د سوریې په ختیځ کې د امریکا پر پوځي اډه یو بل راکټي برید شوی

سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې په ورځ د ترکیې انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې د سوریې په ختیځ کې د امریکا پر یوې اډې توغندی لګېدلی؛ خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې په ورځ د ترکیې انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې د سوریې په ختیځ کې د امریکا پر یوې اډې توغندی لګېدلی؛ خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
دغې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې د سوریې حساکه ولایت کې د امریکا شدادي پوځي اډې ته نږدې یو راکټ لګېدلی دی.
سرچینې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي. امریکا هم تر اوسه په سوریه او عراق کې پر خپلو اډو د وروستیو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي وو، چې د اردن او سوریې پولې ته څېرمه د التنف په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډې په برید کې درې پوځیان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
په عراق کې د اسلامي مقاومت نومې ډلې د برید مسوولیت منلی و.
التنف د سوریې په خاوره کې د رژیم له کنټرول څخه بهر موقعیت لري؛ چیرې چې د سوریې، عراق او اردن سرحدونه سره یوځای کیږي، دغلته په یوه پوځي اډه کې یو شمېر امریکایي سرتېري مېشت دي.


په اوکراین کې د روانې جګړې او توغندیزو بریدونو له امله ځپل شوي یوه ډله زمریان، له ۸۸ ساعته سفر وروسته په فرانسه کې یو ژوبڼ ته ورسېدل چې وروسته له دې به د دوی دایمي کور وي.
د نیوزویک مجلې د راپور له مخې؛ د حیواناتو د هوساینې نړۍوال وجهي صندوق"IFAW" ویلي، چې درې زمریان په ختیځې اروپا کې پروت اوکراین څخه د پولڼډ او اوکراین د پولې له لارې د فرانسې بورګنډي سیمې کې د پارک دې لوکس په نوم یو ژوبڼ ته رسېدلي دي.
دغه زمریان چې اطلس، لولادجا او قوین نومیږي، فرانسې ته تر انتقال وړاندې، له ژوبڼ څخه کییف ته نږدې د وحشي حیواناتو د ژغورنې یو مرکز ته انتقال شوي وو.
د حیواناتو د هوساینې د نړۍوال وجهي صندوق ویاند انلین کلوز ویلي: "حیوانات هم لکه د انسانانو په څېر، د راکټونو او توغندیو د لګېدو له خطر سره مخامخ دي. د جګړو پر مهال چاودنې او ډزې پر حیواناتو جدي اغیز لرلی شي."
په ځانګړې توګه اطلس د ژغورلو پر مهال په ډېر ناوړه وضعیت کې و، د هغه د اوسېدو ځای ته نږدې د شویو بمباریو د غږونو له امله دغه نر زمری چې په یوه وړه کانکړيټي خونه کې د شخصي مالک له خوا ساتل کېده، سخت په قهر شوی و. دغه زمری په داسې حال کې موندل شوی و، چې په دغه کانکريټي خونه کې کلک تړلی و او په بدن یې بېلابېل ټپونه وو. د هغه وزن هم خورا ډېر و.
دا شونې نه ده، چې دغه زمریان دې بېرته ځنګل کې خوشې شي، ځکه چې دوی رواني صدمې ليدلې دي او خورا ډېر وخت یې بند کې تېر کړی.
ژغورونکي په دې باور دي، چې د دوی نوی کور به دوی ته هغه پاملرنه وکړي چې دوی ورته اړتیا لري.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند د ایران په ملاتړ ملېشې د امریکايي ځواکونو پر ضد د برید مسوولې بللې او ویلي یې دي، چې د جوبایډن اداره به په ډېر مناسب ډول ځواب ورکړي. جان کربي زیاته کړه؛ موږ له ایران سره د پراخې جګړې او په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په لټه کې نه یو.
تر دې وړاندې یوه امریکايي چارواکي پولیټیکو مجلې ته ویلي وو، چې امریکا په اردن کې پر خپلو پوځیانو د برید په اړه د "د ځواب ورکولو پر لارو چارو" غور کوي.
په همدې حال کې یو شمېر امریکايي سیاستوالو د دغه هېواد له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي چې د ایران پر ضد اقدام وکړي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د یکشنبې په ورځ وویل، چې د سلواغې په اوومه د اردن په شمال ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو د ایراني ملاتړو ډلو د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې درې امریکايي پوځیان وژل شوي او تر ۲۵ زیات ټپیان شوي دي.
