د افغانستان کرېکټ بورډ د سريلانکا سره د شل اورېزو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۳

د افغانستان کرېکټ بورډ د سريلانکا سره د درېو نړۍوالو شل اورېزو لوبو لپاره ۱۶ کسيزه لوبډله اعلان کړه.

د افغان لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشدخان، مجيب الرحمن او سليم ساپی په دې لوبو کې نشته او دا لوبې به د براهيم ځدران په لوبډلمشرۍ تر سره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د هغو ۱۶ افغان لوبغاړو نومونه اعلان کړه، چې په درېيو شل اورېزو لوبو کې به د سريلانکاف خلاف ولوبيږي.

کرېکټ بورډ وايي په دې لوبډله کې: « ابراهيم ځدران، لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، ويکټ ساتونکی، اسحاق رحيمي، حضرت الله ځاځی، ګلبدين نايب، محمدنبي، نجيب الله ځدران، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فض الحق فاروقي، فريد احمد ملک، نوين الحق، نوراحمد، وفادار مومند او قيس احمد.» شامل دي.

دغه لوبې به د سريلانکا په کوربه‌توب د روانې فيبوري مياشتي په ۱۷ نېټه پيل شي.

دوهمه لوبه به د فيبوري په ۱۹ او درېیمه به په ۲۱ نټېه تر سره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان لا هم د ملا د عملیاتو له امله تر درملنې لاندې دی او دغه راز د مجیب الرحمن د لاس د اوښتو او د سلیم ساپی د ورانه د شاتنۍ برخې د عضلې د شلېدو درملنه هم روانه ده.

تر دې وړاندې افغانستان پر سريلانکا ټيسټ لوبه او د درېيو ۵۰ اوريزو سياليو لوبلړۍ هم بايللې وه.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