• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران او افغانستان پولې ته څېرمه یوې سلفي ډلې په ایران کې د ګازو پر لیکو برید کړی دی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۲۲:۲۷ GMT+۰

ایران انټرنشنل په یوه ځانګړي راپور کې ویلي، چې د ایران او افغانستان پوله کې میشتې سلفي ډلې د ایران په څو برخو کې د ګازو پر نلونو د بریدونو مسوولیت په غاړه درلود. د چهارشنبې ورځې په سهار شاوخوا یوه نیمه بجه د فارس، چهار محال او بختیاري ولایتونو کې دوه درنې چاودنې وشوې.

دا دوه خونړۍ چاودنې د سلواغې په ۲۵مه، د چهارمحل ولایت د حلوایي بورجن په لاره او د فارس ولایت د صفا شهر په حرم بید کې د بختیاری او قادر اباد په دره کې شوي دي.

د ایران انټرنشنل د دغې سلفي ډلې د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

په ایراني رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو او د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په لسګونو کلیو کې ګاز پرې شوی او په دوو ولایتونو کې د ګازو عرضه دولتي دفترونو او صنایعو پورې محدوده شوې ده.

د ایران انټرنشنل له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ د ایران د ګازو د لیږد نل کې چاودنې د ګازو د پایپ لاینونو د مستقیم تخریب له امله رامنځته شوى.

له چاودنې څو ساعته وروسته د اصفهان د ګازو شرکت ته منسوب یو پیغام د اصفهان ښاریانو ته د "ګازو د قطع کولو خبرتیا" تر سرلیک لاندې واستول شو، چې پکې ویل شوي "په راتلونکو څو ساعتونو کې به په ټول هېواد کې د ګاز جریان قطع شي. د جریان د بیرته راستنیدو دقیق وخت نه دی معلوم."

په دې پیغام کې دا سپارښتنه هم شوې چې خلک دې په "خوراکي، اوبو او د تودولو وسایلو" سمبال شي.

څو شېبې وروسته له همدې شمېره یو بل پیغام هم هېوادوالو ته واستول شو، چې پخوانی پیغام یې رد کړ او ویې ویل، چې «د ګازو او ګازو د عرضې په برخه کې کومه ځانګړې ستونزه نشته.»

د اصفهان د ګازو د شرکت اجراییه رییس هم په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې د اصفهان ښاریانو ته د ګازو د جریان د بندیدو په هکله استول شوی پیغام جعلی دی.

تر دې مخکې د ایران د ګازو د شبکې د رهبرۍ د مرکز مشر سعید عقلي دغه چاودنې «ورانکاره ترهګریز عمل» وباله.

فارس خبری اژانس د چارشنبې په سهار خبر ورکړ چې د ګازو د چاودیدونکو موادو د لیږد اصلي لین د فارس خلیج د تصفیې له فابریکو څخه د تهران، اصفهان او مشهد په شمول لویو ښارونو ته د طبیعي ګاز د لیږد اصلي شریان دی.

دغو چاودنو د پېښې ځای ته څېرمه لارې د څو ساعتونو لپاره تړلې وې او د شاوخوا کلیو اوسېدونکو د وېرې له امله په ساعتونو ساعتونو په سړکونو کې شپې تېرولې.

د راپورونو له مخې، د چاودنې غږ او د اور لمبې تر ۶۰کیلومترۍپورې لیدل کېدلې او په لسګونو کلیو کې ګازو پرې شوې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د تاجکستان ولسمشر د اروپايي شورا له مشر سره د افغانستان او سرحدي مسالو پر وضعیت خبرې کړي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۱ GMT+۰

د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر ويلي، چې د دې هېواد ولسمشر د اروپايي شورا له مشر سره د ټېلیفوني خبرو له لارې د تاجکستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د همکارې او د دوو اړخيزو ګټو او د افغانستان پر وضعیت او د پولې پر امنیتي ټینګښت خبرې کړي دي.

د تاجکستان د ولسمشري مطبوعاتي دفتر يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د اروپايي شورا مشر چارلس ميشل دغه ټلیفوني خبري نن چهار شنبه کړي دي.

