• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: طالبانو سره د دوحې تړون او دغه ډله له مالي اړخه پیاوړي کول به امریکا وځوروي

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۳ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح د امریکا له لوري طالبانو ته هره اوونۍ د ډالري کڅوړو لیږلو په غبرګون کې نن دوشنبه د (سلواغې نهمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، له طالبانو سره د دوحې تړون او د دې ډلې پیاوړي کول به امریکا تل وځوروي.

همدارنګه نوموړي په امریکا کې د اوباما د حکومت پر مهال په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو کې د بګرام له هوايي اډې څخه د شپې مهال په پټه د امریکايي ځواکونو وتلو ته هم اشاره کړې.

د افغانستان پخواني حکومت دغه چارواکی وايي په میاشت کې د دغو ۸۰ میلیوني ډالرو د کڅوړو یو اصلي ګټه اخیستونکی د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني دی هغه څوک چې خپله امریکا د نوموړي پر سر ۱۰ میلیون ډالر جایزه ایښې ده.

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د امریکا له لوري هره اوونۍ شل میلیونه ډالري کڅوړې افغانستان ته استول کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو عامې روغتیا وزارت: د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۱۲ GMT+۰

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو فرعي کمپاین پیل کړی چې په ترڅ کې به یې ۷.۵ میلیونه تر پنځو کلو کم عمره ماشومان واکسین شي. تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ شپږ پیښې ثبتې شوې وې.

د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس نن دوشنبه د (سلواغې نهمه) یوه ويډیو خپره کړې او پکې ویلي یې دي چې د کوزڼ واکیسن به په ۲۳۳ ولسوالیو کې پلی کړي.

د نړیوالو روغتیايي سازمانونو د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ شپږ مثبتې پیښې ثبت شوې وې چې په دې اړه یې پراخې اندېښنې راپورته کړې وې.

روانه اوونۍ د «پاکستان روغتیا ملي انسټېټیوټ» خبر ورکړی و چې د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت د پولیو ناروغۍ يوه مثبته پیښه ثبت شوې ده.

خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د «پاکستان روغتیا ملي انسټېټیوټ» دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې ۲۰۲۴م کال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

‏د دغه وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد ویلي، چې هېواد کې د پولیو پېښو د تشخیص مرکز چارې وروستۍ شوې او په پام کې ده چې نږدې راتلونکې کې پرانیستل شي.

‏د قلندر عباد په وینا، د دغه مرکز په پرانیستلو سره به له دې وروسته د پولیو پېښو تشخیص د افغانستان د ننه کیږي.

‏شنوونکي وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو په بې شمېره او بې مهاره وتلو سره په افغانستان کې د ځینو ساري ناروغیو د ډیرېدو امکان ډیر شوی چې نړیوال روغتیایي سازمانونه باید په دغه برخه کې پاملرنه وکړي.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې خو سږکال لا کومه پېښه نه ده ثبته شوې.

ایراني چارواکي: له پاکستانه افغانستان ته د صادراتو کموالی د سوېلي خراسان لپاره یو فرصت دی

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۳۳ GMT+۰

د سوېلي خراسان د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ عمومي مدیر احمد اریافر وايي، له پاکستان څخه افغانستان ته صادرات کم شوي چې دا ایران ته یو فرصت دی. د سوېلي خراسان والي دا هم وویل چې افغانستان ته د ایران د صادراتو د زیاتوالي لپاره دوی غواړي چې د ماهیرود پوله ۲۴ ساعته فعاله وساتي.

ماهیرود پوله یا میل ۷۸هغه لاره چې د ایران او افغانستان تر منځ پر ګډه پوله ده.

ایرنا خبری اژانس د یکشنبې په ورځ د (مرغومي اتمه) راپور ورکړ چې احمد اریافر په سوېلي خراسان ولایت کې په یو لړ مراسمو کې افغانستان د ایران د خدمتونو د ښه ظرفیت لرونکی هیواد وباله.

د ایران د چارواکو په وینا اوس هم ساختماني او خوراکي توکي له ایران څخه افغانستان ته صادریږي.

د هغو شمېرو له مخې چې د ایران د چارواکو له خوا ورکړل شوي، ایران سږ کال افغانستان ته ۶۷ زره ټنه کرنیز محصولات صادر کړي دي.

