غزني کې د امربالمعروف محتسبانو د یوې نا دولتي موسسې ښځینه او نارینه کارکوونکي سره جلا کړي

د طالبانو امربالمعروف وزارت محتسبانو په غزني کې د یوې نا دولتي موسسې ښځينه او نارینه کارکوونکو ته ویلي چې په یوه دفتر کې کار و نه کړي او په جلا موټرونو کې سفر وکړي. طالبان وايي، د ښځینه او نارینه په یو ځای کار کول د شریعت خلاف کار دی.