د میینانو ورځ؛ په کابل کې د تېرو کلونو پرتله دغه ورځ ځینو پټ په پټه ولمانځله

د فبرورۍ ۱۴مه چې د میینانو په ورځ نومول شوې، د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې یې خلک لمانځي. کابل هم د نړۍ یو له هغو پلازمېنو و، چې یو شمېر اوسېدونکو یې دغه ورځ لمانځله؛ خو له تېرو دوو کلونو راهیسې د دغه ورځ لمانځل ورځ تر بلې په چورلټ ډول بند شوي.