د خبرپاڼي د معلوماتو له مخې، چې ښاغلي رحمان د سياسي، سوداګريزو او اقتصادي همکاريو د پراختيا په برخه کې د دواړو لوريو د خبرو د لا پياوړتيا پر اهميت ټينګار وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي: « دواړو خواو د افغانستان د وضعیت، د تاجکستان او افغانستان د پولو د پياوړتيا په ګډون د امنيتي مسايلو په اړه هم خبري کړي او په دې برخه کې دواړو ډاډ څرګند کړ، چې د ګډو همکاريو پروګرامونه به دوام ومومي.»

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي رحمان همدا دول د زرغون اقتصاد او شنې انرژۍ د پالیسیو د پلي کولو لپاره د لا فعال ګډ کار په اړه هم خبرې وکړې.

دواړو لورو هيله څرګنده کړه، چې د اروپايي ټولنې او مرکزي اسيا په بڼه کې به اغېزمن تعامل دوام ومومي او د بېلا بېلو مسايلو په اړه د دواړو سيمو خبرې اترې به لا پياوړې شي.

مطبوعاتي دفتر ويلي، چې دوی د راتلونکو اړیکو د مهالوېش په اړه هم نظرونه تبادله کړل.

د غزې جګړه او جلا شوی میین؛ د میینانو په ورځ جلا شوی میین د خپلې مینې د لیدو هیله لري

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۰

یوسف شاله په تمه و، چې د میینانو په ورځ خپلې کوژدنې ته د ګلو ګېډۍ او ټیډي بیر (نانځکه) واخلي؛ خو د غزې جګړې دواړه سره جلا کړل. یوازینی رومانتیک کار چې شاله یې کولی شي خپلې مینې ته د مینې غږیز پیغام لیږل دي.

شاله چې پلان یې لرلو له بادې سره واده وکړي وویل: «موږ ته هېڅ ښکلا نه ده پاتې. له جګړې وروسته به چېرته ځو؟»

دې جوړې د روژې په میاشت کې د خپلو کورنیو د لیدلو پلان لاره. هغه وویل: «کور کې د لیدلو لپاره هېڅوک نه دي پاتي. زموږ ټول خپلوان په نښه شول او ټول په هوایي بریدونو کې ووژل شول.»

شاله د اسراییل د برید له امله له خپل کور بیت لحیه څخه وتښتید او خان یونس ته راغلی او اوس په رفح ښار کې اوسي. د هغه لپاره سخته ده چې خپله مینه وګوري.

دوی یو بل ته غږیز پیغامونه لیږي؛ خو په رفح کې د اړیکې نیول خورا ستونزمنه ده، حتا د شاله غږیز پیغام تر دوه ورځو هم بادې ته نه رسیږي.

شاله وویل: «زه په تمه یم چې له بادې سره اړیکه ونیسم او دا معمولي ډالۍ ورته ورکړم.»

هغه یو شال وښود، چې د خپلې مینې بادې لپاره یې اخیستی و.

شاله وویل: "د ویلنټاین یا د میینانو ورځ د سره ګلابونو او سرو زړونو لپاره پېژندل کیږي؛ خو اوس سور د وینې رنګ دی. هر څه چې ګورئ سره دي مرګ، تباهي او هر څه.»

په غزه کې د اسراییل جګړه د اکټوبر له اوومې کله چې د حماس وسله والو پر اسراییل برید وکړ او شاو خوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۳ کسان یې یرغمل کړل، پیل شوه.

د غزې د روغتیایی چارواکو په وینا؛ په غزه باندې د اسراییل بریدونو تر اوسه پورې له ۲۸ زرو څخه ډېر خلک وژلي چې ډیری یې په خځلو کې پراته دي.

خلیلزاد د امریکا ولسي جرګې ته د دوحې د هوکړې د ناکامۍ د وضاحت لپاره بلل شوی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۰

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې اعلان وکړ، چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) به د دوحې د موافقې په عملي کولو کې د بایډن د ادارې د پاتې راتلو په اړه غونډه وکړي. زلمی خلیلزاد به په دغه استماعیه غونډه کې د هوکړې د نه عملي کېدو په اړه د استازو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال چې د بایډن په امر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو له پرله پسې منتقدینو څخه دی، تمه کیږي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي څخه به انتقادي څرګندونې او پوښتنې وکړي.

