• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له پاکستان او ایرانه نږدې ۱۵۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي دي

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۰۲ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې، په یاد شمېر افغان کډوالو کې ۴۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې، د هرات د اسلام کلا، د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار تورخم له لارو افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (سلواغې نهمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ ۲۱۳۹ افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستانه کړل شوي.

دغه وزارت وايي، په تازه راستنو شویو کډوالو کې کورنۍ او ۴۵ بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

یاد وزارت وايي، له ایران څخه تازه راستانه کړل شوي افغان کډوال یې د کډوالۍ نړیوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپيژندلې دي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت ویلي چې د یک شنبې په ورځ د کندهار سپین بولدک له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۲ تنه کیږي په جبري ډول له پاکستانه راستانه کړل شوي. او همدارنګه ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمیر ۱۱۰ تنه کیږي د تورخم له لارې په جبري ډول هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي چې د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري ډول راستانه کړل شوي ۲۲۲ افغان کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پيژندلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: طالبانو سره د دوحې تړون او دغه ډله له مالي اړخه پیاوړي کول به امریکا وځوروي

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۳ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح د امریکا له لوري طالبانو ته هره اوونۍ د ډالري کڅوړو لیږلو په غبرګون کې نن دوشنبه د (سلواغې نهمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، له طالبانو سره د دوحې تړون او د دې ډلې پیاوړي کول به امریکا تل وځوروي.

همدارنګه نوموړي په امریکا کې د اوباما د حکومت پر مهال په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو کې د بګرام له هوايي اډې څخه د شپې مهال په پټه د امریکايي ځواکونو وتلو ته هم اشاره کړې.

د افغانستان پخواني حکومت دغه چارواکی وايي په میاشت کې د دغو ۸۰ میلیوني ډالرو د کڅوړو یو اصلي ګټه اخیستونکی د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني دی هغه څوک چې خپله امریکا د نوموړي پر سر ۱۰ میلیون ډالر جایزه ایښې ده.

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د امریکا له لوري هره اوونۍ شل میلیونه ډالري کڅوړې افغانستان ته استول کیږي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت: د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۱۲ GMT+۰

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو فرعي کمپاین پیل کړی چې په ترڅ کې به یې ۷.۵ میلیونه تر پنځو کلو کم عمره ماشومان واکسین شي. تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ شپږ پیښې ثبتې شوې وې.

د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس نن دوشنبه د (سلواغې نهمه) یوه ويډیو خپره کړې او پکې ویلي یې دي چې د کوزڼ واکیسن به په ۲۳۳ ولسوالیو کې پلی کړي.

د نړیوالو روغتیايي سازمانونو د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ شپږ مثبتې پیښې ثبت شوې وې چې په دې اړه یې پراخې اندېښنې راپورته کړې وې.

روانه اوونۍ د «پاکستان روغتیا ملي انسټېټیوټ» خبر ورکړی و چې د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت د پولیو ناروغۍ يوه مثبته پیښه ثبت شوې ده.

خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د «پاکستان روغتیا ملي انسټېټیوټ» دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې ۲۰۲۴م کال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

‏د دغه وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد ویلي، چې هېواد کې د پولیو پېښو د تشخیص مرکز چارې وروستۍ شوې او په پام کې ده چې نږدې راتلونکې کې پرانیستل شي.

‏د قلندر عباد په وینا، د دغه مرکز په پرانیستلو سره به له دې وروسته د پولیو پېښو تشخیص د افغانستان د ننه کیږي.

‏شنوونکي وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو په بې شمېره او بې مهاره وتلو سره په افغانستان کې د ځینو ساري ناروغیو د ډیرېدو امکان ډیر شوی چې نړیوال روغتیایي سازمانونه باید په دغه برخه کې پاملرنه وکړي.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې خو سږکال لا کومه پېښه نه ده ثبته شوې.

ایراني چارواکي: له پاکستانه افغانستان ته د صادراتو کموالی د سوېلي خراسان لپاره یو فرصت دی

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۳۳ GMT+۰

د سوېلي خراسان د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ عمومي مدیر احمد اریافر وايي، له پاکستان څخه افغانستان ته صادرات کم شوي چې دا ایران ته یو فرصت دی. د سوېلي خراسان والي دا هم وویل چې افغانستان ته د ایران د صادراتو د زیاتوالي لپاره دوی غواړي چې د ماهیرود پوله ۲۴ ساعته فعاله وساتي.