د طالبانو ماليې وزارت: په کندهار او نیمروز کې افغانسان ته واردېدونکي قاچاقي توکي نیول شوي

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۶ GMT+۰

د طالبانو مالیې وزارت ویلي د نیمرو او کندهار په بېلابېلو سیمو کې یې افغانستان ته واردېدونکي قاچاقي توکي نیولي دي. د دغه وزارت په خپرو شویو معلوماتو کې ويل شوي چې په نیول شویو قاچاقي توکو کې درمل، تازه میوه، او ټوکر شامل دي.

د طالبانو ماليې وزارت د دوشنبې په ورځ د (سلواغې نهمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې، د کندهار او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکوونکو د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر قاچاقي توکي، چې افغانستان ته په پټه راوړل کېدل، نیولي دي.

دغه وزارت ویلي په نیول شویو توکو کې ۲۹ ټنه مالټې، ۶۷ ټنه شیرني باب، ۲۰۷۵ کیلوګرامه طبي درمل، ۲۲۰۰ کیلوګرامه ټورکر او ۷۵۰ کیلوګرامه پلاسټیک شامل دي.

د ماليي وزارت ویلي نیول شوي توکي يي د کندهار او نیمروز ولایتونو ګمرکونو ته سپارلي دي. خو دا يي نه دي ویلي چې د یادو قاچاقي توکو په تور يېڅو کسان نیولي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو ماليې وزارت د پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د قاچاقي توکو د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی خو سیمه ییزې سرچینې وايي له یادو هیوادونو څخه په ډیره اندازه تیل او خوراکي توکي په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ۱۰ میلیونه خلک د خوراکي توکو له مرستو بې برخې شوي

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۵۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو‌ايف‌پي) د روان ساړه ژمي په درشل کې ویلي چې په افغانسان کې کورنۍ اړې شوې چې له دوو ټاکنو یوه هغه وټاکي، یا خپلو ماشومانو ته خواړه پیدا کړي او یا یې هم ګرم وساتي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ د (سلواغې نهمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، په افغانستان کې ۱۰ میلیونه خلک د خوراکي توکو له مرستې بې برخې شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د سلطان په نوم د یو لوړ عمر لرونکي کس خبرې په ایکس پاڼه خپرې کړې چې نوموړی وايي: «دا واښه دي، بس همدا راټولوو او په بخارۍ کې یې سوزوو ټوله شپه مو په لاسونه دغسې پر خپلو ماشومانو نیولي وي او په خپلو وزرونو کې یې پټوو همدا زموږ ژوند دی.»

څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پرورګرام ویلي و، چې لوږه یو نړیوال ناورین دی او موږ یې له پامه غورځولو توان نه لرو.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پرورګرام په داسې حال کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د سرچینو د کمیدو په اړه اندېښنه ښودلې چې، د وږو وګړو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

په کابل کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب، ترسره کېدونکي غونډه ځنډېدلې ده

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۱۱ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له لوري د سیمه ییزې همکارۍ ناسته د هوا د خرابوالي له امله ځنډېدلې او ویلي یې دي چې ښايي دغه غونډه نن دوشنبه د (سلواغلې نهمه) د کابل پر وخت مازدیګر څلورنیمې بجې پیل شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ یکشنبه (د سلواغې اتمه) ویلي و، چې دغه ډله به سبا په کابل کې د «افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار» غونډې کوربه وي.

طالبانو ویلي دي چې د «افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار» په غونډه کې به د سیمې د هیوادونو استازي او جګپوړي ډیپلوماټان ګډون ولري.

د طالبانو حکومت د دغې غونډې د ګډونوالو د نوملړ په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.

د طالبانو حکومت داسې مهال دغه غونډه په کابل کې رابللې چې، ټاکل شوې د افغانستان په اړه غونډه د روان کال د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه د هېوادونو د استازو او ملګرو ملتونو د عمومي منشي په شتون کې جوړه شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د تیرې ورځې د خبرپاڼې له مخې، په دغې ناسته کې به د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.

په هغې خبرپاڼه کې ویل شوي و چې طالبان غواړي په دغې ناسته کې «د ګډو ګټو، متقابل درناوي او همداراز د سیمه ییزو اړیکو او ترانزیټ پر فرصتونو د سیمه ییز تعامل پر لارو چارو خبرې وشي.»

تر دې مخکې ایراني او روسي ډیپلوماټانو په کابل کې د دغې غونډې د جوړېدو یادونه کړې وه.