• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د 'افغان ټرانس' ریل پټلۍ پروژې د تخنیکي مطالعې د پیل هوکړه لاسلیک کړه

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې د «افغان ټرانس» ریل پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي بیاکتنې د پیل لپاره یې د ازبکستان او متحده عربي اماراتو له هېوادونو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. ویل کیږي، چې د دغې پروژې د تخنیکي بیاکتنې لګښت به د یوه عربي شرکت له خوا ورکړل شي.

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې د کب په لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه هوکړه ليک د يادې ادارې د عمومي مشر بخت الرحمن شرف، د ازبکستان د ټرانسپورټ وزير ميرزا ​​معين اوغلي او د يوه عربي هېواد د شرکت رييس له خوا په ازبکستان کې لاسليک شو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه درې واړه چارواکي د چهارشنبې په ورځ له قطري او پاکستاني چارواکو سره په انلاین ناسته کې پر دغه پلان خبرې وکړي.

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې زیاته کړې چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان چارواکي به په راتلونکي کې د دغو څیړنو پایلې شریکې کړي.

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د «افغان ټرانس» د اورګاډي د کرښې د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې د یوې اقتصادي لویې لارې د جوړولو لپاره چې منځنۍ اسیا د پاکستان د اوبو له بندرونو سره نښلوي، وړاندې شو.

د دغې پټلۍ د جوړولو لګښت څه باندې څلور نیم ملیارډه ډالر دی او ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري.

د دغه پلان پر بنسټ، دا پټلۍ د ازبکستان له ترمز څخه پیلېږي او د مزارشریف او کابل له ښارونو تر تېرېدو وروسته د پاکستان پېښور ته رسېږي.
​

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: دوو کلونو کې له کورنیو موسسو سره د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه شوي

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، په تېرو دوو کلونو کې ددغه وزارت او کورنیو موسسو ترمنځ ۶۳ هوکړه لیکونه د ۵۴ میلیونه او ۵۳۷ زره ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي دي. عبدالسلام جواد وایي، د دغو پروژو کارونه د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د عملي کېدو په حال کې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د سې شنبې په ورځ د (کب لومړۍ) نیټه ویلي، چې یاد شمېر هوکړه لیکونه په بېلابېلو برخو کې له منځنیو او کوچنیو متشبثینو سره د ۵۴ میلیونه او ۵۳۷ زره ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي دي.

د نوموړي په خبره، د دغو پروژو کارونه د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د عملي کېدو په حال کې دي او په ترڅ کې یې ۶۴۱ زره کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

ښاغلي جواد دغه څرګندونې له ۲۲ موسسو سره د څه باندې درې نیم میلیونه ډالرو په ارزښت د همکاریو د هوکړه لیکونو له لاسلیک وروسته کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډیر شمېر کورنۍ پانګې له افغانستانه وتلې دي چې له امله یې زرګونه کسان وزګار شوي او له سختو اقتصادي شرایطو سره مخامخ دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د نړۍ د هیڅ یوه هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د طالبانو اداره بیا په افغانستان کې د پانګونې د زمینو له برابرولو سره سره هڅه کوي په نړیواله کچه هم اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست څه موده مخکې ویلي و، چې د هند، چین، پاکستان او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون د نړۍ له شپېتو هیوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې شوې دي.

د اسلامي همکاریو سازمان په ګامبیا کې د افغانستان په اړه ناسته جوړوي

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۳۶ GMT+۰

د اسلامي همکاریو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان په چارو کې د دغه سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت هم برخه اخلي. طارق علي بخیت د دوحې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو له ځانګړو استازو سره هم کتلي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان په افریقایي هېواد ګامبیا کې د افغانستان په اړه د یوې ناستې د ترسره کېدو خبر ورکړ. دغه سازمان د سې شنبې په ورځ (د کب لومړۍ) نیټه وویل، چې د افغانستان وضعیت به د دې ناستې له لومړیتونو څخه وي.

