د طالبانو څو سرچینو نن سې شنبې (د کب لومړۍ) د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال عبدالحق عمري ته وویل، چې دا څرګندونې د سلواغې په ۲۹ مه نېټه د ځانمرګرو بریدګرو یوې ډلې ته ملا تاجمیر جواد کړي دي.
د ملا تاجمیر جواد دا غږیز کلیپ د طالبانو د پلویانو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سرچینو وویل، چې د کندهار زېړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو د ډلې بنسټګر ملا عمر په حجره کې ځانمرکي بریدګر اوسیږي.
ملا تاجمیر جواد د ملا عمر حجرې ته په اشارې سره وايي: " په دغه خړه پړه حجره کې ملا عمر د اسلامي امت د معصر تاریخ ستر اسلامي خوځښت د طالبانو اسلامي تحریک ابتکار کړی و او دوه ځله یې د اسلامي نظام د قیام فرصت پيدا کړ."
ملا تاجمیر جواد ځانمرکي بریدګر مخاطب کړي او زیاته کړې یې ده: "مونږ او تاسو دا خوځښت په وینو بدرګه کړ، اوس به د دې خوځښت د جهاد قتال او مبارزو په برخه کې راغلی اسلامي نظام په خپلو وینو باندې ساتو."
ملا تاجمیر جواد په خپلو خبرو کې زیاتوي : "مونږ استشهادیان وو، استشهادیان یو او استشهادیان به یو، هر وخت که ضرورت پېښ شو، لومړني هغه څوک چې استشهادي عملیات به د دې نظام د ساتنې او دفاع پخاطر ترسره کوي؛ هغه به مونږه او تاسو یو".
د طالبانو دغه چارواکي د خپلو اصلي اهدافو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي؛ خو وايي چې د ملا هبت الله په مشرۍ به دا خوځښت تر اصلي اهدافو پورې رسوي.
که څه هم ملا هبت الله په ځانکړي ځواک کې د طالبانو ټول ځانمرګي بریدګر ځای پر ځای کړي دي؛ خو سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو د استخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد په کابل کې د الحمزه استشهادي کنډک سرپرستي هم کوي.
دغه کنډک په کابل کې دی؛ خو د اړتیا په وخت کې ولایتونو ته د جګړې لپاره لېږل کیږي.
تاجمیر جواد د حقاني شبکې له مهمو کسانو څخه دی.
تېر افغان حکومت نوموړی په ملکي اهدافو د خونړيو بریدونو په تنظیمولو هم تورن کړی و.
نوموړی د ۱۳۹۹ کال په عقرب کې د کابل پر پوهنتون د ځانمرګي برید په تنظیمولو تورن دی.
په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول .
د دغه برید ډېری قربانیان د کابل پوهنتون محصلین وو.
همدا راز نوموړی د پخواني جمهوري دولت پر مهال په ننګرهار کې د کابل بانک پر دفتر د برید طراح هم ګڼل کېده، چې پکې لسګونه د ښوونځي معلمان، عام وګړي، سرتېري او مېرمنې ووژل شوې.
د راپورونه پر بنسټ طالبانو د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد پر ۲۴ کابل ته له ننوتلو وروسته په پراخه کچه خپل مخالفین نیولي، وژلي او شکنجه کړي دي.
تر اوسه د تېر حکومت زیات شمېر امنیتي ځواکونه، د بشري حقونو فعالان او د مدني ټولنې غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.