• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سپاه پاسداران اړوند خبري اژانس: د 'پروان ولایت' د فاطمیون لښکر یو غړی سوریه کې وژل شوی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۲۰ GMT+۰

د فارس خبري اژانس چې د سپاه پاسداران سره تړاو لري، راپور ورکړی، حمزه علوي چې د «پروان اوسېدونکی» دی او د فاطمیون لښکر پخوانی غړی دی، د شنبې په ورځ د (سلواغې په ۱۴مه) په سوریه کې وژل شوی. فارس زیاته کړې چې علوي د «پخواني شوروي پر وړاندې د افغان جهاد په کلونو کې هم» ګډون درلود.

د دغه راپور له مخې، علوي له عراق سره د اته کلنې جګړې پر مهال د ایران د وسله والو ځواکونو په لیکو کې و.

فارس اژانس دا نه دي ویلي چې علوي څه ډول په سوریه کې ووژل شو.

هغه د افغانستان په پروان ولایت کې زیږیدلی او ۶۵ کلن و.

د فاطمیون لښکر له افغان شیعه ملشو څخه جوړ دی او د سپاه پاسداران قدس ځواک تر څارنې لاندې فعالیت کوي.

په افغانستان کې د تېر حکومتونو پر مهال رسنیو خبر ورکړی و چې د دغه هیواد يو شمېر شعیه مېشتو سیمو ته د فاطمیون لښکر ځینې جسدونه راوړل شوي وو او ویل کېدل چې په عراق کې د داعش په وړاندې په جګړه کې وژل شوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د خیبرپښتونخوا په ډېره اسمعیل خان کې د وسله والو په برید لس پولیس وژل شوي دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۰ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې دپوليسو په یوه مرکز د بريد له امله لس پوليس وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي. تېره شپه ناوخته د ډېره اسمعیل خان په درابان سيمه کې وسله والو په پوليسو دغه برید کړی.

ځايي پولیسو نن دوشنبه د (سلواغې ۱۶مه) پاکستاني رسنیو ته ویلي چې تېره شپه درې بجې وسله والو د پوليسو پر مرکز د درنو او سپکو وسلو بريد وکړ او دوی ته یې مرګژوبله اړولې ده.

ټپي شوي پولیس ور څېرمه روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي دي.

پوليس رسنیو ته ویلي چې پر دغه مرکز له څو خواوو بريدونه شوي، درنې ډزې پرې شوې او لاسي بمونه هم ورغورځول شوي، چې وروسته پوليسو هم ځوابي ډزې کړې خو وسله وال د شپې په تياره کې ترې تښتېدلي دي.

پوليسو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې سیمه کلابنده شوې او د پلټنې عملیات روان دي، وايي دغې سیمې ته نور ځواکونه هم رسیدلي دي.

د دغه برید مسوولیت لا کومې ډلې نه دی منلی.

ډېره اسمعیل خان د خیبرپښتونخوا د نورو سیمو پرتله په امنیتي لحاظ ډیره ناامنه سیمه ده چې ډیری مهال پر پولیسو او حکومتي چارواکو باندې د بریدونو راپورونه ترې ورکړل کیږي.

پاکستاني رسنۍ: څلورو هېوادونو افغانستان کې د 'ترهګرو د کړنو' په اړه طالبانو ته اعتراض کړی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۱۰ GMT+۰

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (سلواغې ۱۵مه) د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې چین، روسیې، پاکستان او ایران په پټه خوله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بې مهاره فعالیتونو په اړه د طالبانو حکومت ته خپل ګډ اعتراض وړاندې کړی.

دې ورځپاڼې لیکلي، چې د دغو هېوادونو استازو ناخوښي څرګنده کړې، چې طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې لازم کنټرول نه لري.

سرچینو دغې پاکستانۍ ورځپاڼې ته ویلي، چې د دغو هېوادونو استازي، چې د سیمې هېوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته تللي، له طالبانو سره یې خپل ګډ اعتراض شریک کړی دی.

په دې غونډه کې د هند، ترکیې، اندونیزیا، ازبکستان، ترکمنستان، چین، پاکستان، روسیې او ایران استازو ګډون کړی و.

د یادې غونډې لپاره کابل ته ورغلي د یو شمېر هیوادونو استازي د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب هم میلمانه کړي وو.

طالبانو د سیمې د څو هېوادونو دغه غونډه د ځان لپاره یوه لاسته راوړنه ګڼلې، خو د ګډون کوونکو استازو د اندېښنو په اړه یې څه نه دي ویلي.

چین او پاکستان په وار وار په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او د اویغور بېلتون غوښتونکو اسلامپالو پر شتون په رسمي او ځانګړي ډول اعتراضونه کړي دي. په ځانګړې توګه اسلام اباد له افغان خاورې څخه د پاکستاني وسله والو د بریدونو په تړاو د افغان طالبانو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی.

پاکستان تور پورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان پتنځایونه په افغانستان کې دي او له هغه ځایه بریدګر په پاکستان کې بریدونه کوي، هغه ادعا چې کابل کې طالبانو رد کړې ده.