د امریکا د ولسي جرګې غړی جیک لاترنر پر امریکایي پوځیانو د ایران په ملاتړ د نیابتي ډلو د حملې په غبرګون کې وویل له هغو ترهګرو چې د ایران له ملاتړه برخمن دی او هغه کسان چې په امریکایي پوځیانو د دغه حملې عامل دی باید ورسره حساب وشي.
د اردن او سوریې په سرحدي سیمه کې د درېیو امریکايي پوځیانو له وژل کېدو وروسته رسنیو د دمشق په جنوب کې د «سیده زینب» په سیمه کې د انقلابي ګارډ پر مرکز د برید خبر ورکړ.
د سوریې دولتي رسنیو اعلان کړی، چې په دغه برید کې یو شمېر "ایراني سلاکاران" وژل شوي دي؛ خو په سوریه کې د ایران سفیر دغه خبر رد کړی دی.
د سوریې رسمي خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د بهمن د پوځي سرچینو له قوله راپور ورکړ چې «اسراییل د دمشق په جنوب کې یو شمېر سیمې په ۱۳:۰۰ بجو په نښه کړې.
دغه خبري اژانس زیاته کړه؛ په دمشق کې د هوایي حملې په نتیجه کې یو زیات شمېر ملکیان مړه او ژوبل شول او مالي تاوانونه هم اړولي دي.
په ورته وخت کې د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس لیکلي، چې د ایران یو مشورتي مرکز په نښه شوی دی.
دغه خبري اژانس د برید پړه پر اسراییل واچوله.
په دمشق کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسین اکبري په اېکس ټولنیزه شبکه کې د برید پړه پر اسراییل واچوله؛ خو ادعا یې وکړه چې د ایران کوم مشورتي مرکز په نښه شوی نه دی.
هغه زیاته کړه، چې هېڅ یو ایراني تبعه یا سلاکار نه دی وژل شوی.

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي د کابل په ناسته کې "په افغانستان کې له تبعیض پرته پر واکمنۍ" او له ګاونډیانو سره په ښه ګاونډیتوب او هماهنګۍ ټینګار وکړ.
حسن کاظمي قمي وویل؛ که دغه دوه بنسټیزې برخې د ناستې په اعلامیه کې منعکسې شي، د سیمې او نړۍ له خوا به یې هر کلی وشي.
کاظمي قمي په کابل کې د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د ابتکار په غونډه کې خوښي څرګنده کړه، چې دا غونډه په هغه وړاندیز سره ترسره شوه چې تهران د مسکو په غونډه کې وړاندې کړی وه.
هغه وویل؛ هیله لري چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته د درناوي په ترڅ کې د نړۍوالتوب او په نړۍ کې د ګډون لپاره یو "خوندي دهلیز" پرانیستل شي.
د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار غونډه د دوشنبې په ماښام په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې پیل شوه.
دغه غونډه چې ټاکل شوې وه؛ د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې پيل شي، څو ساعته ناوخته د کابل پر وخت د مازیګر په ٤:٣٠ بجو پيل شوه.
دا لومړی ځل دی، چې طالبان په کابل کې د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د سفیرانو او ځانګړو استازو په حضور کې د یوې سیمه ییزې ناستې کوربه توب کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د هېوادونو له استازو غوښتي چې د دوحې په ناسته کې دې نړۍ ته "عیني حقایق" وړاندې کړي.
امیرخان متقي د سیمې د ۱۱ هېوادونو استازو ته وویل، چې افغانستان د یوناما په شتون سره د ملګرو ملتونو نوي همغږي کوونکي ته اړتیا نه لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د "افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ایتکار" په غونډه کې د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره د دې ډلې مخالفت بیا تکرار کړ او ویې ویل چې د دغې ډلې حکومت چمتو دی او د ګډو مسایلو او اندېښنو د مطرح کولو ظرفیت لري.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه په خپل ۲۷۲۱ (۲۰۲۳) پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته سپارښتنه کړې، چې یو نوی استازی وټاکي چې د بین الافغاني خبرو اترو او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره زمینه برابره کړي.
