د امریکا مشرانو جرګې اسراییل، اوکراین او تایوان ته ۹۵ میلیارده ډالر مرسته تصویب کړه

وروسته له څه مودې کشمکشونو د امریکا مشرانو جرګې له اسراییل، اوکراین او تایوان سره د ۹۵.۳ میلیارده ډالرو تازه مرستې بسته تصویب کړه.

وروسته له څه مودې کشمکشونو د امریکا مشرانو جرګې له اسراییل، اوکراین او تایوان سره د ۹۵.۳ میلیارده ډالرو تازه مرستې بسته تصویب کړه.
اسوشیټیډ پریس خبری اژانس لیکی، چې دغه بسته په ۷۰ موافقو او ۲۹ مخالفو رایو سره تصویب شوه.
د دغه راپور له مخې؛ کابو ټولو ډېموکراتو سناتورانو او د جمهوري غوښتونکو یوې ډلې د دغه پلان په حق کې رایې ورکړې دي.
د جمهوري غوښتونکو یوې ډلې په داسې حال کې له اوکراین سره د ۶۰ ملیارده ډالرو مرستې له تخصیص سره مخالفت ښودلی، چې د امریکا حکومت باید لومړی د کورنیو ستونزو په حلولو تمرکز وکړي.
په ځواب کې له اوکراین سره د پوځي مرستو ملاتړو ټینګار وکړ، چې په دې وخت کې د کییف یوازې پرېښودل د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د زړورتیا لامل کېدی شي او دا کار به د امریکا ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړي.
همدا راز د مرستو په دې بسته کې به ۱۴ میلیارده ډالر نظامي مرسته له اسراییل سره کیږي، غزې او نورو ځایونو ته ۹ ملیارد ډالر بشري مرستې او د تایوان دفاع لپاره نږدې ۵ ملیارد ډالر ځانګړي شوي دي.


ځايي سرچینې وايي د شمالي وزیریستان مرکز میرانشاه ښار په بشپړ دول د لاریون والو له لوري وتړل شو او د پوځي چاوڼیو مخې ته یې پرلت وهلی. دغه لاریون په میرانشاه کې د ملي جمهوري ګوند پر مشر محسن داوړ د درې ورځې مخکې برید په غبرګون کې شوی چې خپله داوړ پکې ټپي او درې ملګري یې ووژل شول.
محسن داوړ چې له شمالي وزیرستانه پارلمان ته نوماند دی، په ټاکنو کې یې د درغلیو ادعا کوله او درې ورځې وړاندې یې د ټاکنو پایلو د ځنډېدو په غبرګون کې لاریون کړی و.
نن د سې شنبې ورځ د (سلواغې ۲۴مه) په میرانشاه کې د لاریون یو سمبالوونکي حمزه داوړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې دوی به تر هغه لاریون او پرلت روان ساتي چې پر محسن داوړ او پلویانو یې د برید پلټنه نه وي شوې: «تر هغه به احتجاج او پرلت روان وي چې پر محسن داوړ او ملګرو د برید او ډزو قاتلان نه وي نیول شوي او د دې لاریون هدف همدا دی چې د دغه برید پوره تحقیق وشي او معلومه شي چې ولې او چا پرې ډزې کړې.»
له شمالي وزیرستانه قومي اسمبلۍ ته نوماند محسن داوړ درې ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې د پوځي مرکز مخې ته د احتجاج پر مهال له پنځلسو ملګرو سره ټپي شو چې درې ملګري یې وژل شوي هم دي.
محسن داوړ د درملنې لپاره پېښور ته وړل شوی او ځینې ملګري یې پر شمالي وزیرستان سربېره بنو روغتون ته لېږدول شوي دي.
لا هم ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو راپورونه وايي، کله چې محسن داوړ او ځینې نورو سیاستوالو د ټاکنو د پایلو د ځنډېدو له امله د رایې شمېرنې مرکز مخې ته لاریون کاوه، د مرکز ساتونکو دروازې وتړلې او ډزې وشوې.
محسن داوړ د پاکستان په تېر پارلمان کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر و.

