• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستاني دې انټرنیټ ته د لاس رسي محدودیتونه لرې کړي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۹ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا سیمه ییز دفتر، د پنجشنبې په ورځ – سلواغې ۱۹ مه - په یوې اعلامیه کې ویلی، چې د ټاکنو په ورځ د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د ځنډولو پریکړه د بیان ازادۍ او سوله ییزې غونډو پر حقونو یو ښکاره برید دی.

د بخښنې نړیوال سازمان پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې په سمدستي توګه انټرنیټ ته د لاس رسي محدودیتونه لرې کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا مرستیالې لیویا ساکاردي وايي: “معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي مخه نیول، یوه بې پروايي ده، ځکه چې خلک د ویجاړونکو بمي چاودنو پر مهال د رایې ورکولو مرکزونو ته ځي. د دغو خدمتونو د بندولو له امله پر اپوزیسیون هم سخت فشار راغلی دی.”

ښاغلي ساکار ویلي، چې د پاکستان د مخابراتو د ادارې او د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون له خوا د ډاډ ورکولو سربیره، د معلوماتو په خپرولو باندې غیر ضروري بندیزونه، په دې حساس وخت کې د خلکو د بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

د پاکستان د مخابراتو ادارې د تېرې ورځې له اعلان سره چې په دغه هیواد کې به ټیلیفوني شبکې په عادي ډول فعالیت کوي، نن سهار پنجشنه د (سلواغې ۱۹مه) اته بجې په لاهور، اسلام اباد، کراچۍ، ملتان، حیدراباد، کوئټه، پیښور او نورو لویو ښارونو کې د ګرځنده ټلیفونو شبکې بندې شوې دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د ټاکنو له پیل سره سم په ټول پاکستان کې ټیلیفوني اړیکې پرې شوې دي او خلک نه شي کولی یو له بل سره اړیکې ټينګې کړي.
پاکستاني رسنیو په تېره د دغه هیواد د مخابراتو ادارې(پي ټي اې) له قوله ويلي چې د ټاکنو په ورځ به ټیلیفوني شبکې نه بندوي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې له لارې ویلي چې ټیلیفوني شبکې یې د خلکو د خوندیتوب لپاره په موقت ډول تړلې دي.

ترویج لرونکی

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي
۱

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۲

جرمني د یوه بل داسې افغان د اېستلو تابیا کړې چې هېڅ جرمي مخینه نه‌لري

۳

جنرال سمیع‌ سادات: له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د «سیاسي» ملاتړ غوښتنه لرو

۴

طالبانو په کابل کې د ۷ غلو د وژلو ادعا کړې

۵
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې اداره: د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی