سکندر سلطان راجا د بریالیو ټاکنو د ترسره کېدو له امله د پاکستان خلکو ته مبارکي ورکړه

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۹

د پاکستان د ټاکنو د کمیسیون مشر سکندر سلطان راجا د پنجشنبې په ورځ د یوې ټلویزیوني وینا له لارې د ټاکنو د بریالي ترسره کېدو له امله د پاکستان خلکو او ټولو ادارو ته چې په ټاکنو کې ښکیې وې، مبارکي ورکړې ده.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ویاند له خوا پر اېکس خواله رسنۍ خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ښاغلي راجا په ټلویزیوني وینا کې د پاکستان خلکو ته په خطاب کې ویلي، چې د رایې اچونې بهیر پای ته رسېدلی او د رایو شمېرنه روانه ده.

هغه وايي، ټاکنې په ډاډمنه فضا کې ترسره شوي او ډېر ژر به يې پايلې اعلان شي.

راجا زیاته کړه، د رای ورکولو په بېلابېلو مرکزونو کې یو څو شکایتونه ثبت شوي چې په سمدستي توګه ورته رسیدګي شوې ده.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