د رویټرز د خبر له مخې هغه اوربند چې د فرانسې لهخوا یې لبنان ته وړاندیز شوی، له وسلهوالو ملیشو په تېره بیا د حزب الله له ځواکونو غوښتل شوي چې د اسراییل له پولې دې ۱۰ کیلو مټره شا ته شي.
د حزب الله یوه چارواکي د دغې تګلارې په غبرګون کې ویلي، چې اسراییل په داسې دریځ کې نه دی چې شرط کېږدي.
ویل کېږي، چې د دغې درې پړاویزې وړاندیز شوې طرحې موخه چې رویټرز یې یوه کاپي لیدلې په کې راغلي چې اوربند هغه مهال پلې کېدای شي، چې شرایط ورته برابر وي.
دا رنګه د لبنان له دولته غوښتل شوي، چې د پوځ ۱۵ زره کسیز ځواکونه دې د هېواد سویل ته ولېږدوي.
د لبنان د حزب الله یوه چارواکي د دغې طرحې په غبرګون کې ویلي، اسراییل په داسې دریځ کې نه دي چې شرط وټاکي او تر هغې چې په غزه کې جګړه پای ته نه وي رسېدلې د دغې ډلې غړي به د لبنان د سویل په اړه خبرې و نه کړي.
دغه سند د لویدیځ لهخوا بیروت ته د لومړنۍ طرحې مکتوب بلل کېږي، چې له څو اونیو وروسته د جګړو د کمښت په اړه یې منځګړیتوب پیل کړی دی.
د دغې طرحې یوه بله موخه د سختو جکړو مخنیوی ښودل شوی، چې له کنټروله یې د وتلو خطر ترسترګو کېږي.
د فرانسې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې رویټرز ته وویل، چې دغه وړاندیز اسراییل د لبنان حکومت او حزب الله ډلې ته شوی دی.
پر اسراییل د حماس له بریده وروسته، د دغه هېواد او لبنان تر منځ هم تاوتریخوالی زیات شوی دی.
په داسې حال کې چې د پولې دواړو خواوو ته لسګونه زره خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې تر دې مهاله ۲۰۰ کسه وژل شوي، چې ۱۷۰ تنه یې د حزب الله د ډلې ملیشې وې، د لبنان لهخوا په شویو بریدونو کې هم پنځه تنه ملکیان او پنخه تنه اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون وویل، اسراییل باید په رفح کې د هر ډول عملیاتو د ترسره کولو مخکې د پایلو په اړه جدي فکر وکړي. نوموړي په دغه ښار کې د روان وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او اوربند ته د رسېدو لپاره یې د جګړو د بندېدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي کامرون په رفح کې د پوځي عملیاتو ترسره کول په دې سیمه کې د زیات شمېر فلسطینیانو د شتون له امله ناشوني وګڼل او زیاته یې کړه چې د رفح اوسېدونکي د تګ لپاره هېڅ ځای نه لري.
سره له دې چې د نړۍوالې ټولنې له خوا له اسراییل څخه د غزې د تړانګې په جنوبي ښار رفح کې چې ولسي خلک په کې راټول شوي دي، د بريد د درولو غوښتنه کوي، دغه هېواد د حماس د له منځه وړلو لپاره پر سيمه د پوځي بريد ټينګار کوي.
د اسراییل د حکومت ویاند ایلون لوی په رفح باندې د دغه هېواد احتمالي حملې ته په اشارې سره د ملګرو ملتونو له مرستندویه موسسو وغوښتل چې د غزې له جنګي سیمو څخه د ملکي خلکو په اېستلو کې همکاري وکړي.
هغه وویل: "داسې مه وایئ چې دا نه شي ترسره کېدی، زموږ سره د یوې لارې موندلو لپاره کار وکړئ."
په ورته وخت کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د غزې د تړانګې په جنوب کې د رفح پر ښار د اسراییل د بریدونو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.
انقرې له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د اسراییل د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.
په دغه بیانیه کې ترکیه په رفح کې د اسراییل پوځي عملیات «د غزې د خلکو د شړلو د پلان یوه برخه» ګڼي.

اسراییلو د دوشنبې په ورځ په رفح ښار کې د حماس لخوا نیول شوي دوه اسراییلي - ارجنټایني یرغمل خوشې کړي خو په دغو عملیاتو کې د غزې په سویلي ښار کې ۶۷ فلسطینیان ووژل، چیرې چې شاوخوا یو میلیون ملکي وګړي د میاشتو بمباریو څخه پناه اخیستې ده.
د اسراییلو پوځ وايي، چې دغه عملیات د پوځ، د شین بیټ امنیتي خدماتو او د پولیسو ځانګړې قطعې له خوا ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۶۰ کلن فرناندو سیمون مارمن او ۷۰ کلن لوئس هیر خوشې کړل شوي دي. دوی د هغو ۲۵۰ کسانو په ډله کې وو چې د اکټوبر په اوومه د حماس وسله والو له خوا پر اسراییل د برید په پایله کې نیول شوي وو. د دغه برید وروسته اسراییل پر غزې پراخ هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل.
د څه باندې څلورو میاشتو راهیسې د اسراییلو د دغو بمباریو او ځمکنیو عملیاتو په پایله کې د غزې تړانګې ډیری برخه ویجاړه شوې. د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، تر اوسه ۲۸ زره ۳۴۰ فلسطینیان وژل شوي، ۶۷ زره ۹۸۴ نور ټپیان شوي او ګڼ نور د نړیدلو ودانیو لاندې ښخ شوي دي.
د اسرایلو پوځ وايي، چې په دې موده کې ۳۱یرغمل شوي کسان وژل شوي دي، خو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د دوو یرغملو شوو کسانو د ژغورنې عملیاتو دا وښودله چې پوځي فشار باید دوام ومومي. نوموړي په رفح کې د ځمکني برید د پلان په اړه نړیوالو ګواښونو ته پام نه دی کړی.

