• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ننګرهار په مېملې بڼ کې د نرګس ګل په مشاعره کې طالبانو د یو شمېر شاعرانو د ورتګ مخه نیولې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۲۷ GMT+۰

ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې طالبانو د مېملې په لرغوني بڼ کې د نرګس ګل په مشاعره کې د هغو شاعرانو له ورتګه مخنیوی کړی چې پر طالبانو یې نېوکې کولې. په دغې مشاعره کې ګڼو هغو طالب پلوه شاعرانو برخه اخېستې وه، چې د طالبانو په پلوۍ یې شعرونه ویل.

دغه مشاعره د لومړي ځل له پاره په ۱۳۹۳ کال کې ترسره شوه او هر کال په دغه موسم کې چې د نرګس ګلانو موج وي تر سره کېږي؛ خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې مشاعرې د سمبالښت چارې هم دغې ډلې پر ځان پسې تړلي او هغو بنسټګرو شاعرانو ته یې هم د ګډون برخه نه ده ورکړې، چې د دغې مشاعرې بنسټ یې د لومړي ځل لپاره اېښی و.
سږنۍ مشاعرې ته له کابله د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ملا خیرالله تر څنګ ګڼ طالب چارواکي ورغلي وو او له شاعرانو یې غوښتنه دا وه، چې خپل شعرونه دې د اسلامي شریعت سره سم ولیکي.
د مېملې بڼ هغه تاریخي بڼ دی، چې له ننه شاوخوا پنځه پېړۍ مخکې د شاه جهان پاچا له‌خوا د هغه د لور نېملې په نامه جوړ شو، چې وروسته بیا د نېملې نوم په مېمله بدل شو.
دغه بڼ چې د خوګیاڼیو په ولسوالۍ کې د جلال اباد له ښاره لرې په ۴۵ کیلومترۍ کې پروت دی د نرګسو زرګونه بوټي په طبیعي بڼه په کې راشنه کېږي او د کال په دغه موسم کې د دغه باغ او شاوخوا سیمو چاپېریال د نرګس ګل پر وږمو معطر وي.
د دغه بڼ نرګس به تر دې وړاندې د پلازمېنې کابل تر څنګ د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو ته هم لېږل کېده او خورا زیات مینه‌وال یې لرل.

ډېر لیدل شوي

روغتیاپالان: طالبانو د سترګو د پردې په عملیاتو بندیز لګولی دی
۱

روغتیاپالان: طالبانو د سترګو د پردې په عملیاتو بندیز لګولی دی

۲

مېوې د لارو بندېدو قرباني؛ د کندهار انارو بیې لوېدلې او بڼوال د باغونو پر پرې کولو غور کوي

۳

د ملا هبت‌الله کتاب: « که امیر ظلم هم وکړي پر وړاندې یې بغاوت نه کوو»

۴

د قوش‌تیپې کانال؛ د منځنۍ اسیا د اوبو کمښت په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۵

د برېټانیا استازې: په افغانستان کې د نیم نفوس په حذفولو سره تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای