په برلیناله فسټيوال کې د "میده ګل" په نوم د افغانې کډوالې نجلۍ د ژوند په اړه فلم خپریږي

د ایران، المان او فرانسې محصول (میده ګل) دا فلم چې د برلیناله په ۷۴ فسټیوال کې خپریږي، د هغې افغانې کډوالې د ژوند په اړه جوړ شوی، چې ایران ته له خپلې کورنۍ سره کډواله شوې او غواړي چې د بوکس لوبې اتله شي.