قمي: په افغانستان کې د شته ستونزو د هواري په چاره کې له ګوټرېش سره هم نظره یو

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او د هغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي ویلي، چې په دوحه کې یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او د هغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي ویلي، چې په دوحه کې یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
ښاغلي قمي د (کب په لومړۍ نېټه) په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوحې د ناستې په څنډو کې یې د انتونیو ګوترېش سره د افغانستان پر بېلابېلو برخو خبرې اترې کړې دي.
هغه دا رنګه لیکلي، چې په دغه ناسته کې یې د سیاسي، ټولنیزو او امنیتي برخو تر څنک په ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو هم سره خبرې کړې او په دې اړه د دواړو غاړو لیدلوری یو شان دی.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د کشالې د حل په برخه کې دواړو خواوو یو شان لیدلوری لاره.
د دوحې په دوه ورځنۍ ناسته کې ښاغلي ګوترېش هم ویلي، چې د افغانستان سره د تعامل په برخه کې ګڼو هېوادونو ورته نظر لاره او ګډونوال په ډېرو برخو کې سره یوه خوله وو.
خو د ایران او روسیې استازو د دغې ناستې پر مهال د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره له لیدو ډډه وکړه او د طالبانو په غوښتنه یې هغوی سره خبرې و نه کړې او لامل یې دا ښودو، چې د دغو استازو په اړه د طالبانو سره مشوره نه ده شوې.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرېن ډیکر ویلي، چې د افغانستان خلکو او مدني ټولنې په وړاندې د متحده ایالاتو ژمنتیا پیاوړې ده. هغې چهارشنبه د کب په دویمه نېټه په اېکس پاڼه لیکلي:« موږ د افغانستان په هکله د افغانانو نظریاتو اورېدو ته سترګې په لار یو.»
نوموړې له ملګرو ملتونو او قطر څخه په دوحه کې د افغانستان په اړه د نړۍوالو همکاریو په اړه چې د سفیرانو او افغانانو د خبرو اترو لپاره کوربهتوب کړی، مننه کړې ده.
خو له بل پلوه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ چارسمبالي استازي نصیر احمد فایق د دوحې ناسته یو مثبت ګام وباله.
هغه په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه ناسته د یوې داسې پروسې پیل دی چې بریالیتوب یې په پیاوړي مدیریت او د افغان ولس د هیلو او ګټو پر بنسټ د هېوادونو او ښکېلو اړخونو په لازم ملاتړ پورې تړلې ده؛ چې سیاسي کړکېچ ته پای ټکی ورکړل شي او د افغان ولس په خوښه یو مشروع ملي او قانوني حکومت رامنځته شي.
ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دوحې په ناسته کې د طالبان په نه ګډون حیران شوی نه دی؛ ځکه «هغوی بېلې موخې څاري.»
مېلر زیاته کړه، چې د امریکا له نظره «طالبان په افغانستان کې یوازیني لوبغاړي نه دي.»