د اسلامي همکاریو سازمان په اېکس ټولنیزه پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د افغانستان په چارو کې ددغه سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت هم برخه اخلي.

د خبرپاڼې له مخې، طارق علي بخیت د دوحې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو له ځانګړو استازو سره هم کتلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې نوموړي له افغانستان سره د اسلامي همکاریو د سازمان پر ژمنو او له طالب چارواکو سره پر رغنده خبرو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټاکل شوې د اسلامي همکاریو د سازمان (د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا) تر نامه لاندې بله غونډه په کامرون کې جوړه شي.

د دې غونډې د ترسره کېدو د کره وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د افغانستان په اړه د دوحې ناسته د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د بېلابېلو هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوه. د ملګرو ملتو سرمنشي په دې ناسته کې ټینګار کړی چې د دغه سازمان غونډې ګټورې وې.

د اسلامي همکاریو سازمان په تېره لیندۍ میاشت د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ په شتون کې د بشري مرستو او د کډوالو، ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه وکړه.

عبدالکریم خُرم: افغانستان باید د جګړو د ډګر پر ځای د ختیځ او لوېدیځ د همکارۍ په ډګر بدل شي

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۲۳ GMT+۰

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخوانی مشر عبدالکریم خُرم وایي، که څه هم د دوحې په ناسته کې د سیمې د هېوادونو او لوېدیځوالو ترمنځ اختلافي ټکي وو، خو د ترهګرۍ د ودې، افراطیت او د نشه یي توکو د قاچاق او تولید د مخنیوي او په ځېنو نورو برخو کې سره یو نظر ول.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخوانی مشر عبدالکریم خُرم وایي، چې افغانستان باید د جګړو د ډګر پر ځای د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د همکارۍ په ډګر بدل شي.

عبدالکریم خُرم د سې شنبې په ورځ (د کب لومړۍ) نېټه په خپله اېکس پاڼه د افغانستان په اړه د دوحې ناستې د ارزښت په اړه لیکلي؛ دا ناسته د دې ښکارندویي کوي چې افغانستان نړۍ ته ارزښت لري.

د نوموړي په خبره؛ که څه هم په دې ناسته کې د سیمې او لودېځوالو ترمنځ اختلافي ټکي وو، خو د ترهګرۍ د ودې، افراطیت ،د نشه یي توکو د قاچاق او تولید د مخنیوي ترڅنګ د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، د ښځو د حقونو او د نړۍ په سیاست او اقتصاد کې د افغانستان د ادغام په اړه سره په یو نظر ول.

ښاغلی خُرم زیاتوي، افغانستان باید له دغو ګډو مشترکاتو څخه په خپله ګټه کار واخلي او په دې برخه کې د حکومت رول مهم دی.

د دوحې ناسته د دوو ورځو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د شاوخوا ۲۵ هېوادونو د استازو په ګډون د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه.

د یادولو ده، چې انټونیو ګوټرېش د دوحې له ناستې وروسته نن پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نړېواله ټولنه باید خپلو فشارونو ته دوام ورکړي؛ تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې د ټولو افغانانو اړتیاوې او حقونه د اصلي چارواکو مرکزي لومړیتوب دی.

د طالبانو کډوالو وزارت: تر زرو زیات افغان کډوال له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه شوي

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۰۴ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ له زرو زیات افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. دغه وزارت وايي، یو زر او ۴۲۵ افغان کډوال له ایرانه د هرات ولایت د اسلام کلا پولې له لارې راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت تېره ورځ دوشنبه د (سلواغې۳۰مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې د یکشنبې ورځ د افغان کډوالو دغه ۱۴۲۵ تنه چې کورنۍ چې هم پکې شاملې وې د هرات ولایت د اسلام کلا بندر له لارې هيواد ته راستانه کړل شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې په دغو کډوالو کې ۴۶ تنه بې سرپرسته ماشومان هم وو چې د دوی د کورنیو د موندلو په موخه په هرات کې د وارچاېلډ موسسې ته وروپېژندل شول.

