• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ندا محمد ندیم: د جمهوریت پر مهال په ښوونځيو کې د شاګردانو عزت او اخلاق تر پښو لاندې کېدل

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير په کابل کې د دعوت او ارشاد مبلغينو ته په خطاب کې وويل، چې په تېر جمهوري نظام کې يې په ښوونځيو کې داسې «غيرې اخلاقي» کړنې ترسره کېدې، چې د ويلو نه دي. د نوموړي په خبره، چې په ښوونځیو کې د افغان بچیانو اخلاق او عزت تر پښو لاندې کېده.

ندامحمد نديم په کابل کې د طالبانو د پوهنې وزارت له لورې دعوت او ارشاد مبلغينو ته په جوړه شوې غونډه کې وويل، چې په تېر جمهوري نظام کې د ښوونځیو شاګردان په ښوونځيو کې له هېڅ اړخه خوندي نه وه.

نوموړي زياتوي، چې شپږ کاله مخکي د جمهوري نظام له ښوونځيو داسې «غيرې اخلاقي» ويډيو او تصويرونه راوتلي، چې په ويلو يې شرميږي.

هغه زياتوي: « شپږ کال مخکې په ښوونځيو کې داسې غيرې اخلاقي کړنې تر سترګو کېدی، چې د ویلو نه دي. له ښوونځيو به غيري اخلاقي ويديوګانې راوتلې، زموږ د بچیانو اخلاق او عزت تر پښو لاندې کېدې.»

د طالبانو دغه سرپرست وزير وايي، چې په ښوونځيو کې به زده کوونکو ته نړۍوال پردی تمدن او فرهنګ ورښودل کېده او حتا د دوی لباسونه یې هم نه خوښېدل.

هغه زیاته کړه: «زما شاګرد به مجبورېده، چې تهذيب يې باید د نړۍوالو په دول وي، پردی کلتور، رواج او فرهنګ پرې عملي کېده، په اخلاقو، سیرت او صورت کې به يې بدلون ځني غوښته.»

په غونډه کې د طالبانو د لوړو زده وزیر ندامحمد نديم وايي، چې په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د «شریعت» د له منځه تلو هڅه کېدله.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د پوهنې وزير: د اسلام نه خپرېدو له کبله د افغانستان خلک "کمونستان او غربيان" شول

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزير په کابل کې د دې ډلې د دعوت او ارشاد کارکوونکو ته په يوې غونډه کې ويلي؛ که مو د «دين او اسلام» د رسولو په برخه کې مسوليت ادا کړی وی، اوس به افغانان خلقیان، کمونستان او غربیان نه جوړېدلی. نوموړي د اسلام نه رسولو پيغام خپله کمزوري ياده کړې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت نن سې شنبه د (کب لومړۍ) د کابل دعوت او ارشاد کارکوونکو ته په جوړه شوې غونډه کې له همدې کارکوونکو غوښتنه کړې، چې د دندې پر مهال دې ځانونه تر نورو خلکو لوړ نه ګني، چې هم «الله راضي شي، هم عذابونه کم شي او هم نظام دوام پيدا کړي».

د طالبانو د پوهنې وزير مولوي حبيب الله اغا ټينګار کړی، چې « اسلام او دين» تر خلکو پورې په ښه ډول ورسوي.

نوموړي دا خپله کمزوري بللې، چې د اسلام پيغام يې تر خلکو په ښه ډول نه دی رسولی.

هغه زياتوي، چې له همدې کبله د ډېرو افغانانو مفکورې غربي دي او لوی شمېر هېواد وال خلقیان او کمونستان شوي دي.

نوموړی زياتوي: « دا زموږ کمزوري ده، چې ولس مو له دين څخه نه دی خبر کړی، که نه ولې به زموږ د ولس بچیان خلقيان او کمونستان کېدلی، هغو به بیا ولې روس وطن ته راوستلی، چې وطن یې لوټ کړ او يو نيم مېلېون انسانان يې شهيدان کړل او ولې به خلکو غربي مفکوره اخیستلی.»

د طالبانو د پوهنې وزير زياتوي، چې د دوی په حاکميت کې اوس د «دين او اسلام» د پیغام رسولو تر ټولو ښه وخت دی.

د افغانستان په ډېرو سېمو کې خلک د امر بالمعروف، دعوت او رشاد د کارکوونکو د چلند څخه شکایت کوي او وايي، چې زيات مهال دغه ډله په خپلسري ډول خلک ځوروي او يا هم د خلکو په شخصي چارو کې کار لري.

ان د طالبانو دغې دلې په کابل کې په عام بازار کې ښځي او نجونې په زور د «بې حجابی» په نوم موټرونو ته پورته کړي، چې د خلکو له سختو انتقادونو سره هم مخ شوي دي.

