• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېتانیا: د اسراییل او حماس د اوربند د رامنځته کولو لپاره باید د حماس مشران له غزې ووځي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون اعلان وکړ، چې د حماس مشران باید له غزې تړانګې څخه ووځي او په سیمه کې باید له فلسطیني ادارې سره تړلی نوی حکومت جوړ شي.

هغه په ​​سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو او د اسرايیلي یرغمل شویو بندیانو پر خوشې کولو ټینګار وکړ او ویې ویل؛ که د حماس مشران په غزه کې پاتې شي، د اوربند ټینګېدل به ناشونې وي.

کامرون زیاته کړه، چې برېټانیا د فلسطین او اسراییل د شخړې د حل لپاره د "دوو دولتونو، دوو ملتونو" د پلان ملاتړ کوي.

د تېرې شنبې په ورځ سهار وختي په رفح ښار کې د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۱ فلسطینیان وژل شوي دي.

دا برید څو ساعته وروسته له هغه وشو، چې د اسراییل لومړي وزیر له پوځ څخه وغوښتل چې د ځمکني برید تر پیل مخکې دې د غزې په سویلي ښار کې د سلګونو زرو فلسطینیانو د اېستلو لپاره پلان چمتو کړي.

بنیامین نتنیاهو د رفح ښار په ګڼ مېشته سیمه کې د پوځ د ځمکني برید جزییات او مهالوېش اعلان نه کړ؛ خو راپورونه ښيي، چې د هغه څرګندونو د ښار په اوسېدونکو کې وېره خپره کړې ده.

د غزې تړانګې په ۲.۳ میلیونه وګړو کې له نیمایي زیات یې له مصر سره په پوله د غزې په سویلي برخه رفح ښار ته له نورو سیمو څخه پناه وړې ده.

دا څرګنده نه ده، چې که د اسراییل ځمکني بریدونه پیل شي د دې سیمې سلګونه زره اوسېدونکي به چېرته ځي.

په دې وروستیو اونیو کې مصر له رفح ښار سره خپله پوله د اغزن تار په اېستلو او د لسګونو ټانکونو ځای پرځای کولو سره تړلې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

حسن نصرالله: تر هغې چې د غزې جګړه ونه دریږي پر اسراییل بریدونه نه دروو

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۸ GMT+۰

د لبنان د حزب الله وسلوالې ډلې رهبر حسن نصرالله ویلي، که د غزې پر تړانګه د اسراییل «تېری» پای ته ورسیږي، د لبنان او اسراییل پر پوله به دښمني هم ودریږي.

هغه ټینګار وکړ: "موږ ژمن یو چې له اسراییل سره تر هغه وخته جګړه وکړو؛ تر څو د نړۍ له نقشې څخه ورک شي."

نصرالله زیاته کړه، چې حزب الله د اسراییل پر وړاندې د مقاومت توان تر لاسه کړی دی.

نوموړي همدا راز د اسراييلي چارواکو له خوا د پراخې جګړې ګواښونه رد کړل، چې که ګواکې حزب الله د خپلو بريدونو له بندولو ډډه ونه کړي جګړه به لا پراخه شي.

هغه زیاته کړه: "که اسراييل دا ډول جګړه کولی شوی؛ نو په دويمه يا درېيمه ورځ به يې کړی وى."

د طالبانو ویاند: داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د جلب او جذب توان نه لري

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۰

په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراخېدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اعلامیې په غبرګون کې د طالبانو ویاند ویلي، چې دغه ډله په بشپړه توګه ځپل شوې او د جلب او حذب توان نه لري. ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د امنیت شورا دغه ادعا د «ناوړه ګټنې» پر بنسټ شوې او حقیقت نه لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو د سې شنبې په ورځ (د سلواغۍ ۲۴ مه) د ذبیح الله مجاهد یو غږیز پیغام خپور کړی، چې په کې یې ویلي دي: "د نړۍوالې ټولنې ځینې بنسټونه داعش ته وده ورکوي او د داعش په ملاتړ او د دغې ډلې د پراخولو په کمپاین بوخت دي."

هغه په ​​ډاګه کړه، چې نړۍواله ټولنه هڅه کوي داعش د "لوی خطر" په توګه تعریف کړي او له منفي تبلیغاتو څخه ناوړه ګټه اخلي، په داسې حال کې چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د جلب او حذب په حال کې نه دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراخېدو او وسلو او مهماتو ته د دغې ډلې د لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د دغې ډلې عملیاتي ظرفیت په پراخېدو دی.

د امریکا مشرانو جرګې اسراییل، اوکراین او تایوان ته ۹۵ میلیارده ډالر مرسته تصویب کړه

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۰

وروسته له څه مودې کشمکشونو د امریکا مشرانو جرګې له اسراییل، اوکراین او تایوان سره د ۹۵.۳ میلیارده ډالرو تازه مرستې بسته تصویب کړه.

اسوشیټیډ پریس خبری اژانس لیکی، چې دغه بسته په ۷۰ موافقو او ۲۹ مخالفو رایو سره تصویب شوه.

د دغه راپور له مخې؛ کابو ټولو ډېموکراتو سناتورانو او د جمهوري غوښتونکو یوې ډلې د دغه پلان په حق کې رایې ورکړې دي.

د جمهوري غوښتونکو یوې ډلې په داسې حال کې له اوکراین سره د ۶۰ ملیارده ډالرو مرستې له تخصیص سره مخالفت ښودلی، چې د امریکا حکومت باید لومړی د کورنیو ستونزو په حلولو تمرکز وکړي.

