• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ای ار سي: له پاکستانه اېستل شوي کډوال د خوړو کمي او بې‌کورۍ سره مخامخ دي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۳ GMT+۰

د ژغورنې نړۍواله کمېټه (ای ار سي) وایي، په افغانستان کې لا له وړاندې د شپږ مېلیونه بې‌ځایه شویو کورنیو، څپ څپانده اقتصادي حالت او محدودو روغتیايي اسانتیاوو په لرلو له سخت حالت سره مخامخ شوی او ښايي، چې نړۍوالو هم هېر کړی وي.

دغې کمېټې د هغو افغان کډوالو یادونه هم کړې، چې امریکا ته د تګ په هیله د ځانګړو ویزو د تر لاسه کولو له پاره په باکستان او نورو هېوادونو کې په تمه دي او د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (ای ار سي) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، هغه افغانان چې د اکټوبر میاشتې راهیسې له پاکستانه افغانستان ته په زوره ستانه کړای شوي دي له لالهاندیو سره مخامخ دي.
ای ار سي په دغه راپور کې اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې د څپ څپانده اقتصادي حالت سره، سره د دغه هېواد کړکېچ د نړۍوالو له پامه لوېدلی دی.
د دغه بنسټ د راپور له مخې، افغانستان ته په دومره زیات شمېر کې د کډوالو له ورتګه وړاندې هلته لا له وړاندې شپږ مېلیونه بې‌ځایه شویو کورنیو تریخ ژوند تېراوه او د کډوالو د ستنېدا سره هم مهاله په دغه هېواد کې د روغتیا په برخه کې شته ستونزې او ننګونې لا زیاتې شوې دي.
ای ار سي پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې مرستندویه بنسټونو ته مرستې ډېرې کړي چې خلکو ته د سر پناه، خوړو او روغتیايي خدمتونه په برابرولو کې کار وکړي او د اړو افغانانو ژوند دې وژغوري.
سره له دې چې افغانستان ته له پاکستانه د کډوالو د ورستنولو لړۍ روانه ده؛ خو تېره اونۍ د پاکستان لنډ مهاله حکومت وویل، چې په دغه هېواد کې د کارت لرونکو افغانانو د اوسېدو موده یې د مارچ تر میاشتې غځولې ده.
تر دې وړاندې طالبانو ویلي و، چې په تېر یوه کال کې له یو مېلیون ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان تر څنګ د تېر کال په ترڅ کې له ایرانه هم سلګونه زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته په جبري ډول ستانه کړای شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.دغې کمېټې د هغو افغان کډوالو یادونه هم کړې، چې امریکا ته د تګ په هیله د ځانګړو ویزو د تر لاسه کولو له پاره په باکستان او نورو هېوادونو کې په تمه دي او د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (ای ار سي) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، هغه افغانان چې د اکټوبر میاشتې راهیسې له پاکستانه افغانستان ته په زوره ستانه کړای شوي دي له لالهاندیو سره مخامخ دي.
ای ار سي په دغه راپور کې اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې د څپ څپانده اقتصادي حالت سره، سره د دغه هېواد کړکېچ د نړۍوالو له پامه لوېدلی دی.
د دغه بنسټ د راپور له مخې، افغانستان ته په دومره زیات شمېر کې د کډوالو له ورتګه وړاندې هلته لا له وړاندې شپږ مېلیونه بې‌ځایه شویو کورنیو تریخ ژوند تېراوه او د کډوالو د ستنېدا سره هم مهاله په دغه هېواد کې د روغتیا په برخه کې شته ستونزې او ننګونې لا زیاتې شوې دي.
ای ار سي پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې مرستندویه بنسټونو ته مرستې ډېرې کړي چې خلکو ته د سر پناه، خوړو او روغتیايي خدمتونه په برابرولو کې کار وکړي او د اړو افغانانو ژوند دې وژغوري.
سره له دې چې افغانستان ته له پاکستانه د کډوالو د ورستنولو لړۍ روانه ده؛ خو تېره اونۍ د پاکستان لنډ مهاله حکومت وویل، چې په دغه هېواد کې د کارت لرونکو افغانانو د اوسېدو موده یې د مارچ تر میاشتې غځولې ده.
تر دې وړاندې طالبانو ویلي و، چې په تېر یوه کال کې له یو مېلیون ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان تر څنګ د تېر کال په ترڅ کې له ایرانه هم سلګونه زره افغان کډوال بیرته افغانستان ته په جبري ډول ستانه کړای شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۴

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

۵

سرې میاشتې ټولنې په کاپیسا او لوګر کې پر ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو ۸ ټنه د قربانۍ غوښه وېشلې

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پخواني لومړي وزیر په ټاکنو کې د خپلو پلویانو د بریالیتوب مبارکي ورکړې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۹ GMT+۰

سره له دې چې لا تر اوسه په پاکستان کې د شویو ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې؛ خو د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر له زندانه د خپل ګوند د پلویانو د بري اعلان کړی دی.