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه سلګونه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. دغه وزارت وايي، ۱۸۳ تنه افغان کډوال له پاکستانه او ۱۵۹۳ تنه له ایرانه راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د سې شنبې ورځ د (کب لومړۍ) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر ۱۸۳ تنه کیږي د کندهار سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارو هېواد ته راستنې کړل شوي.
دغه وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امريت له قوله لیکلي چې له دغې لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۲ تنه کیږي په جبري ډول له پاکستانه راستانه شوي.
همدارنګه د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱ تنه کیږي له پاکستانه په زور را ایستل شوې دي.
یاد وزارت ویلي له پاکستانه راستانه شوي ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.
کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.
بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم یو زر او ۵۹۳ تنه افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.
دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۳۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.
له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دوحې په ناسته کې د طالبان په نه ګډون حیران شوی نه دی؛ ځکه «هغوی بېلې موخې څاري.» مېلر زیاته کړه، چې د امریکا له نظره «طالبان په افغانستان کې یوازیني لوبغاړي نه دي.»
مېلر دغه څرګندونې د سه شنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل د خبریالې مرضیې حسیني د پوښتنې په ځواب کې د دوحې ناستې ته د طالبانو د نه ورتګ او د افغانستان د مدني ټولنې له فعالانو سره د روسیې او ایران د استازیو د نه کتلو په اړه د امریکا د ارزونې په تړاو وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغو دواړو هېوادونو ته سپارښتنه وکړه، چې د طالبانو تر څنګ دې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره هم تعامل وکړي؛ ځکه د هغه په وینا، په افغانستان کې یوازې طالبان وتلي لوبغاړي نه دي.
د روسیې او ایران استازو د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په غوښتنه د دوحې په ناسته کې د افغانستان د څلورو تنو استازو سره له کتلو ډډه وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هغوی د طالبانو له مشورې پرته په قطر کې د ملګرو ملتونو دغې ناستې ته وربلل شوي وو.
مټیو مېلر وویل، چې د دوحې په ناسته کې د امریکا د ځانګړو استازو د ناستې موخه د طالبانو لهخوا په افغانستان کې د بشري حقونو درناوی او د ترهګرو په اصلي مرکز د دغه هېواد د بدلېدو مخنیوی و.
هغه زیاته کړه: «موږ غواړو افغانستان د ټولو بنسټونو ګډ کور وي، چې په هغه کې د افغانستان د ټولو خلکو استازولي وشي.»
مېلر وویل، چې «موږ د دغو موخو د تر لاسه کولو لپاره هڅه کوو.»
د سلواغې په ۲۹مه د دوحې له ناستې سره هممهاله د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې کاني وګناراجا سره په خبرو کې وویل، چې دوی په افغانستان کې امنیت ټینګ کړی او د ترهګرۍ سره په مبارزه کې هم بریالي دي؛ نو ځکه د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول شرطونه بشپړ کړي دي.
په پام کې وه، چې د دوحې په ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي برخه واخلي؛ خو کله چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له متقي سره د لېدو خبره ونه منله، نو د طالبانو د دغه لوړ پوړي دیپلومات ګډون هم لغوه شو.
ښاغلي ګوترېش په خپله خبري ناسته کې وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر د غوښتنو منل د دغې ډلې د رسمیت پېژندنې په مانا و.
هغه ټینګار وکړ، چې که طالبان د نړۍوالو اندېښنو ته غاړه کېنږدي؛ نو په رسمیت به و نه پېژندل شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير په کابل کې د دعوت او ارشاد مبلغينو ته په خطاب کې وويل، چې په تېر جمهوري نظام کې يې په ښوونځيو کې داسې «غيرې اخلاقي» کړنې ترسره کېدې، چې د ويلو نه دي. د نوموړي په خبره، چې په ښوونځیو کې د افغان بچیانو اخلاق او عزت تر پښو لاندې کېده.
ندامحمد نديم په کابل کې د طالبانو د پوهنې وزارت له لورې دعوت او ارشاد مبلغينو ته په جوړه شوې غونډه کې وويل، چې په تېر جمهوري نظام کې د ښوونځیو شاګردان په ښوونځيو کې له هېڅ اړخه خوندي نه وه.
نوموړي زياتوي، چې شپږ کاله مخکي د جمهوري نظام له ښوونځيو داسې «غيرې اخلاقي» ويډيو او تصويرونه راوتلي، چې په ويلو يې شرميږي.
هغه زياتوي: « شپږ کال مخکې په ښوونځيو کې داسې غيرې اخلاقي کړنې تر سترګو کېدی، چې د ویلو نه دي. له ښوونځيو به غيري اخلاقي ويديوګانې راوتلې، زموږ د بچیانو اخلاق او عزت تر پښو لاندې کېدې.»
د طالبانو دغه سرپرست وزير وايي، چې په ښوونځيو کې به زده کوونکو ته نړۍوال پردی تمدن او فرهنګ ورښودل کېده او حتا د دوی لباسونه یې هم نه خوښېدل.
هغه زیاته کړه: «زما شاګرد به مجبورېده، چې تهذيب يې باید د نړۍوالو په دول وي، پردی کلتور، رواج او فرهنګ پرې عملي کېده، په اخلاقو، سیرت او صورت کې به يې بدلون ځني غوښته.»
په غونډه کې د طالبانو د لوړو زده وزیر ندامحمد نديم وايي، چې په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د «شریعت» د له منځه تلو هڅه کېدله.

د طالبانو د پوهنې وزير په کابل کې د دې ډلې د دعوت او ارشاد کارکوونکو ته په يوې غونډه کې ويلي؛ که مو د «دين او اسلام» د رسولو په برخه کې مسوليت ادا کړی وی، اوس به افغانان خلقیان، کمونستان او غربیان نه جوړېدلی. نوموړي د اسلام نه رسولو پيغام خپله کمزوري ياده کړې ده.
د طالبانو د پوهنې وزارت نن سې شنبه د (کب لومړۍ) د کابل دعوت او ارشاد کارکوونکو ته په جوړه شوې غونډه کې له همدې کارکوونکو غوښتنه کړې، چې د دندې پر مهال دې ځانونه تر نورو خلکو لوړ نه ګني، چې هم «الله راضي شي، هم عذابونه کم شي او هم نظام دوام پيدا کړي».
د طالبانو د پوهنې وزير مولوي حبيب الله اغا ټينګار کړی، چې « اسلام او دين» تر خلکو پورې په ښه ډول ورسوي.
نوموړي دا خپله کمزوري بللې، چې د اسلام پيغام يې تر خلکو په ښه ډول نه دی رسولی.
هغه زياتوي، چې له همدې کبله د ډېرو افغانانو مفکورې غربي دي او لوی شمېر هېواد وال خلقیان او کمونستان شوي دي.
نوموړی زياتوي: « دا زموږ کمزوري ده، چې ولس مو له دين څخه نه دی خبر کړی، که نه ولې به زموږ د ولس بچیان خلقيان او کمونستان کېدلی، هغو به بیا ولې روس وطن ته راوستلی، چې وطن یې لوټ کړ او يو نيم مېلېون انسانان يې شهيدان کړل او ولې به خلکو غربي مفکوره اخیستلی.»
د طالبانو د پوهنې وزير زياتوي، چې د دوی په حاکميت کې اوس د «دين او اسلام» د پیغام رسولو تر ټولو ښه وخت دی.
د افغانستان په ډېرو سېمو کې خلک د امر بالمعروف، دعوت او رشاد د کارکوونکو د چلند څخه شکایت کوي او وايي، چې زيات مهال دغه ډله په خپلسري ډول خلک ځوروي او يا هم د خلکو په شخصي چارو کې کار لري.
ان د طالبانو دغې دلې په کابل کې په عام بازار کې ښځي او نجونې په زور د «بې حجابی» په نوم موټرونو ته پورته کړي، چې د خلکو له سختو انتقادونو سره هم مخ شوي دي.
