• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ادریس ستانکزی: قطر طالبانو ته پر افغان امنیتي ځواکونو د بریدونو لپاره پېسې ورکولې

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۲ GMT+۰

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار ادریس ستانکزی وايي، چې په افغاستان کې د قطر سفارت د جګړې لپاره له طالبانو سره مرسته کول او دوه ځله یې پېسې د ملي امنیت له خوا نیول شوې وه. نوموړي وايي، چې یو شمېر اسناد به له نړۍوالو بنسټونو سره شریک کړي.

نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سولې په خبرو کې د افغانستان د نفوذ د کمولو لپاره قطر په دغه هېواد کې د افغاستان د جمهوري دولت سفیر په مرموز ډول هم وواژه.

ستانکزی وايي، چې له سقوط څخه څو میاشتې وړاندې د خېبر پښتونخوا په جمرود سیمه کې قطر د طالبانو محلي قوماندانو ته یو نیم میلیون ډالره د سیمه ییزې جګړې د پیاوړتیا په موخه ورکړې وې او له دې پېښې یوازې دوه اونۍ وروسته د ننګرهار په غازي امان الله خان مېنه کې څلور نیم میلیونه ډالر او شپاړلس لکه افغانۍ د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې وې، چې د قطر په سفارت پورې اړوند وې او دوی هڅه کوله چې طالبانو ته یې انتقال کړي.

هغه زیاته کړه: " په دې دلیل د افغانستان ولسمشر دوه ځله د قطر سفیر له افغانستانه وایسته او د جمهوریت په اخرو ورځو کې ولسمشر غني له قطر سره ټولې اړیکې پرې کړې او دلیل یې دا و، چې قطر د سولې لپاره بې طرفه نه؛ بلکې طرف و".

ادریس ستانکزی زیاتوي، چې د افغانستان په جګړه کې د قطر په اړه پوره اسناد لري او په نېږدې راتلونکي کې به یې له نړۍوالو بنسټونو سره شریک کړي.

قطر یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان د جمهوري دولت او طالبانو تر منځ یې د خبرو اترو لپاره د دوحې پروسه پیل کړه او طالبانو ته یې په دوحه کې دفتر ورکړ.

د دوحې پر پروسې نه یوازې دا چې د پخواني جمهوري دولت لوړ رتبه چارواکي نیوکه کوي، بلکې د یادې پروسې د نابشپړ پاتې کېدا په تړاو د امریکا چارواکو هم د پړې ګوته د بایډن حکومت ته نیولې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د بدخشان د درایم ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د موسیقۍ غږولو په جرم زنداني کړي

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۶ GMT+۰

د بدخشان د داریم ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې طالبانو د دې ولسوالۍ ۲۵ تنه اوسېدونکي د واده مراسمو پر مهال نیولي دي.

د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي، چې د طالبانو د بدخشان درایم ولسوالۍ مرستیال محمد رضا ‌ذوالفقار له خوا نیول شوي، کسان سخت شکنجه شوي دي.

د بدخشان داریم ولسوالۍ د ترګني کلي یو شمېر اوسېدونکو نن سې شنبه (د کب لومړۍ ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو د سلواغې په ۲۲ مه د واده مراسمو پر مهال ۲۵ تنه د موسیقۍ غږولو په جرم نیولي دي.

دوی وايي؛ تېره ورځ ۱۷ تنه بندیان د ضمانت وروسته له بنده خوشې شول؛ خو اوه تنه نور د شکنجو لاندې په زندان کې دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا؛ راخوشې شوي کسان په زندان کې سخت وهل او ټکول شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي د دغو خوشې شویو، کسانو یو انځور افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رالېږلی، چې په انځور کې لیدل کیږي، چې طالبانو پر ټولو وېښتان خریلي دی.

دا د بدخشان داریم ولسوالۍ د ترګني کلي اوسیدونکي دي، چې طالبانو د موسیقي غږولو په جرم سرونه ورخریلي دي.
100%
دا د بدخشان داریم ولسوالۍ د ترګني کلي اوسیدونکي دي، چې طالبانو د موسیقي غږولو په جرم سرونه ورخریلي دي.

دوي ادعا کوي، چې د واده په مراسمو کې دوی کوم موسیقي الات نه درلودل او نه هم دوی موسیقي غږوله؛ خو دوی د طالبانو د بدخشان داریم ولسوالۍ مرستیال محمد رضا ‌ذوالفقار د ترګني د کلي اوسېدونکو سره په ناوړه چلند تورنوي؛ ځکه چې د دې کلي اوسېدونکي زیاتره د جمهوریت پرمهال په امنیتي ځواکونو لیکو کې دندې درلودې.

