د دولتي رازونو د افشا قضیه کې عمران خان او شاه محمود قریشي دواړه په لس کاله بند محکوم شول

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي د دولتي رازونو د افشا په قضیه کې په لس، لس کاله بند محکوم شوي دي.