د سرطان نړۍواله ورځ؛ تر ۲۰۵۰ کال پورې به سرطان ۷۷ سلنه زیات شي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۲۲:۱۲ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان او د سرطان په اړه د څېړنې نړۍوالې ادارې اټکل کړی، چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د سرطان پېښې ۷۷ سلنه زیاتې شي. دغو سازمانونو په یوه ګډ راپور کې لیکلي، چې په هرو پنځو کسانو کې یو په خپل ژوند کې د سرطان په ناروغۍ اخته کيږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان او د سرطان په اړه د څېړنې نړۍوالې ادارې دا راپور د فېبرورۍ په څلورمه د سرطان د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپور کړ، چې د نړۍ له ۱۸۵ هېوادونو څخه د دې ناروغۍ ناروغانو ته د خدماتو د پاملرنې او معلوماتو د راټولو په اساس نشر شوی.

په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د سرطان شاوخوا ۲۰ میلیونه نوې پېښې او له دې ناروغۍ ۹،۷ میلیونه مړینې ثبت شوې دي.

دغه څېړونو ښودلې؛ د هغو کسانو اټکل شوی شمېر چې د تشخیص څخه پنځه کاله وروسته ژوندی وو ۵۳.۵ میلیونه کسان و.

د سرطان په اړه د څېړنې نړۍوالې ادارې اټکل کړی، چې په هرو ۹ نارینه کې ۱ او په هرو ۱۲ مېرمنو کې یوه د دې ناروغۍ له امله مري.

په راپور کې راغلي، چې یوازې ۳۹ سلنه هېوادونه سرطان د ټولو اتباعو لپاره د لومړنيو روغتیایي خدماتو د یوې برخې په توګه تر پوښښ لاندې راولي.

راپور ښیې، چې د سرطان ۱۰ ډولونه به په ۲۰۲۲ کې د دې ناروغۍ له امله د مړینو شاوخوا دوه پر درېیمه برخه رامنځته کړي.

د سږو سرطان د ۲.۵ ملیون نویو پېښو سره په نړۍ کې تر ټولو عام سرطان دی.

د دې راپور له مخې؛ د سینې سرطان د ۲.۳ میلیون نویو پېښو سره په مېرمنو کې دویم د کولمو سرطان درېیم، د پروستات سرطان څلورم او د معدې سرطان پنځم ځای لري.

د راپور له مخې؛ په ښځو کې تر ټولو عام د سینې سرطان او په نارینه وو کې د پروستات او کولمو سرطان دی.

راپور زیاتوي، چې د رحم سرطان په نړۍ کې د سرطان اتم عام ډول دی او د دغې ناروغۍ له امله د مړینې نهم لامل دی، چې تر ۳۴۸ زرو ډېر کسان یې وژلي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د سرطان د درملنې د مرکزونو د نشتوالي، د بودیجې د کمښت او د کورنیو له خوا د دغې ناروغۍ په اړه د نه پوهاوي له امله هر کال زرګونه کسان مري.

هند پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د ټېنس د داووس کپ سیالیو اتلولي خپله کړه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د هندوستان د ټېنس ټیم په ۶۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره پاکستان ته پر سفر تللي او د ټېنس په داووس کپ سیالیو کې یې د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد پر وړاندې اته پرله پسې بریاوې ترلاسه کړي دي.

د هندوستان د ټېنس ټیم د دغو بریاو په تر لاسه کولو سره په لومړي ګروپ کې د ټېنس نړۍوالو لوبو ته لاره پېدا کړه.

په دغه لوبو کې د هندوستان د ټیم لوبغاړو یاکو بامبري او ساکت مینني د پاکستان د ټیم لوبغاړي مزمل مرتضی او عاقل خان مات کړل او وروستۍ لوبه یې د خپل ټیم په ګټه پای ته ورسوله.

د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې؛ د هند او پاکستان تر منځ د سپورټ سیالۍ د امنیتي شرایطو په پام کې نیولو سره، او د ټېنس نړۍوال فدراسیون د لارښوونو له مخې په اسلام اباد کې ورزشي کمپلیکس ته یوازې ۵۰۰ نندارچیانو پرېښودل شوي وو.

روسیه وايي، په یوې نانوايي د اوکراین په توغندي برید کې ۲۸ کسان وژل شوي دي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۰۰ GMT+۰

روسیې د یکشنبې په ورځ ویلي، چې اوکراین د نهو ښځو او یو ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۲۸ کسان هغه مهال وژلي، چې ځواکونو یې د روسیې تر کنټرول لاندې ختیځ اوکراین کې پر یوه نانوايي او رسټورانټ د لویدیځ له خوا د ورکړل شویو راکټونو پر مټ برید کړی.

روسي چارواکو ویلي، چې اوکراین د شنبې په ورځ د لیسیچانسک پر ښار د متحده ایالاتو له خوا د ورکړل شویو راکټونو پر مټ برید کړی.

د بېړنيو پېښو کارګرانو د شپې په اوږدو کې د مسکوسکا په کوڅه کې د ویجاړ شوي رستورانت په خاورو خځلو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټه کوله، چېرې چې د ملکي کسانو لپاره یوه نانوايي‌ هم جوړه شوې وه‌.

د لوهانسک په سیمه کې چې اوس د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده، د روسیې له خوا ټاکل شوي چارواکي لیونید پاسیچنک ویلی: “د اوکراین وسله والو په لیسیچانسک کې پر یوه نانوايي برید کړي.”

ښاغلي پاسیچنک ویلي، چې د برید پر مهال په نانوايي کې د ولسي خلکو ګڼه ګوڼه وه. د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، لس تنه یې د نانوايي له ویجاړیو راویستي دي.

دغه وزارت ویلي، چې د ژغورل شویو څلورو کسانو روغتیايي حالت نازک دی او دوی لا هم د نورو کسانو د ژغورلو هڅه کوي.

اوکراین تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.