• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امیرخان متقي: طالبان نه غواړي چې د سیمې هېڅ هېواد ناامنه او بې ثباته شي

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۴، ۰۱:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې په هغه غونډه کې چې د سیمې د یوولسو هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوې ده، وویل چې د دغې ډلې لپاره د سیمې امنیت ځانګړی اهمیت لري.

امیرخان متقي د "افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار" په غونډه کې وویل، چې طالبان نه غواړی د سیمې هېڅ هېواد ناامنه او بې ثباته شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی چمتو دي، چې د ګډو ګټو او متقابل احترام پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره د تعامل او همکارۍ په برخه کې ګډ کار وکړي.

د هغه په ​​وينا: "په تېرو دوه نيمو کلونو کې د افغان حکومت تګلارې ښودلې چې نوی افغانستان په سيمه کې خپلې ګټې د ګټونکي ميکانيزم په چوکاټ کې تعريفوي."

ښاغلي متقي زیاته کړه، سیمه ییزې همکارۍ د ګډو ګټو پر بنسټ د سیمه ییز متقابل تعامل او همکارۍ د لارو چارو په څېړلو او له طالبانو سره د مثبتو او رغنده تعامل لپاره د سیمه‌ییز مترقي روایت په رامنځته کولو متمرکزې کېدای شي، څو په سیمه کې له واقعي او احتمالي ګواښونو سره مبارزه وشي.

د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار غونډه د دوشنبې په ماښام په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې پیل شوه.

دغه غونډه چې ټاکل شوې وه؛ د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې پيل شي، څو ساعته ناوخته د کابل پر وخت مازیګر ٤:٣٠ پيل شوه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو او ټلویزیون مخکې خبر ورکړی و، چې غونډه د خرابې هوا له کبله وځنډول شوه.

دا لومړی ځل دی، چې طالبان په کابل کې د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د سفیرانو او ځانګړو استازو په حضور کې د یوې سیمه ییزې ناستې کوربه توب کوي.

د راپورونو له مخې؛ په دې غونډه کې به د ګاونډیو او یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو سفیران او ځانګړي استازي ګډون وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې شوې، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د روانې میلادي میاشتې په پای کې په دوحه کې د افغانستان په اړه د دویمې ناستې کوربه وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د طالبانو په کوربتوب د افغانستان د سيمه ييزو همکاريو ابتکار غونډه پيل شوه

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په یوه پيغام کې ویلي، چې د ګاونډيو او سیمه ييزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفيرانو تر منځ غونډه پيل شوه. غونډه د هوا د خرابوالي له کبله تر ټاکلي وخت ناوخته پيل شوه.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند ضياء احمد پر اېکس پاڼه ليکلي، چې د « افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار» غونډه د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اميرخان متقي په کوربتوب شروع شوه.

د بهرنيو چارو وزارت په غونده کې د هېوادونو د استازو تصوير هم نشر کړی؛ خو د غونډې د مشخصي اجنډا په اړه يې څه نه دي ويلي.

په تصویر کې د روسيې، پاکستان، ترکيې، چين، ازبکستان، ترکمنستان، هند او یو شمېر نورو هېوادونو استازي ليدل کېږي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ یکشنبه (د سلواغې اتمه) ویلي وو، چې دغه ډله به په کابل کې د «افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار» غونډې کوربه وي.

د طالبانو حکومت په داسې مهال دغه غونډه په کابل کې رابللې، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه غونډه د روان کال د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه د هېوادونو د استازو او ملګرو ملتونو د عمومي منشي په شتون کې جوړه شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د تېرې ورځې د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه ناسته کې به د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.

په هغې خبرپاڼه کې ویل شوي وو، چې طالبان غواړي په دغې ناسته کې «د ګډو ګټو، متقابل درناوي او همدا راز د سیمه ییزو اړیکو او ترانزیټ پر فرصتونو د سیمه ییز تعامل پر لارو چارو خبرې وشي.»

تر دې مخکې ایراني او روسي ډېپلوماټانو په کابل کې د دغې غونډې د جوړېدو یادونه کړې وه.

د طالبانو سټنډرډ اداره: نیمروز کې اته ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ورستانه کړل شول

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په نیمروز ولایت کې یې اته ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ورګرځولي دي. دغې ادارې نن دوشنبه د (سلواغې نهمه) ویلي، دغه تېل بې کیفیته دي او د دوی له سټنډرډ سره برابر نه وو.

یاده اداره وايي، په ټولو بندرونو کې هڅه کوي چې افغانستان ته باکیفیته توکي وارد شي.

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې له سوداګروغوښتي، چې هېواد ته د بې کیفیته توکو له واردولو ډډه وکړي؛ که نه له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

که څه هم دغه اداره تل هېواد ته د بې کیفیته توکو واردوونکو سره د قانوني چلند ګواښ کوي؛ خو داسې معلومات یې نه دي خپاره کړي، چې افغانستان ته د بې کیفیته توکو واردوونکو څخه یې تر اوسه پوري څوک نیولي که نه؟

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ایراني چارواکو افغانستان په سرحدي ادارو کې د تېلو د کیفیت د معلومولو معیارونه د پوښتنې وړ بللي و.

ایراني چارواکو ویلي وو، چې طالبان د کیفیت معلومولو ماشینونو پر بنسټ نه؛ بلکې په خپل زړه او خپله خوښه ورته میعارونه ټاکي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له پاکستان او ایرانه نږدې ۱۵۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي دي

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۰۲ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې، په یاد شمېر افغان کډوالو کې ۴۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې، د هرات د اسلام کلا، د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار تورخم له لارو افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (سلواغې نهمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ ۲۱۳۹ افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستانه کړل شوي.

دغه وزارت وايي، په تازه راستنو شویو کډوالو کې کورنۍ او ۴۵ بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

یاد وزارت وايي، له ایران څخه تازه راستانه کړل شوي افغان کډوال یې د کډوالۍ نړیوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپيژندلې دي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت ویلي چې د یک شنبې په ورځ د کندهار سپین بولدک له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۲ تنه کیږي په جبري ډول له پاکستانه راستانه کړل شوي. او همدارنګه ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمیر ۱۱۰ تنه کیږي د تورخم له لارې په جبري ډول هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي چې د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري ډول راستانه کړل شوي ۲۲۲ افغان کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پيژندلي دي.

امرالله صالح: طالبانو سره د دوحې تړون او دغه ډله له مالي اړخه پیاوړي کول به امریکا وځوروي

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۳ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح د امریکا له لوري طالبانو ته هره اوونۍ د ډالري کڅوړو لیږلو په غبرګون کې نن دوشنبه د (سلواغې نهمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، له طالبانو سره د دوحې تړون او د دې ډلې پیاوړي کول به امریکا تل وځوروي.

همدارنګه نوموړي په امریکا کې د اوباما د حکومت پر مهال په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو کې د بګرام له هوايي اډې څخه د شپې مهال په پټه د امریکايي ځواکونو وتلو ته هم اشاره کړې.

د افغانستان پخواني حکومت دغه چارواکی وايي په میاشت کې د دغو ۸۰ میلیوني ډالرو د کڅوړو یو اصلي ګټه اخیستونکی د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني دی هغه څوک چې خپله امریکا د نوموړي پر سر ۱۰ میلیون ډالر جایزه ایښې ده.

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د امریکا له لوري هره اوونۍ شل میلیونه ډالري کڅوړې افغانستان ته استول کیږي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت: د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۱۲ GMT+۰

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو فرعي کمپاین پیل کړی چې په ترڅ کې به یې ۷.۵ میلیونه تر پنځو کلو کم عمره ماشومان واکسین شي. تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ شپږ پیښې ثبتې شوې وې.

د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس نن دوشنبه د (سلواغې نهمه) یوه ويډیو خپره کړې او پکې ویلي یې دي چې د کوزڼ واکیسن به په ۲۳۳ ولسوالیو کې پلی کړي.

د نړیوالو روغتیايي سازمانونو د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ شپږ مثبتې پیښې ثبت شوې وې چې په دې اړه یې پراخې اندېښنې راپورته کړې وې.

روانه اوونۍ د «پاکستان روغتیا ملي انسټېټیوټ» خبر ورکړی و چې د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت د پولیو ناروغۍ يوه مثبته پیښه ثبت شوې ده.

خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د «پاکستان روغتیا ملي انسټېټیوټ» دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې ۲۰۲۴م کال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

‏د دغه وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد ویلي، چې هېواد کې د پولیو پېښو د تشخیص مرکز چارې وروستۍ شوې او په پام کې ده چې نږدې راتلونکې کې پرانیستل شي.

‏د قلندر عباد په وینا، د دغه مرکز په پرانیستلو سره به له دې وروسته د پولیو پېښو تشخیص د افغانستان د ننه کیږي.

‏شنوونکي وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو په بې شمېره او بې مهاره وتلو سره په افغانستان کې د ځینو ساري ناروغیو د ډیرېدو امکان ډیر شوی چې نړیوال روغتیایي سازمانونه باید په دغه برخه کې پاملرنه وکړي.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې خو سږکال لا کومه پېښه نه ده ثبته شوې.