پاکستان کې د رایې ور کولو بهیر پای ته رسېدو سره د رایو شمېرل پیل شول

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۹

د پاکستان په سیمه ییز وخت د مازدیګر ۵ بجې ددغه هیواد په اکثرو سیمو کې د رای ورکولو بهیر پای ته رسېدو سره رایې شمېرل پیل شول.
خو هغه کسان لا هم رایه ور کوي چې د رایې مرکزونو کې نوبت ته ولاړ وو.

د رایه ورکولو بهیر چې د سهار له اتو بجو پیل شوی و، د درغلیو او د انترنټ د بندیدو له امله د خلکو له پراخو نیوکو سره د مازدیګر تر ۵ بجو یې دوام درلود.
د دې ټاکنو د امنیت لپاره شپږ نیم لکه امنیتي ځواکونه لاس په کار شوي وو، خو بیا هم په وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې پر دوی بریدونه شوي او هم بلوچستان کې د چاودنې له امله درې کسان ټپي شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