په هغه ویدیویي پیغام کې چې نوموړي له زندانه خپور کړی، عمران خان خپلو پلویانو ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې ټول دې په ګډه د دغه ستر بري خوشالۍ ولمانځي.
په دغه پیغام کې عمران خان ویلي:« زه تاسو ټولو ته د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي درکوم. زما پر تاسو ټولو بشپړ باور و، چې تاسې به ټول د رای ورکولو مرکزونو ته ورځئ. تاسو زما باور پر ځای کړ او ستاسو برخې اخیستنې ټول حیران کړي دي. ستاسو د رایو له امله د لندن پلان ناکام شوی دی. زما هېوادوالو تاسو تاریخ بدل کړ، تاسو زما ویاړ یاست.»
ښاغلي عمران خان ویلي، چې د دوی لاره حقه ده او د پاکستان ولس یې هم پراخ ملاتړ کوي.
تر دې وړاندې د مسلم لیګ ګوند مشر نواز شریف هم خپلو پلویانو سره غږېدلی او دغه ټاکنې یې د پاکستان د ژغورلو له پاره اړینې بللې دي.

نوموړي سره له دې چې له نورو ګوندونو غوښتي، چې په شریکه دې ورسره حکومت جوړ کړي؛ خو بیا یې هم په باکستان کې د روغتیا، تعلیم او د خلکو په اقتصادی وضیعت کې د بدلون راوستو خبرې کړې دي.

هغه ویلي، چې په پاکستان کې به د تېلو او برېښنا په لګښتونو کې کمی راولي او د خلکو ورځني ژوند او د اقتصادي وضعیت ښه کولو ته به ډېره پاملرنه کوي.
سره له دې چې د پاکستان نورو ګوندونو لا تر اوسه داسې غونډې نه دي جوړې کړې؛ خو د یو شمېر راپورونو له مخې د پاکستان د پیپلز یا د خلکو د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري دا مهال لاهور ته رسېدلی او ښايي د مسلم لیګ ګوند له مشرانو سره د جوړ جاړي پر سر خبرې وکړي.

د بښنې نړيوال سازمان: د ښځو د حقونو یوه فعاله د طالبانو له خوا د شکنجې له خطر سره مخ ده

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۲۲:۴۰ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي لا هم له کوم تور پرته د طالبانو په زندان کې ده او د شکنجې او ناوړه چلند له خطر سره مخامخ ده.

د بشري حقونو دغه سازمان پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې، یو ځل بیا د مېرمن صدیقي د سمدستي او بې شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

طالب جنګیالیو د تلې په ۱۷ مه د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي ونیوله او د لیندۍ په ۱۴ مه یې د کابل پلچرخي زندان ته انتقال کړه.

د بخښنې نړیوال سازمان د خپلو موندنو پر بنسټ ویلي، چې مېرمن صدیقي د خپل توقیف مودې پر مهال په کوم جرم نه ده تورنه شوې، خو خپلې کورنۍ سره د لیدلو او د مدافع وکیل د لرلو له حق محرومه پاتې شوې. دغه سازمان په خپل نوي پيغام کې د مېرمن صديقي د شکنجې او ناوړه چلند د خطر په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د واک ترلاسه کولو وروسته، پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي او نجونې او ښځې یې له زده کړې، کار او ټولنیزو فعالیتونو څخه بې برخې کړي دي.

د دې بندیزونو په غبرګون کې د ښځو د حقونو فعالانو په کوڅو او سړکونو لاریونونو کې د دغې ډلې پر سیاستونو اعتراض کړی.

طالبانو دغو اعتراضونو ته په فزیکی تاوتریخوالی او تهدید ځواب ورکړی او زیات شمېر لاریون کوونکې ښځې یې بندیانې کړي دي.

د پاکستان پوځ وایي په بلوچستان کې د وروستیو مرګونو چاودنو طراح وژل شوی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر اعلان وکړ، چې په بلوچستان ایالت کې د وروستیو دوو خونړیو چاودنو طراح وژل شوی دی. د دغه دفتر د خبرپاڼې له مخې، ابو حمزه خراساني د داعش ډلې غړی و او د پاکستاني پوځیانو په عملیاتو کې ووژل شو.

د تېرې چهارشنبې په ورځ " کلای سیف الله" او "پشین" سیمو کې د ټاکنیزو نوماندانو دفترونو ته څېرمه چاودنو لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل.

د پاکستان د وسله والو ځواکونو د عامه اړیکو دفتر د معلوماتو له مخې، د داعش دغه غړی د امنیتي ځواکونو له خوا تر تعقیب لاندې و او غوښتل یې، چې په بلوچستان ایالت کې نور بریدونه هم ترسره کړي.

د یاد دفتر خبرپاڼه زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو او اطلاعاتي ارګانونو د پر وخت او چټکو اقداماتو له امله، دغه کس په کلای سیف الله کې پیدا او وروسته بیا د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ووژل شو.

