د ایران د مذهبي مشر سلاکار: امریکا پر افغانستان او عراق یرغل سره زموږ دوه دوښمنان وپرځول

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۲

د ایران د مذهبي مشر پوځي سلاکار وايي، امریکا پر افغانستان او عراق یرغل سره د ایران په لوېدیځ او ختیځ کې د دغه هېواد دوه دوښمنان له منځه یووړل.

تورن جنرال سید یحیا رحیم صفوي وایي، د امریکا دا دوه یرغلونه د ایران په ګټه شول، خو امریکا په دواړو هېوادونو کې ډېر ظلم او زیاتی هم وکړ.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي نن د ایران د اسلامي انقلاب د بري ۴۵ کلیزه کې دا خبرې وکړې.

امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ له پېښو وروسته د القاعده د ځپلو په نوم پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو حکومت یې وپرځاوه چې له ایران سره ترینګلي اړیکي درلودل.

واشنګټن د ۲۰۰۳ کال په مارچ کې د کیمیايي وسلو په پلمه پر عراق یرغل وکړ او د صدام حسین حکومت یې نسکور کړ چې له ایران سره یې اته کاله جګړه کړې وه.

د صدام حسین له نسکورېدو وروسته په عراق کې نږدې څلور سوه کاله وروسته اول ځل شیعه یان واکمن شول، چې له ایران سره نږدې اړیکي لري.

په افغانستان کې هم د جمهوریت راتلو سره شیعه یانو ته واک کې ډېره برخه برابره شوه او هم د کابل حکومت له ایران سره نږدې اړیکي درلودل.

خو ایران د امریکا مقابل کې د طالبانو ملاتړ وکړ او افغان چارواکو بیا بیا ویل، چې له طالب وسلوالو سره یې ایران جوړ وسلې نیولې دي.

د افغان جمهوریت تر پرځېدو وروسته طالبان او ایران نږدې اړیکي لري او د سوداګرۍ په مختلفو برخو کې یې تړونونه لاسلیک کړي دي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي هم نن کابل کې د انقلاب د ۴۵ کلیزې غونډه کې ویلي چې «ایران او افغانستان د سیمې او نړۍ د مسلو په هکله پر یوه لار روان دي.»

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