محمود عباس له حماس څخه غوښتي چې د اوربند موافقه ومني

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس په یوه بیان کې له حماس څخه غوښتي، چې له اسراییل سره د اوربند د موافقې د نهايي کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس په یوه بیان کې له حماس څخه غوښتي، چې له اسراییل سره د اوربند د موافقې د نهايي کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.
د عباس په وينا؛ کېدلی شي د حماس دغه اقدام د فلسطيني ولس لپاره د يوه بل ناورين او د هغې د درنو پايلو مخه ونيسي.
عباس پر امریکا او عربي هېوادونو هم غږ وکړ، چې د ژر تر ژره اوربند لپاره دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د څه باندې څلورو میاشتو راهیسې د اسراییل د بمباریو او ځمکنیو عملیاتو په پایله کې د غزې تړانګې ډېری برخه ویجاړه شوې.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا؛ تر اوسه ۲۸ زره ۳۴۰ فلسطینیان وژل شوي، ۶۷ زره ۹۸۴ نور ټپیان شوي او ګڼ نور د نړیدلو ودانیو لاندې ښخ شوي دي.

د جمعیت علمای اسلام مشر وايي؛ ټاکنو کې ځکه مات شول چې د طالبانو د حکومت ټیکاو او د افغانستان او پاکستان د اړیکو پیاوړتیا غواړي. مولانا فضل الرحمان په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، چې د ټاکنو پایلې نه مني او په همدې دلیل په اعتراض کې د حکومت پر ځای اپوزیسیون غوره بولي.
د پاکستان ټاکنې تېره پنجشنبه وشوې؛ خو د تېر خلاف د ۲۴ ساعتونو پر ځای یې ۶۰ ساعتونو کې پایلې ووتې.
پر دې ټاکنو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ګډون مختلفو ډلو د درغلیو تور لګولی؛ خو د ټاکنو کمېسیون وايي، چې هر څوک خپل شکایت ورته سپارلی شي.
مولانا فضل الرحمان وايي، چې اوسنیو ټاکنو د تېرو ټاکنو د درغلیو ریکارډ هم مات کړ او په همدې وجه دا ټاکنې نه مني.
هغه وویل، چې د اسلام د دوښمنانو په فشار په ټاکنو کې د جمعیت علمای اسلام د ماتولو پلان پلی شو.
نوموړي تر ټاکنو مخکې افغانستان ته د خپل سفر په یادولو سره وویل: «زما جرم دا دی، چې افغانستان کې د اسلامي امارت د استحکام او د پاکستان او افغانستان د اړیکو د استحکام برخه کې مې رول لوبولی چې امریکا او غرب ته د منلو نه دی.»
هغه ور پسې زیاته کړه: «زموږ جرم دا دی، چې د اسراییل د دولتي ترهګرۍ په مقابل کې د فلسطین او حماس ملاتړ کوو.»
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر پلویانو په دې ټاکنو کې د ۹۲ پارلماني څوکیو ګټلو سره بیا هم د درغلیو ادعا کړې ده.
له دې سره د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د حکومت جوړولو لپاره له ځینې نورو ډلو سره په تماس کې دی.
په دې ټاکنو کې مسلم لیګ نواز ډلې د ۷۹ څوکیو ګټلو سره له پیپلز ګوند سره، چې ۵۴ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، د ګډ حکومت جوړولو هڅه پیل کړې ده.
خو مولانا فضل الرحمان له مسلم لیګ نواز ډلې غواړي چې د حکومت جوړولو پر ځای دې اپوزیسیون غوره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې جمعیت علمای اسلام به پارلماني کردار ادا کړي؛ خو اسمبلیو کې به یې ګډون له ملاحظو سره وي او له کوم ګوند سره به ټلواله جوړه نه کړي.
د مولانا فضل الرحمان ډلې اوسنیو ټاکنو کې څلور پارلماني څوکۍ ګټلې او د بلوچستان صوبايي پارلمان ۱۱ او د پښتونخوا ۷ صوبايي څوکۍ یې ګټلې دي.

