینې په وینا؛ پاکستانی پلاوی ټینګار کوي چې طالبان دې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه یوه ترهګره ډله اعلان کړي.

ضعیف وايي د پاکستان پوځي رژیم په استانبول کې د خبرو اترو هڅې ناکامې کړې

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د دې ډلې پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي ، پاکستان د ترکیې په استانبول ښار کې مذاکرات ناکام کړل او میدان یې پرېښود. خو نوموړی زیاتوي چې دوی به بالاخره مذاکراتو ته بیرته راګرځي.

نن سې شنبه (د لړم ۶مه) رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې د ترکیې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي.

که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې دواړه خواوې د اوږدمهاله اوربند پر سر هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي.

د پاکستان حکومت او طالبانو لاتر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.