سرچینې: ازبکستان پر افغانستان وارداتي برېښنا په مکمل ډول پرې کړې ده

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت کې دننه څو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې ازبکستان پر افغانستان وارداتي برېښنا په مکمل ډول پرې کړې ده. تېره ورځ طالبانو وویل؛ له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله ۵۰ سلنه کمه شوې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت کې سرچینو زیاته کړه، که څه هم طالبانو د برېښنا د پرچاوي خبره کړې ده؛ خو سرچینې تاییدوي، چې د برېښنا د نه شتون له امله په ولایتونو په مکمل ټول برېښنا قطع شوې ده.

سرچینې زیاتوي تر اوسه د برېښنا د قطع کېدو علت هېڅ روښانه نه دی.

ازبکستان برېښنا په داسې حال کې قطع کوي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت وویل، چې دغه هېواد ته یې د برېښنا ټول قرضونه ادا کړي دي.

د افغانستان برېښنا ریاست له خوا په خپره شوې خبرتیا کې راغلي، چې د سلواغې په ۳۰مه ازبکستان پر افغانستان ۵۰ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړې ده.

دوی زیاتوي؛ د پلازمینې کابل سربېره د خلم او خنجان سب سټېشنونو ترڅنګ د سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې برېښنا پرچاوۍ ډېرې شوي دي.

افغانستان تر ډېره پر وارداتي برېښنا تکیه کوي او د برېښنا ډېره برخه له ازبکستان او تاجکستان څخه واردوي.

ادریس ستانکزی: قطر طالبانو ته پر افغان امنیتي ځواکونو د بریدونو لپاره پېسې ورکولې

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۲ GMT+۰

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار ادریس ستانکزی وايي، چې په افغاستان کې د قطر سفارت د جګړې لپاره له طالبانو سره مرسته کول او دوه ځله یې پېسې د ملي امنیت له خوا نیول شوې وه. نوموړي وايي، چې یو شمېر اسناد به له نړۍوالو بنسټونو سره شریک کړي.

نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سولې په خبرو کې د افغانستان د نفوذ د کمولو لپاره قطر په دغه هېواد کې د افغاستان د جمهوري دولت سفیر په مرموز ډول هم وواژه.

ستانکزی وايي، چې له سقوط څخه څو میاشتې وړاندې د خېبر پښتونخوا په جمرود سیمه کې قطر د طالبانو محلي قوماندانو ته یو نیم میلیون ډالره د سیمه ییزې جګړې د پیاوړتیا په موخه ورکړې وې او له دې پېښې یوازې دوه اونۍ وروسته د ننګرهار په غازي امان الله خان مېنه کې څلور نیم میلیونه ډالر او شپاړلس لکه افغانۍ د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې وې، چې د قطر په سفارت پورې اړوند وې او دوی هڅه کوله چې طالبانو ته یې انتقال کړي.

هغه زیاته کړه: " په دې دلیل د افغانستان ولسمشر دوه ځله د قطر سفیر له افغانستانه وایسته او د جمهوریت په اخرو ورځو کې ولسمشر غني له قطر سره ټولې اړیکې پرې کړې او دلیل یې دا و، چې قطر د سولې لپاره بې طرفه نه؛ بلکې طرف و".

ادریس ستانکزی زیاتوي، چې د افغانستان په جګړه کې د قطر په اړه پوره اسناد لري او په نېږدې راتلونکي کې به یې له نړۍوالو بنسټونو سره شریک کړي.

قطر یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان د جمهوري دولت او طالبانو تر منځ یې د خبرو اترو لپاره د دوحې پروسه پیل کړه او طالبانو ته یې په دوحه کې دفتر ورکړ.

د دوحې پر پروسې نه یوازې دا چې د پخواني جمهوري دولت لوړ رتبه چارواکي نیوکه کوي، بلکې د یادې پروسې د نابشپړ پاتې کېدا په تړاو د امریکا چارواکو هم د پړې ګوته د بایډن حکومت ته نیولې ده.

طالبانو د بدخشان د درایم ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د موسیقۍ غږولو په جرم زنداني کړي

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۶ GMT+۰

د بدخشان د داریم ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې طالبانو د دې ولسوالۍ ۲۵ تنه اوسېدونکي د واده مراسمو پر مهال نیولي دي.

د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي، چې د طالبانو د بدخشان درایم ولسوالۍ مرستیال محمد رضا ‌ذوالفقار له خوا نیول شوي، کسان سخت شکنجه شوي دي.

د بدخشان داریم ولسوالۍ د ترګني کلي یو شمېر اوسېدونکو نن سې شنبه (د کب لومړۍ ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو د سلواغې په ۲۲ مه د واده مراسمو پر مهال ۲۵ تنه د موسیقۍ غږولو په جرم نیولي دي.