هغه ویلي: "فرناندو او لوئس، خپل کور ته ښه راغلاست." او د اسراییلي ځواکونو د ژغورنې عملیاتو هرکلی یې کړی. نوموړي زیاته کړې: " تر بشپړې بریا پورې، یوازې دوامدار پوځي فشار به زموږ د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کیدو لامل شي."

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د شپې په اوږدو کې د ژغورنې د عملیاتو پر مهال ۶۷ فلسطینیان وژل شوي او ښايي دا شمېره نوره لوړه شي. د رویټرز خبریال د عملیاتو په ځای کې یوه پراخه سیمه لیدلې چې د جومات په ګډون پکې ټولې ودانۍ ویجاړې شوې دي. اسراييل وايي، چې په وژل شويو کې ډېری يې وسله وال دي خو د غزې روغتیا وزارت بیا ویلي، چې ۷۰ سلنه وژل شوي ولسي وګړي دي.

د ژغورنې عملیاتو د سیمې یو اوسیدونکي براهیم حسونا وايي: "زه د سهار راهیسې د خپلې کورنۍ د بدن غړي راټولوم، زه یوازې د دوی ګوټې او د پښو څوکې پیژندۍ شم، نوره څیره یې د پیژندلو وړ نه ده."
د اسراییل د پوځ ډګرمن ریچارډ هیچټ وايي: "موږ په دې عملیاتو له ډیر وخت راهیسې کار کاوه." "موږ سمو شرایطو ته په تمه وو."
د ارجنټاین حکومت له اسراییلو څخه د دغو دوو کسانو د ژغورلو له امله مننه کړې، چې ویل کېږي دوه ګوني تابعیت لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي، چې قطر د هند د سمندري ځواکونو اته پخواني افسران د اعدام د سزا له لغوه کولو وروسته خوشې کړي دي. د اعدام د سزا د لغوه کیدو پریکړه د قطر امیر له خوا د دغو کسانو له نیولو ۱۸ میاشتې وروسته شوې.
د رویټرز خبري اژانس د سرچینو په وینا، دغه کسان اسراییل ته په جاسوسۍ تورن و، که څه هم هند او قطر د دوی په وړاندې دغه تور نه دي تایید کړي. دغه اته هندي وګړي د اکتوبر په میاشت کې په اعدام محکوم شوي وو او په ډسمبر میاشت کې دغه سزا لغوه شوې وه.
د هند د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي خبریالانو ته ویلي، چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، چې "په خپله یې د دغې قضیې ټول پرمختګونه څارل"، به د فبرورۍ په ۱۴ مه نیټه قطر ته سفر وکړي او د دې هیواد له واکمن شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره به وګوري.
هندي چارواکې ویلي، چې د دغو کسانو له ډلې اوه تنه یې هیواد ته راستانه شوي او چارواکي هڅه کوي چې اتم کس هم بیرته هیواد ته راستون کړي. د دغو کسانو له ډلې ځینو یې نوي ډیلي ته په رسیدو سره سیمه ایزو رسنیو ته ویلي، چې د مودي د مستقیمي مداخلې په پایله کې خوشې شوي دي.
نوي ډیلي، د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د دغو کسانو له نیول کیدو وروسته له قطر سره د څو میاشتو لپاره په خبرو اترو بوخت و او دې قضیې د دوحې سره اړیکې ننګولې. قطر، هند ته د طبیعي ګاز یو مهم پلرونکی دی.
دغه کسان چې د یوې خصوصي کمپنۍ له خوا ګمارل شوي وو، د قطر د سمندري ځواکونو لپاره یې د یو شمیر پروګرامونو او فعالیتونو د ملاتړ لپاره کار کاوه.
په قطر کې له اته لکو څخه ډیر هندي وګري ژوند او کار کوي.