د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې د پخواني مشر علي اکبر صالحي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې ایران د اټوم بم د جوړولو لپاره اړینې برخې لري او ویلي یې دي، چې ایران له خپل اټومي پروګرام په برخه کې رښتنی نه دی.
هغه د سې شنبې په ورځ په دوبۍ کې د حکومتونو د مشرانو په نړۍواله غونډه کې وویل، چې په دې وروستیو کې په ایران کې د اټومي وسلو په اړه خبرې کول خورا اسانه دي او په دې وروستیو کې یوه لوړ پوړي چارواکي اعلان وکړ، چې ایران د اټومي وسلو ټولې برخې لري او دوی یوازې د یو بل سره نه دي نښول شوي.
گروسي د علي اکبر صالحي د نوم له اخیستو پرته وویل: «بیا ماته خبر راکړئ چې تاسو څه لرئ. ځکه چې ستاسو هېواد د ان پي ټي (د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون) غړی دی او تاسو نه شي کولی د خپلې پرېکړې پر اساس اټومي وسلې ولرئ.»
د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې پخواني مشر علي اکبر صالحي د یکشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۲مه) نېټه په یوه ټلویزیوني مرکه کښې وويل، چې ایران د اټومي بم د جوړولو توان لري.
هغه د دې خبرو په زياتېدو چې ایران د اټومي ساينس او ټېکنالوژۍ ټول حدونه لري وويل: « د يوه موټر جوړول څه ته اړتيا لري؟ شاسي، انجن، ګېربکس او نور، دا هر يو د يو خاص هدف لپاره جوړ شوي دي.»
ای بي سي نيوز په دې اړه په یوه راپور کې لیکلي، چې ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټومي موافقې له لغوه کېدو وروسته د یورانیمو غني کول د وسلو کچې له نږدې تعقيب کړي او د وسلو د جوړولو لپاره یې کافي مواد ذخیره کړي دي.
د امریکا استخباراتي ادارې او نور هېوادونه په دې باور دي، چې ایران تر اوسه د خپلو وسلو پروګرام نه دی پیل کړی؛ خو د اسراییل په څېر د اوږدې مودې راهیسې د اټومي وسلو په تر لاسه کولو شک پرې کیږي.
د ګروسي په وینا؛ ایران د اټومي انرژۍ له ادارې سره د ځواب نه ویلو او نه همکارۍ ته دوام ورکوي او د خپلو اټومي فعالیتونو په اړه بشپړ شفافیت ورکولو ته چمتو نه دی، چې د هغه په وینا دا هغه څه دي چې په دې برخه کې خطرونه زیاتوي.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې د صالحي په ګډون د ایران چارواکو په ښکاره د ایران د اټومي وسلو د تولید په اړه خبرې کړې دي.
د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په مياشت کې د ایران د بهرنیو ستراتيژیکو اړیکو مشر او د علي خامنه يي سلاکار کمال خرازي له الجزیرې ټلويزيون سره په مرکه کې وویل، چې ایران د اټومي بم د جوړولو تخنیکي وړتیا لري؛ خو د جوړولو اراده نه لري.
له هغه مخکې د ایران د اتومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي هم له همدې شبکې سره په مرکه کې د بمونو د غني کولو او جوړېدو احتمال رد نه کړ او ویې ویل، چې د یورانیمو د غني کولو تصمیم نيول ۹۰سلنه د ایران د اړوندو چارواکو په نظر پورې اړه لري.
د روان کال د وږي مياشتې په نیمایي کې ګروسي د واليانو د شورا غړو ته په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې ایران د یورانیمو د غني کولو بهیر ۶۰ سلنه ورو کړی دی؛ خو بیا هم د غني شوي یورانیمو زېرمې د ۲۰۱۵ کال په تړون کې د ټاکل شوي حد څخه ۱۸ چنده زیاتې دي.
د JCPOA موافقتنامې او د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک له مخې؛ ایران ته یوازې د ۶۷.۳ سلنه په کچه د بډایه کولو اجازه ورکړل شوې وه او د هغې زېرمې باید تر ۲۰۲ کیلو ګرامو پورې پاتې شي؛ مګر د دې ادارې د راپورونو له مخې ایران له خپلو ژمنو سرغړونه کړې.
همداشان ایران نه شي کولی تر راتلونکو پنځلسو کلونو پورې له خپل لومړي نسل سانټرفیوژونو څخه زیات تجهیزات وکاروي؛ خو د دې ادارې د راپور له مخې ایران لا له وړاندې خپل زرونه پرمختللي سانټرفیوژونه کاروي.
د ارک د درنو اوبو راکتور کارول او د اټومي تاسيساتو فعاليتونو ته دوام ورکول د JCPOA د موافقې پر بنسټ باید بدلون ومومي د ایران د ژمنو يوه بله سرغړونه ده.
د روان کال د وږي په ۲۰ نېټه او د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې د غړو د درې مياشتنۍ غونډې په لومړۍ ورځ، گروسي يادونه وکړه، چې ايران بايد په ورامين او تورقوز اباد کې د موندل شويو يورانيمو د ذراتو په اړه د باور وړ تخنيکي توضيحات وړاندې کړي او له منځه يوسي.
د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر دې ته په اشارې سره چې د تهران له پرېکړې دوه نيم کاله تېر شوي، چې د اضافي پروتوکول د بندولو په حال کې دي وويل، چې یوازې د پاتې خوندیتوب مسالو حل کولو وروسته به اداره په دې موقف کې وي، چې د ایران اټومي پروګرام "سوله ییز" وبولي.
په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ سترو قدرتونو له ایران سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې تهران خپل اټومي پروګرام محدودوي او په بدل کې به یې پر تهران اقتصادي بندیزونو لرې کوي.
په ۲۰۱۸ کال کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال امریکا په یو اړخیزه توګه له JCPOA تړون څخه ووتله او پر هغه یې بندیزونه بیا ولګول او له بلې خوا تهران د موافقې له شرایطو څخه په سرغړونې سره خپل اټومي پروګرام زیات کړ.
تر اوسه ایران خپل فعالیتونه سوله ییز بللي او د اټومي وسلو د جوړولو په باره کې یې هر ډول اقدام رد کړی دی.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون اعلان وکړ، چې د حماس مشران باید له غزې تړانګې څخه ووځي او په سیمه کې باید له فلسطیني ادارې سره تړلی نوی حکومت جوړ شي.
هغه په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو او د اسرايیلي یرغمل شویو بندیانو پر خوشې کولو ټینګار وکړ او ویې ویل؛ که د حماس مشران په غزه کې پاتې شي، د اوربند ټینګېدل به ناشونې وي.
کامرون زیاته کړه، چې برېټانیا د فلسطین او اسراییل د شخړې د حل لپاره د "دوو دولتونو، دوو ملتونو" د پلان ملاتړ کوي.
د تېرې شنبې په ورځ سهار وختي په رفح ښار کې د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۱ فلسطینیان وژل شوي دي.
دا برید څو ساعته وروسته له هغه وشو، چې د اسراییل لومړي وزیر له پوځ څخه وغوښتل چې د ځمکني برید تر پیل مخکې دې د غزې په سویلي ښار کې د سلګونو زرو فلسطینیانو د اېستلو لپاره پلان چمتو کړي.
بنیامین نتنیاهو د رفح ښار په ګڼ مېشته سیمه کې د پوځ د ځمکني برید جزییات او مهالوېش اعلان نه کړ؛ خو راپورونه ښيي، چې د هغه څرګندونو د ښار په اوسېدونکو کې وېره خپره کړې ده.
د غزې تړانګې په ۲.۳ میلیونه وګړو کې له نیمایي زیات یې له مصر سره په پوله د غزې په سویلي برخه رفح ښار ته له نورو سیمو څخه پناه وړې ده.
دا څرګنده نه ده، چې که د اسراییل ځمکني بریدونه پیل شي د دې سیمې سلګونه زره اوسېدونکي به چېرته ځي.
په دې وروستیو اونیو کې مصر له رفح ښار سره خپله پوله د اغزن تار په اېستلو او د لسګونو ټانکونو ځای پرځای کولو سره تړلې ده.