د دې سیمې اوسېدونکي شکایت کوي، چې دغه طالب ځايي چارواکی د ترګني د کلي اوسېدونکو سره عقديي چلند کوی او زندانیان چې د پخواني حکومت د ملي اردو سرتېري دي، په خپلسري توګه یې په زندان کې ساتلي دي.

دوي زیاتوي؛ دغه طالب چارواکي د طالبانو د نورو ادارو خبرولو پرته له دې وړاندې د دغه کلي اوسېدونکي د عشر او زکات په نامه ځورولي دي.

د دې راپور په اړه مو هڅه وکړه، چې د طالبانو د بدخشان داریم ولسوالۍ ځايي چاوراکو او یا هم د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نظر واخلو؛ خو بریالي نه شو.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د موسیقۍ او یا هم د لباس په پلمه ځايي خلک شکنجه کوي، له دې وړاندې په خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې ورته پېښې ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو نننۍ غونډه؛ امریکا په غزه کې د اوربند لپاره د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۶ GMT+۰

متحده ایالاتو په غزه کې د بشردوستانه اوربند د رامنځته کولو او د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو لپاره د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ.

دا درېیم ځل دی، چې متحده ایالات په غزه کې د اوربند لپاره د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي، چې د اوربند د پرېکړه لیک تصویبول به د اوسنیو خبرو اترو پر وړاندې خنډ شي.

هغې وویل: "د امنیت شورا هر اقدام باید د دې خبرو اترو سره سم وي، نه د دوی خنډ."

د دې پرېکړه لیک لومړنۍ مسوده د الجزایر له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې شوې وه.

سرچینې: طالبانو حسیني مزاري نیولی او بېرته یې په ضمانت خوشې کړی دی

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۱۲ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته سرچينو ویلي، چې په کابل کې د طالبانو د پولیسو قوماندان عیسی حسیني مزاري نیولی او وروسته یې په ضمانت خوشې کړی دی. دغو سرچينو د امنيتي دلايلو له امله د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي؛ طالبانو د هغه قضيه محکمې ته راجع کړې ده.

دغو سرچینو زیاته کړه، چې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ د سې شنبې په ورځ (د کب لومړۍ) د تبیان کلتوري بنسټ مشر حسیني مزاري د څو ساعتونو لپاره نيولی او بندي کړی یې و.

د سرچینې په وینا؛ نوموړی په ضمانت خوشې شوی دی.

سرچينې زياته کړې، چې طالبانو حسيني مزاري ته ويلي، چې د محکمې تر پرېکړې پورې دې هر ډول فرهنګي فعاليتونه بند کړي.

تېره میاشت په کابل کې د طالبانو پولیسو د عیسی حسیني مزاري د نیولو امر صادر کړ.

طالبانو وروسته له هغې د دغه روحاني کس د نیولو امر وکړ، چې خلکو د هغه د څرګندونو په اړه په کابل او په ځانګړې توګه د ښار په لویدیځ کې د سلګونو «فحاشیو» او «کلیساګانو» د شتون په اړه شکایت وکړ.

د ده پر ضد د کابل د لوېديځ د خلکو په شکايت کې راغلي دي:« عيسي حسيني مزاري (سيد نقيب الله) د رضوي (مشهد) ښار کې په پوره بې شرمۍ سره په يوه بيان کې د کابل لوېديځ خلګو او د کابل ټولو مومنانو ته د کفر او فحش د اړېکې الفاظ کارولي دي.»

عیسی حسیني مزاري چې ايران ته نږدې شخصیت دی، شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ایران په مشهد ښار کې په یوه وینا کې وویل، چې د طالبانو نظام له جمهوري نظام څخه زر ځله غوره دی.

هغه ادعا کړې وه، چې د جمهوریت پر مهال په کابل کې د غربیانو له خوا تنظیم شوي «۹۶۰ فاحشه خانې» او «۵۰۰ کلیساګانې» فعالې وې.

د حماس د روغتیا وزارت: په غزې کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۲۹ زرو څخه واوښت

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۰۶ GMT+۰

په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت نن سې شنبه (د کب لومړۍ) اعلان کړی، چې د اکټوبر له اومې نېټې راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۹۱۹۵ ته رسېدلی دی.

د حماس د روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې په دې موده کې ۶۹ زره او ۱۷۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسرايیلي پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۳ تنه وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د رویټرز له خوا د دوشنبې په ورځ د لیدل شویو اسنادو له مخې؛ متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په غزه کې د اوربند لپاره د یوې بدیلې مسودې وړاندیز کړې، چې "په غزه کې د لنډمهاله اوربند ملاتړ په ممکنه وضعیت کې کوي".