د دوحې تړون د ۱۳۹۸ کال د حوت په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو او له مخې یې امریکايي پوځیان د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږې په ۹مه له افغانستانه ووتل.

دا تړون د امریکا په استازیتوب زلمي خلیلزاد او د طالبانو په استازیتوب ملا برادر لاسلیک کړ، چې د کتونکو او د امریکا د پخواني حکومت د یو شمېر چارواکو په وینا؛ د حکومت سقوط او د طالبانو واک ته د رسېدو لپاره یې لاره هواره کړه.

له افغانستانه د امریکا وتل او د طالبانو بیا واک ته راتلل د افغانستان وضعیت نور هم کړکېچن کړ او دا کار د امریکايي سیاستوالو تر منځ د بې باورۍ لامل شو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، چې د ده په دوره کې ترسره شول، د امریکايي ځواکونو د خوندیتوب لپاره تر ټولو غوره لاره بللې.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا استازو ټام وېسټ او رینا امیري هم په کانګرس کې شاهدي ورکړې وه.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې چې موخه یې د افغانستان پر وړاندې د جوبایډن د حکومت د سیاست څېړنه وه، ټام ویسټ ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه پر امریکا د القاعدې د حملې توان کم شوی دی.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په دفاع کې امریکايي چارواکو ویلي، چې د امریکا لومړیتوبونه بدل شوي او دغه هېواد د چین د ګواښ په ګډون نورو ګواښونو ته خپل ځواکونه او منابع متمرکز کړي دي.

طالبانو په بامیان کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳ کسان په درو وهلي دي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۶ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې په بامیان کې يې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳کسان په درو وهلي دي. دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغو کسانو ته د بامیان ولایت په مرکز کې د «د نامشروع اړیکو»، له کوره د تېښتې، قتل او غلا په جرم سزا ورکړل شوې ده.

د دغې محکمې د چهارشنبې د ورځي د خبرپاڼې له مخې؛ د دغو کسانو په درو وهلو سزا د باميانو د ابتدايه دیوان د جنايي محکمې په حکم او د طالبانو د سترې محکمې د جزايي محکمې په تایدۍ سره صادره شوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دې جملې پنځه کسان د «زنا» او «نامشروع اړیکو» په تور د ۳۹ دورو په وهلو سره په دوه کاله بند محکوم شوي دي.

د اعلامیې له مخې؛ څلور نور کسان له کوره د تېښتې په تور هر یو ته د یو کال بند او ۳۹ درو سزا ورکول شوې ده.

دوه کسان نور د قتل او غلا په تور په اوه کاله بند محکوم او هر یو ۳۹ دُرې وهل شوی.

د طالبانو سترې محکمې لیکلي، چې دوه کسان د «نامشروع اړیکو» په تور په یو کال بند او ۳۰ درهمو محکوم شوي دي.

د مرغومي په میاشت کې هم طالبانو د «لواطت» په تور څلور کسان په ۳۹ درو وهلي وو.

تر دې وړاندې هم د بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې په وار- وار له طالبانو غوښتي، چې د تورنو کسانو په وهلو، لاس پرې کولو او له اعدامولو لاس واخلي.

خو طالب چارواکو ویلي، چې دوی اسلامي شریعت نافذوي او هېوادونه او نړۍوال بنسټونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

محمود عباس له حماس څخه غوښتي چې د اوربند موافقه ومني

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس په یوه بیان کې له حماس څخه غوښتي، چې له اسراییل سره د اوربند د موافقې د نهايي کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

د عباس په وينا؛ کېدلی شي د حماس دغه اقدام د فلسطيني ولس لپاره د يوه بل ناورين او د هغې د درنو پايلو مخه ونيسي.

عباس پر امریکا او عربي هېوادونو هم غږ وکړ، چې د ژر تر ژره اوربند لپاره دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د څه باندې څلورو میاشتو راهیسې د اسراییل د بمباریو او ځمکنیو عملیاتو په پایله کې د غزې تړانګې ډېری برخه ویجاړه شوې.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا؛ تر اوسه ۲۸ زره ۳۴۰ فلسطینیان وژل شوي، ۶۷ زره ۹۸۴ نور ټپیان شوي او ګڼ نور د نړیدلو ودانیو لاندې ښخ شوي دي.