• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لوجستیکي شرکتونو خاوندان: طالبان د جمهوریت د وخت د ۱۹۹۵ تر ۱۹۹۹ کال مالیې ټولوي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۵۱ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته د لوجستیکي خصوصي شرکتونو خاوندانو ویلي، چې طالبانو د هغو شرکتونو خاوندانو ته چې د کار جواز لري خبر ورکړی، چې ۱۹۹۵ کال راهیسې تر ۱۹۹۹ کاله پورې هر هغه چا چې کار کړی حسابونه یې کتل کېږي او چې څومره پیسې د دوی حسابونو ته راغلي باید ۵،. سلنه یې دولت ته وسپاري.

د یوه لوجستیکي شرکت خاوند د نوم نه ښودلو په شرط وایي، چې طالبانو ورته د اېمیلونو او ټیلیفونونو له لارې ویلي: « دا اړینه نه ده، چې ناسو ګټه وټه کړې که تاوان مو کړې؛ خو دغه پیسې به تاسو تحویلوئ، ځکه چې دا د دوی د مشر حکم دی.»
سره له دې چې د څه باندې دوو کلونو په تېرېدو د خصوصي لوجستیکي شرکتونو پیسې نه ورکول کېږي؛ بلکې له دوی د پخوانیو هغو کلونو د مالیې په نوم نورې پیسې هم اخیستل کېږي.
دا هغه شرکتونه دي، چې د جمهوریت پرمهال یې ځینې پروژې اخیستې وې او پیسې یې په دولت کې ایسارې پاتې شوې وې؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د دغو شرکتونو خاوندانو په ځلونو له طالب چارواکو سره د خپلو ستونزو د هوراي په موخه بې پایلې ناستې لرلې.
د دغو شرکتونو د خاوندانو په وینا، سره له دې چې د دوی ستونزې په تېرو شاوخوا درې کلونو کې حل نه شوې؛ بلکې ورځ تر بلې پر دوی نوي قانونونه هم پلې کېږي.
دوی وایي:« که موږ وغواړو چې دغه پیسې ورکړو؛ نو دغه پیسې به له کومه کړو؟ زموږ پیسې خو له دولت سره بندې پاتې دي.»
د دغو شرکتونو خاوندانو زیاته کړې، چې که طالبان د ۱۹۹۵ کال د جمهوریت د وخت مالیې ټولوي؛ نو باید په هغه وخت کې چې کومې پیسې له دولت سره بندې پاتې دي، هغه هم ورکړي.
تر دې څو میاشتې وړاندې طالبانو په خپلې یوې نوې تگلارې کې له دغو شرکتونو غوښتي وو، چې د خپل فعالیت د جوازونو د تمدیدولو لپاره باید د دغې ډلې حکومت ته پنځه لکه افغانۍ ضمانت ورکړي.

ډېر لیدل شوي

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي
۱

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي

۲

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل

۳

د ازبکانو د قاشوغو نڅا؛ له نسلونو پاتې ولسي هنر

۴

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟

۵

ملګري ملتونه: د سوداګرۍ خنډونو او د تېلو لوړو بیو د افغانانو د پېرلو ځواک کمزوری کړی