د چهارشنبې ورځ خونړۍ چاودنې د پاکستان له سرتاسري ټاکنو یوه ورځ مخکې وشوې. دغو چاودنو په پاکستان کې د ټاکنو د امنیت په اړه پراخې اندېښنې راوپارولې.

د پاکستان حکومت د ټاکنو په ورځ دغه هېواد کې د مخابراتي شبکو او انټرنیټ بندولو او همدارنګه له افغانستان او ایران سره د ګډو پولو د تړلو په ګډون، پراخ او بې ساري امنیتي تدابیر هم نیولي وو.

سیمه ییزې سرچينې وايي، طالبانو په ميدان وردګو کې د دايکنډي دوه پخواني پوليس نيولي دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۵۹ GMT+۰

سيمه ييزو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، طالبانو د دايکنډي ولایت دوه پخواني پوليس په میدان وردګو کې نيولي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د جمهوریت تر نسکورید وړاندې رضا مجاهدزاده د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ امنيه قوماندان او رضا حکمتيار د همدې ولایت د شهرستان ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان و.

د سرچينو په وینا، طالبانو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ١٩مه) رضا مجاهدزاده د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې له موټره ښکته کړی و. د دې ډلې وسله والو رضا حکيميار دوه ورځې مخکې د ميدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ بازار ته څېرمه نیولی و.

سرچینې وايي، وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، رضا مجاهدزاده د سیمه ییزو طالبانو په غوښتنه د دایکنډي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې له طالبانو سره همکارۍ ته دوام ورکړ او څه مودې وروسته له دندې ګوښه شو. دغو سرچینو ویلي، چې ښاغلي مجاهدزاده له طالبانو سره له دندې له ختمیدو وروسته د دایکنډي ولایت او کابل ترمنځ موټر چلاوه.

د سيمه ييزو سرچينو د معلوماتو له مخې، رضا حکمتيار د یوې مودې لپاره د دايکنډي ولسوالۍ امنيه قوماندان و او د تېر حکومت تر نسکورېدو وړاندې يې په دې ولسوالۍ کې د جنايي مدير په توګه دنده ترسره کوله. هغه د طالبانو له واکمنۍ وروسته شخصي کاروبار کاوه.

رضا مجاهدزاده او رضا حکمتيار د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

طالب چارواکو د دغو دوو پخوانيو پوليسو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

سره له دې چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې وه، خو په تېرو دوو کلونو کې د پخواني حکومت سلګونه سرتېري او کارکوونکي نيول شوي او د راپورونو له مخې په ځينو مواردو کې شکنجه شوي او یا وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو په وار وار د طالبانو له خوا د پخوانیو پوځیانو پر وژلو نیوکه کړې ده.

د بریتانیا پولیس وایي، په لندن کې د کیمیاوي برید شکمن کس ښايي مړ شوی وي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۲ GMT+۰

د بریتانیا پولیس وايي، په دې باور دي، چې په لندن کې پر یوې مېرمنې او د هغې پر دوو لوڼو شکمن بریدګر عبدالشکور ایزدي ښايي د تیمز سیند ته له کښته کیدو وروسته په اوبو کې مړ شوی وي.

د پولیسو په اعلامیه کې راغلي:‌ "د شپې ناوخته او د کال په دې وخت کې، هغه د پول له منځ څخه ځان اوبو ته اچولی، حالاتو ته په کتو داسې ښکاري چې د ایزدي د ژوندي پاتې کیدو چانس خورا کم دی."

له دغه برید وروسته، ۶۶ کلنه مور چې د کیمیاوي برید موخه وه، له خپلو لوڼو سره روغتون ته وړل شوې وه.

د هغه لوڼې له روغتون څخه رخصت شوې، خو هغه لا هم په روغتون کې ده او دا احتمال شته چې خپله یوه سترګه له لاسه ورکړي.

پولیس باور لري چې عبدالشکور یزدي له دې ښځې سره اړیکې درلودې، خو وروسته جلا شوي وو. ویل کیږي چې یزدي له برید مخکې د هغې د لیدلو هڅه کوله.

له دغه برید وروسته په ټوله بریتانیا کې د دغه افغان کډوال د لټون عملیات پیل شوي و.

تر دې مخکې د پولیسو له لوري ویل شوي وو چې ښايي ځینې کسان وي چې د دغه شکمن په پټولو کې مرسته کوي، خو اوس پولیسو اعلان کړی چې له ایزدي سره چا اړیکه نه ده نیولې.

پوليس وايي،‌ د امنیتي کمرو د سلګونو ویډيوګانو تر کتلو وروسته دې نتيجې ته رسيدلي چي عبدالشکور ايزدي له بل چا سره اړیکه نه لري.

د امنیتي کمرو د ویډیګانو له مخې ، نوموړی په وروستي ځل د چهارشنبې په ورځ، د جنوري ۳۱مه د شپې ۱۱:۳۰ دقیقې د چیلسي له پله څخه تېر شوی دی.