په ځواب کې له اوکراین سره د پوځي مرستو ملاتړو ټینګار وکړ، چې په دې وخت کې د کییف یوازې پرېښودل د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د زړورتیا لامل کېدی شي او دا کار به د امریکا ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړي.

همدا راز د مرستو په دې بسته کې به ۱۴ میلیارده ډالر نظامي مرسته له اسراییل سره کیږي، غزې او نورو ځایونو ته ۹ ملیارد ډالر بشري مرستې او د تایوان دفاع لپاره نږدې ۵ ملیارد ډالر ځانګړي شوي دي.

سرچینې: د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ښار د لاریونوالو له لوري په بشپړ ډول وتړل شو

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۰۴ GMT+۰

ځايي سرچینې وايي د شمالي وزیریستان مرکز میرانشاه ښار په بشپړ دول د لاریون والو له لوري وتړل شو او د پوځي چاوڼیو مخې ته یې پرلت وهلی. دغه لاریون په میرانشاه کې د ملي جمهوري ګوند پر مشر محسن داوړ د درې ورځې مخکې برید په غبرګون کې شوی چې خپله داوړ پکې ټپي او درې ملګري یې ووژل شول.

محسن داوړ چې له شمالي وزیرستانه پارلمان ته نوماند دی، په ټاکنو کې یې د درغلیو ادعا کوله او درې ورځې وړاندې یې د ټاکنو پایلو د ځنډېدو په غبرګون کې لاریون کړی و.

نن د سې شنبې ورځ د (سلواغې ۲۴مه) په میرانشاه کې د لاریون یو سمبالوونکي حمزه داوړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې دوی به تر هغه لاریون او پرلت روان ساتي چې پر محسن داوړ او پلویانو یې د برید پلټنه نه وي شوې: «تر هغه به احتجاج او پرلت روان وي چې پر محسن داوړ او ملګرو د برید او ډزو قاتلان نه وي نیول شوي او د دې لاریون هدف همدا دی چې د دغه برید پوره تحقیق وشي او معلومه شي چې ولې او چا پرې ډزې کړې.»

له شمالي وزیرستانه قومي اسمبلۍ ته نوماند محسن داوړ درې ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې د پوځي مرکز مخې ته د احتجاج پر مهال له پنځلسو ملګرو سره ټپي شو چې درې ملګري یې وژل شوي هم دي.

محسن داوړ د درملنې لپاره پېښور ته وړل شوی او ځینې ملګري یې پر شمالي وزیرستان سربېره بنو روغتون ته لېږدول شوي دي.

لا هم ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو راپورونه وايي، کله چې محسن داوړ او ځینې نورو سیاستوالو د ټاکنو د پایلو د ځنډېدو له امله د رایې شمېرنې مرکز مخې ته لاریون کاوه، د مرکز ساتونکو دروازې وتړلې او ډزې وشوې.

محسن داوړ د پاکستان په تېر پارلمان کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر و.

فرانسې د لبنان حزب الله ته وړاندیز وکړ، چې د اسراییل له پولو دې لس کیلو مټره شا ته شي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۵۳ GMT+۰

د رویټرز د خبر له مخې هغه اوربند چې د فرانسې له‌خوا یې لبنان ته وړاندیز شوی، له وسله‌والو ملیشو په تېره بیا د حزب الله له ځواکونو غوښتل شوي چې د اسراییل له پولې دې ۱۰ کیلو مټره شا ته شي.

د حزب الله یوه چارواکي د دغې تګلارې په غبرګون کې ویلي، چې اسراییل په داسې دریځ کې نه دی چې شرط کېږدي.

ویل کېږي، چې د دغې درې پړاویزې وړاندیز شوې طرحې موخه چې رویټرز یې یوه کاپي لیدلې په کې راغلي چې اوربند هغه مهال پلې کېدای شي، چې شرایط ورته برابر وي.

دا رنګه د لبنان له دولته غوښتل شوي، چې د پوځ ۱۵ زره کسیز ځواکونه دې د هېواد سویل ته ولېږدوي.
د لبنان د حزب الله یوه چارواکي د دغې طرحې په غبرګون کې ویلي، اسراییل په داسې دریځ کې نه دي چې شرط وټاکي او تر هغې چې په غزه کې جګړه پای ته نه وي رسېدلې د دغې ډلې غړي به د لبنان د سویل په اړه خبرې و نه کړي.
دغه سند د لویدیځ له‌خوا بیروت ته د لومړنۍ طرحې مکتوب بلل کېږي، چې له څو اونیو وروسته د جګړو د کمښت په اړه یې منځګړیتوب پیل کړی دی.
د دغې طرحې یوه بله موخه د سختو جکړو مخنیوی ښودل شوی، چې له کنټروله یې د وتلو خطر ترسترګو کېږي.
د فرانسې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې رویټرز ته وویل، چې دغه وړاندیز اسراییل د لبنان حکومت او حزب الله ډلې ته شوی دی.
پر اسراییل د حماس له بریده وروسته، د دغه هېواد او لبنان تر منځ هم تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په داسې حال کې چې د پولې دواړو خواوو ته لسګونه زره خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې تر دې مهاله ۲۰۰ کسه وژل شوي، چې ۱۷۰ تنه یې د حزب الله د ډلې ملیشې وې، د لبنان له‌خوا په شویو بریدونو کې هم پنځه تنه ملکیان او پنخه تنه اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.