دوی وايي؛ تېره ورځ ۱۷ تنه بندیان د ضمانت وروسته له بنده خوشې شول؛ خو اوه تنه نور د شکنجو لاندې په زندان کې دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا؛ راخوشې شوي کسان په زندان کې سخت وهل او ټکول شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي د دغو خوشې شویو، کسانو یو انځور افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رالېږلی، چې په انځور کې لیدل کیږي، چې طالبانو پر ټولو وېښتان خریلي دی.

دا د بدخشان داریم ولسوالۍ د ترګني کلي اوسیدونکي دي، چې طالبانو د موسیقي غږولو په جرم سرونه ورخریلي دي.
100%
دا د بدخشان داریم ولسوالۍ د ترګني کلي اوسیدونکي دي، چې طالبانو د موسیقي غږولو په جرم سرونه ورخریلي دي.

دوي ادعا کوي، چې د واده په مراسمو کې دوی کوم موسیقي الات نه درلودل او نه هم دوی موسیقي غږوله؛ خو دوی د طالبانو د بدخشان داریم ولسوالۍ مرستیال محمد رضا ‌ذوالفقار د ترګني د کلي اوسېدونکو سره په ناوړه چلند تورنوي؛ ځکه چې د دې کلي اوسېدونکي زیاتره د جمهوریت پرمهال په امنیتي ځواکونو لیکو کې دندې درلودې.

د دې سیمې اوسېدونکي شکایت کوي، چې دغه طالب ځايي چارواکی د ترګني د کلي اوسېدونکو سره عقديي چلند کوی او زندانیان چې د پخواني حکومت د ملي اردو سرتېري دي، په خپلسري توګه یې په زندان کې ساتلي دي.

دوي زیاتوي؛ دغه طالب چارواکي د طالبانو د نورو ادارو خبرولو پرته له دې وړاندې د دغه کلي اوسېدونکي د عشر او زکات په نامه ځورولي دي.

د دې راپور په اړه مو هڅه وکړه، چې د طالبانو د بدخشان داریم ولسوالۍ ځايي چاوراکو او یا هم د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نظر واخلو؛ خو بریالي نه شو.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د موسیقۍ او یا هم د لباس په پلمه ځايي خلک شکنجه کوي، له دې وړاندې په خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې ورته پېښې ثبت شوي دي.

سرچینې: طالبانو حسیني مزاري نیولی او بېرته یې په ضمانت خوشې کړی دی

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۱۲ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته سرچينو ویلي، چې په کابل کې د طالبانو د پولیسو قوماندان عیسی حسیني مزاري نیولی او وروسته یې په ضمانت خوشې کړی دی. دغو سرچينو د امنيتي دلايلو له امله د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي؛ طالبانو د هغه قضيه محکمې ته راجع کړې ده.

دغو سرچینو زیاته کړه، چې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ د سې شنبې په ورځ (د کب لومړۍ) د تبیان کلتوري بنسټ مشر حسیني مزاري د څو ساعتونو لپاره نيولی او بندي کړی یې و.

د سرچینې په وینا؛ نوموړی په ضمانت خوشې شوی دی.

سرچينې زياته کړې، چې طالبانو حسيني مزاري ته ويلي، چې د محکمې تر پرېکړې پورې دې هر ډول فرهنګي فعاليتونه بند کړي.

تېره میاشت په کابل کې د طالبانو پولیسو د عیسی حسیني مزاري د نیولو امر صادر کړ.

طالبانو وروسته له هغې د دغه روحاني کس د نیولو امر وکړ، چې خلکو د هغه د څرګندونو په اړه په کابل او په ځانګړې توګه د ښار په لویدیځ کې د سلګونو «فحاشیو» او «کلیساګانو» د شتون په اړه شکایت وکړ.

د ده پر ضد د کابل د لوېديځ د خلکو په شکايت کې راغلي دي:« عيسي حسيني مزاري (سيد نقيب الله) د رضوي (مشهد) ښار کې په پوره بې شرمۍ سره په يوه بيان کې د کابل لوېديځ خلګو او د کابل ټولو مومنانو ته د کفر او فحش د اړېکې الفاظ کارولي دي.»

عیسی حسیني مزاري چې ايران ته نږدې شخصیت دی، شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ایران په مشهد ښار کې په یوه وینا کې وویل، چې د طالبانو نظام له جمهوري نظام څخه زر ځله غوره دی.

هغه ادعا کړې وه، چې د جمهوریت پر مهال په کابل کې د غربیانو له خوا تنظیم شوي «۹۶۰ فاحشه خانې» او «۵۰۰ کلیساګانې» فعالې وې.