په داسې حال کې چې د وسله والو طالبانو مخالفو وسله والو د دې پرېکړې هرکلی کړی؛ خو طالبانو ویلي چې د یوناما په موجودیت سره د افغانستان لپاره د نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نه شته.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم په کابل کې د سیمې د ۱۱ هېوادونو د استازو په غونډه کې وویل چې د سیمې امنیت د دغې ډلې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
امیرخان متقي د "افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار" په غونډه کې وویل، چې طالبان نه غواړی د سیمې هېڅ هېواد ناامنه او بې ثباته شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې په هغه غونډه کې چې د سیمې د یوولسو هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوې ده، وویل چې د دغې ډلې لپاره د سیمې امنیت ځانګړی اهمیت لري.
امیرخان متقي د "افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار" په غونډه کې وویل، چې طالبان نه غواړی د سیمې هېڅ هېواد ناامنه او بې ثباته شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی چمتو دي، چې د ګډو ګټو او متقابل احترام پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره د تعامل او همکارۍ په برخه کې ګډ کار وکړي.
د هغه په وينا: "په تېرو دوه نيمو کلونو کې د افغان حکومت تګلارې ښودلې چې نوی افغانستان په سيمه کې خپلې ګټې د ګټونکي ميکانيزم په چوکاټ کې تعريفوي."
ښاغلي متقي زیاته کړه، سیمه ییزې همکارۍ د ګډو ګټو پر بنسټ د سیمه ییز متقابل تعامل او همکارۍ د لارو چارو په څېړلو او له طالبانو سره د مثبتو او رغنده تعامل لپاره د سیمهییز مترقي روایت په رامنځته کولو متمرکزې کېدای شي، څو په سیمه کې له واقعي او احتمالي ګواښونو سره مبارزه وشي.
د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار غونډه د دوشنبې په ماښام په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې پیل شوه.
دغه غونډه چې ټاکل شوې وه؛ د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې پيل شي، څو ساعته ناوخته د کابل پر وخت مازیګر ٤:٣٠ پيل شوه.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو او ټلویزیون مخکې خبر ورکړی و، چې غونډه د خرابې هوا له کبله وځنډول شوه.
دا لومړی ځل دی، چې طالبان په کابل کې د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د سفیرانو او ځانګړو استازو په حضور کې د یوې سیمه ییزې ناستې کوربه توب کوي.
د راپورونو له مخې؛ په دې غونډه کې به د ګاونډیو او یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو سفیران او ځانګړي استازي ګډون وکړي.
دا غونډه په داسې حال کې شوې، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د روانې میلادي میاشتې په پای کې په دوحه کې د افغانستان په اړه د دویمې ناستې کوربه وي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په یوه پيغام کې ویلي، چې د ګاونډيو او سیمه ييزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفيرانو تر منځ غونډه پيل شوه. غونډه د هوا د خرابوالي له کبله تر ټاکلي وخت ناوخته پيل شوه.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند ضياء احمد پر اېکس پاڼه ليکلي، چې د « افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار» غونډه د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اميرخان متقي په کوربتوب شروع شوه.
د بهرنيو چارو وزارت په غونده کې د هېوادونو د استازو تصوير هم نشر کړی؛ خو د غونډې د مشخصي اجنډا په اړه يې څه نه دي ويلي.
په تصویر کې د روسيې، پاکستان، ترکيې، چين، ازبکستان، ترکمنستان، هند او یو شمېر نورو هېوادونو استازي ليدل کېږي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ یکشنبه (د سلواغې اتمه) ویلي وو، چې دغه ډله به په کابل کې د «افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار» غونډې کوربه وي.
د طالبانو حکومت په داسې مهال دغه غونډه په کابل کې رابللې، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه غونډه د روان کال د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه د هېوادونو د استازو او ملګرو ملتونو د عمومي منشي په شتون کې جوړه شي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د تېرې ورځې د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه ناسته کې به د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.
په هغې خبرپاڼه کې ویل شوي وو، چې طالبان غواړي په دغې ناسته کې «د ګډو ګټو، متقابل درناوي او همدا راز د سیمه ییزو اړیکو او ترانزیټ پر فرصتونو د سیمه ییز تعامل پر لارو چارو خبرې وشي.»
تر دې مخکې ایراني او روسي ډېپلوماټانو په کابل کې د دغې غونډې د جوړېدو یادونه کړې وه.