بایډن د ناټو په اړه د ټرمپ څرګندونې 'شرمونکې' او 'نا دوده' وبللې

جوبایډن د ناټو په اړه د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د هغه د احتمالي سیال ډونالډ ټرمپ پر څرګندونو نیوکه وکړه او هغه یې «ګواښونکې» او «نا دوده» وبللې. د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي چې دا څرګندونې به د کانګرس پر هغې پرېکړې اغېز وکړي چې له اوکراینه د ملاتړ لپاره نوې بودجه تصویب کړي.