د ایران حکومت په تېرو ۱۱ ورځو کې ۲۸ کسان اعدام کړي دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۲

په ایران کې د اعدامونو د لړۍ په دوام کې د سلواغې له لومړۍ نېټې تر یوولسمې نېټې پورې لږ تر لږه ۲۸ کسان اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو د بنسټونو د راپور له مخې؛ شپږ اعدام شوي کسان سیاسي بندیان و او ۲۲ نور بیا د نشه یي توکو او وژنو په تړاو اعدام شوي دي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) د ایران انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې چې په ایران کې د اعدامونو د لړۍ د دوام په اړه وه، په دغه هېواد کې د اعدامونو د لړۍ پراخېدل وحشتناکه وباله او محکوم یې کړ.
د ایران د بشري حقونو سازمان شمېرې ښيي، چې د روان کال له پیل څخه د دغه راپور د جوړولو تر وخته پورې شاوخوا ۷۱ کسان د ایران په ټولو بندخونو کې اعدام شوي دي.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش په ایران کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د دغه سازمان عمومي غونډې ته په خپل راپور کې د اعدام د سزا د تطبیق د خطرناکې کچې او ودې په اړه خبرداری ورکړ.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