د لبنان د حزب الله وسلوالې ډلې رهبر حسن نصرالله ویلي، که د غزې پر تړانګه د اسراییل «تېری» پای ته ورسیږي، د لبنان او اسراییل پر پوله به دښمني هم ودریږي.
هغه ټینګار وکړ: "موږ ژمن یو چې له اسراییل سره تر هغه وخته جګړه وکړو؛ تر څو د نړۍ له نقشې څخه ورک شي."
نصرالله زیاته کړه، چې حزب الله د اسراییل پر وړاندې د مقاومت توان تر لاسه کړی دی.
نوموړي همدا راز د اسراييلي چارواکو له خوا د پراخې جګړې ګواښونه رد کړل، چې که ګواکې حزب الله د خپلو بريدونو له بندولو ډډه ونه کړي جګړه به لا پراخه شي.
هغه زیاته کړه: "که اسراييل دا ډول جګړه کولی شوی؛ نو په دويمه يا درېيمه ورځ به يې کړی وى."

په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراخېدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اعلامیې په غبرګون کې د طالبانو ویاند ویلي، چې دغه ډله په بشپړه توګه ځپل شوې او د جلب او حذب توان نه لري. ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د امنیت شورا دغه ادعا د «ناوړه ګټنې» پر بنسټ شوې او حقیقت نه لري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو د سې شنبې په ورځ (د سلواغۍ ۲۴ مه) د ذبیح الله مجاهد یو غږیز پیغام خپور کړی، چې په کې یې ویلي دي: "د نړۍوالې ټولنې ځینې بنسټونه داعش ته وده ورکوي او د داعش په ملاتړ او د دغې ډلې د پراخولو په کمپاین بوخت دي."
هغه په ډاګه کړه، چې نړۍواله ټولنه هڅه کوي داعش د "لوی خطر" په توګه تعریف کړي او له منفي تبلیغاتو څخه ناوړه ګټه اخلي، په داسې حال کې چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د جلب او حذب په حال کې نه دی.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراخېدو او وسلو او مهماتو ته د دغې ډلې د لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د دغې ډلې عملیاتي ظرفیت په پراخېدو دی.