ماهیرود پوله یا میل ۷۸هغه لاره چې د ایران او افغانستان تر منځ پر ګډه پوله ده.

ایرنا خبری اژانس د یکشنبې په ورځ د (مرغومي اتمه) راپور ورکړ چې احمد اریافر په سوېلي خراسان ولایت کې په یو لړ مراسمو کې افغانستان د ایران د خدمتونو د ښه ظرفیت لرونکی هیواد وباله.

د ایران د چارواکو په وینا اوس هم ساختماني او خوراکي توکي له ایران څخه افغانستان ته صادریږي.

د هغو شمېرو له مخې چې د ایران د چارواکو له خوا ورکړل شوي، ایران سږ کال افغانستان ته ۶۷ زره ټنه کرنیز محصولات صادر کړي دي.

د طالبانو ماليې وزارت: په کندهار او نیمروز کې افغانسان ته واردېدونکي قاچاقي توکي نیول شوي

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۶ GMT+۰

د طالبانو مالیې وزارت ویلي د نیمرو او کندهار په بېلابېلو سیمو کې یې افغانستان ته واردېدونکي قاچاقي توکي نیولي دي. د دغه وزارت په خپرو شویو معلوماتو کې ويل شوي چې په نیول شویو قاچاقي توکو کې درمل، تازه میوه، او ټوکر شامل دي.

د طالبانو ماليې وزارت د دوشنبې په ورځ د (سلواغې نهمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې، د کندهار او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکوونکو د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر قاچاقي توکي، چې افغانستان ته په پټه راوړل کېدل، نیولي دي.

دغه وزارت ویلي په نیول شویو توکو کې ۲۹ ټنه مالټې، ۶۷ ټنه شیرني باب، ۲۰۷۵ کیلوګرامه طبي درمل، ۲۲۰۰ کیلوګرامه ټورکر او ۷۵۰ کیلوګرامه پلاسټیک شامل دي.

د ماليي وزارت ویلي نیول شوي توکي يي د کندهار او نیمروز ولایتونو ګمرکونو ته سپارلي دي. خو دا يي نه دي ویلي چې د یادو قاچاقي توکو په تور يېڅو کسان نیولي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو ماليې وزارت د پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د قاچاقي توکو د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی خو سیمه ییزې سرچینې وايي له یادو هیوادونو څخه په ډیره اندازه تیل او خوراکي توکي په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کیږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ: په لاهور ښار کې مو د منظور پښتین د بندي ساتلو په غبرګون کې لاریون وکړ

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۱۳ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د لیندۍ میاشتې په ۱۴مه نیټه د بلوچستان ایالت پولیسو په چمن کې د چمن پرلت څخه د بلوڅانو په پرلت کې د ګډون کولو لپاره د ورتګ پرمهال نیولی او تر دې مهاله د پاکستان حکومت په زندان کې بندي دی.

د دغه غورځنګ غړو د یک شنبې په ورځ د (مرغومي اتمه) د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د یاد غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیول کیدو او پر پښتنو او بلوڅانو کېدونکي ظلمونو او د لږکیو پر حقونو د تیري په غبرګون کې لاریون ترسره کړ.

دغو لاریون والو د پاکستان له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره منظور پښتین له زندانه خوشي کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی حامد کاکړ وايي: «منظور پښتین ولې نیول کیږي ځکه چې هغه د ظلم او جبر په وړاندې غږ پورته کوي هغه د هغو کسانو د حقونو دفاع کوي چې د پاکستان حکومت یې حقونه تر پښو لاندې کړي دي. موږ په خپلو سیمو کې د انوارالحق په شان کسانو حکومت نه منو موږ په خپلو سیمو کې امن غواړو.»

بل خوا له یاد لاریون وروسته د پنجاب ایالت د لاهور ښار پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ اته غړي نیولي او زندان ته یې بیولي دي.

حنیف پښتون وايي: «موږ د منظور پښتین د خوشي کیدو په موخه سوله ییز لاریون وکړ، خو د پاکستان ظالم حکومت زموږ اته ملګري د لاریون کولو په تور ونیول او زندان ته یې ولیږل.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د لیندۍ په ۱۴مه نېټه د بلوچستان پولیسو له لوري ونیول شو او تر دې مهاله د پاکستان حکومت له لوري بندي دی.