د دغه وزارت د خبر له مخې‏ د اسلام کلا د سرحدي امر د معلوماتو پر بنسټ، په يادوشويو کسانو کې، ۳۰۳ تنه اړمن وپېژندل شول او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال دفتر او خوړو نړېوال سازمان دفترونو ته وروپېژندل شول.

تېره اوونۍ هم له ايران څخه یو زر او ۶۱۴ تنه افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د هرات ولایت اسلام کلا او نیمروز له پولو څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي وو.

هماغه تېره اوونۍ د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې په تېرو دوو اوونیو کې له ګاونډیو هيوادونو ایران او پاکستانه له ۵۰ زره زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت وياند عبدالمطلب حقاني ویلي د دغو کډوالو له ډلې څه باندې ۴۵ زره یې له ایران او شاوخوا پنځه زره کډوال له پاکستانه هيواد ته راستانه شوي چې د کډوالو اړوند مرستندویه سازمانونو ورسره لومړنۍ مرستې کړې دي.

فضل محمود فضلي: اوسنۍ حاکمې استبدادي ډلې افغانستان منزوي کړی او افغانان یې یرغمل کړي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۲۲:۳۳ GMT+۰

د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخوانی مشر فضل محمود فضلي طالبانو ته په اشارې وايي، چې دغې ډلې د افغانستان خلک یرغمل کړي او افغانستان یې د نړۍ په کچه منزوي کړی دی.

ډاکتر فضل محمود فضلي نن دوشنبه (د کب لومړۍ) پر خپلې اېکس پاڼې په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ غونډې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې بهرني دولتي او غیر دولتي سازمانونه د افغانستان ستونزې نه شي حلولی.

د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخواني مشر ویلي، چې له روانې "انزوا او اختناق" څخه د راوتلو غوره لار دا ده، چې ملي او وطنپاله خلک د یو فکر په اساس یو بل ته لاس ورکړي او بیا د هېواد په داخل کې په خپلواکه توګه حاکمه ډله چلنج او په ضد یې اقدام وکړي.

نوموړي زیاته کړې: "په اصل کې دا اوسنۍ استبدادي حاکمه ډله ده، چې افغانستان یې په نړۍ کې منزوي او افغانان یې یرغمل کړي دي".

ښاغلي فضلي ویلي، چې ملګري ملتونه به په دوامداره توګه د یوې قراردادي موسسې په توګه د خپلو مهمو غړو هېوادونو په "فرمایش" وخت ناوخت د افغانستان په اړه ځیني کنفرانسونه او ناستې کوي او د تمویلونکو هېوادونو رسنۍ به په لویه کچه پوښښ ورکوي.

د نوموړی وايي: "که په تېرو درې نیمو لسیزو کې د هېواد په اړه د دغه سازمان رول ته متوجه شو، له بده مرغه د دغه سازمان ناستې د افغانانو په بدبختۍ تمامي شوي دي. هغه کسان چې فکر کوي دا کنفرانسونه به هېواد له انزوا څخه را وباسي او د بهرنیانو په مرسته به حاکمې ډلې سره د تعامل لار ومومي، منطقي نه ښکاري."

ښاغلی فضل محمود فضلي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په رسنیو کې ډېر کم راښکاره کیږي، د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو پر غونډې نیوکه کړې او افغانان یې د طالبانو له خوا یرغمل شوي بللي دي.

ټاکل شوې وه، چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وټاکل شي؛ خو یاده غونډه د بندو دروازو تر شا د طالبانو په نه موجودیت کې ترسره شوه او استازی ونه ټاکل شو.

بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش په دوحه کې په خپله وينا کې په اخطاريه ډول وويل؛ هیله من دی، چې د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ خبرې به د «جلاکېدو» لامل نه شي.

د دوحيې ناسته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربه توب جوړه شوې وه، چې د افغانستان د مدني ټولنې په استازيتوب پنځه کسانو ته بلنه ورکړل شوې وه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان د مدني ټولنې او نورو خلکو غږ اورېدل «مهم» وبلل.