ډېپلوماټانو د یکشنبې ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ښايي نن سې شنبې په ورځ د الجزایر په ابتکار د دغې شورا د ۱۵ غړو له خوا د اسراییل او حماس په جګړه کې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه وکړي، امریکا داسې نښې نښانې ښودلي چې دغه غوښتنه به ویټو کړي.

واشنګټن د اسراییل او حماس جګړې په اړه د ملګرو ملتونو په هر اقدام کې د اوربند له کلمې سره مخالف کړی؛ خو اوس د متحده ایالاتو د مسودې متن هغه الفاظ تکراروي چې ولسمشر جوبایډن ویلي، چې تېره اونۍ یې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په خبرو کې کارولي وو.

تاجمیر جواد ځانمرګو ته: که اړتیا شوه د نظام د ساتنې په خاطر به "استشهادي" بریدونه کوو

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د استخباراتو د لوی ریاست اپراتیفي مرستیال د دې ډلې ځانمرګو بریدګرو ته په خطاپ کې وویل، چې د نظام د ساتنې او دفاع په خاطر به ځانمرګي بریدونه ترسره کوي. ملا تاجمیر جواد دا څرګندونې د کندهار زېړۍ ولسوالۍ سنګ حصار سیمه کې د خپلې ډلې طالب ځانمرکو بریدګرو ته کړي دي.

د طالبانو څو سرچینو نن سې شنبې (د کب لومړۍ) د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال عبدالحق عمري ته وویل، چې دا څرګندونې د سلواغې په ۲۹ مه نېټه د ځانمرګرو بریدګرو یوې ډلې ته ملا تاجمیر جواد کړي دي.

د ملا تاجمیر جواد دا غږیز کلیپ د طالبانو د پلویانو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سرچینو وویل، چې د کندهار زېړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو د ډلې بنسټګر ملا عمر په حجره کې ځانمرکي بریدګر اوسیږي.

ملا تاجمیر جواد د ملا عمر حجرې ته په اشارې سره وايي: " په دغه خړه پړه حجره کې ملا عمر د اسلامي امت د معصر تاریخ ستر اسلامي خوځښت د طالبانو اسلامي تحریک ابتکار کړی و او دوه ځله یې د اسلامي نظام د قیام فرصت پيدا کړ."

ملا تاجمیر جواد ځانمرکي بریدګر مخاطب کړي او زیاته کړې یې ده: "مونږ او تاسو دا خوځښت په وینو بدرګه کړ، اوس به د دې خوځښت د جهاد قتال او مبارزو په برخه کې راغلی اسلامي نظام په خپلو وینو باندې ساتو."

ملا تاجمیر جواد په خپلو خبرو کې زیاتوي : "مونږ استشهادیان وو، استشهادیان یو او استشهادیان به یو، هر وخت که ضرورت پېښ شو، لومړني هغه څوک چې استشهادي عملیات به د دې نظام د ساتنې او دفاع پخاطر ترسره کوي؛ هغه به مونږه او تاسو یو".

د طالبانو دغه چارواکي د خپلو اصلي اهدافو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي؛ خو وايي چې د ملا هبت الله په مشرۍ به دا خوځښت تر اصلي اهدافو پورې رسوي.

که څه هم ملا هبت الله په ځانکړي ځواک کې د طالبانو ټول ځانمرګي بریدګر ځای پر ځای کړي دي؛ خو سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو د استخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد په کابل کې د الحمزه استشهادي کنډک سرپرستي هم کوي.

دغه کنډک په کابل کې دی؛ خو د اړتیا په وخت کې ولایتونو ته د جګړې لپاره لېږل کیږي.

تاجمیر جواد د حقاني شبکې له مهمو کسانو څخه دی.

تېر افغان حکومت نوموړی په ملکي اهدافو د خونړيو بریدونو په تنظیمولو هم تورن کړی و.

نوموړی د ۱۳۹۹ کال په عقرب کې د کابل پر پوهنتون د ځانمرګي برید په تنظیمولو تورن دی.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول .

د دغه برید ډېری قربانیان د کابل پوهنتون محصلین وو.

همدا راز نوموړی د پخواني جمهوري دولت پر مهال په ننګرهار کې د کابل بانک پر دفتر د برید طراح هم ګڼل کېده، چې پکې لسګونه د ښوونځي معلمان، عام وګړي، سرتېري او مېرمنې ووژل شوې.

د راپورونه پر بنسټ طالبانو د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد پر ۲۴ کابل ته له ننوتلو وروسته په پراخه کچه خپل مخالفین نیولي، وژلي او شکنجه کړي دي.

تر اوسه د تېر حکومت زیات شمېر امنیتي ځواکونه، د بشري حقونو فعالان او د مدني ټولنې غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.