د ریښتر په کچه ۴.۴ درجې زلزلې د تخار ولایت ځینې برخې ولړزولې

نن چهارشنبه د (کب دویمه) د سهار په ۳:۱۷ یوې زلزلې د تخار ولایت ځینې سیمې لړزولې دي. د امریکا د ځمکپېژندنې د معلوماتو له مخې، دغه زلزله د ریښتز په کچه ۴.۴ درجې وه او مرکز یې د رستاق ولسوالي ښودل شوې ده.
تر دې دمه د دغې زلزلې د ځاني او مالي زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.





