په غزني کې طالبان: دوه کسان قصاص کیږي، خلک دې د عبرت لپاره لیدو ته را شي

AP ۱۴۰۲ کب ۲

په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دې ډلې درې ګونو محکمو د پریکړې او د دغه ډلې د مشر د فرمان د توشیح په اساس سبا دوه کسان د غزني ښار د علي لالا کلي د فوټبال سټیډیم کې قصاص کیږي.
په خبرپاڼه کې د یادو کسانو د هویت او جرم په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو «د عبرت په موخه» د غزني ښار خلک ددغو کسانو د قصاص د لیدو لپاره بللي دي.
له دې سره، له خلکو غوښتل شوي چېد ویډیو او انځور اخېستو د مخنیوي لپاره د مبایلونو، کمرو او د نورو الکترونیکي توکو له راوړلو ډډه وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دا دویم ځل دی چې دا ډله د قصاص حکم عملي کیږي.
د قصاص لومړی حدود په فراه ولایت کې تیر کال عملي شول چې له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره هم مخ شو.
طالبان په داسې حال کې په افغانستان کې د قصاص او درو حدود عملي کوي، چې پر دغه ډله د بې ګناه وژنو ادعاوې شته.
که څه هم په عام محضر کې قصاص او په درو وهل له بشري حقونو سرغړونه بلل کیږي، خو طالبان وایي چې شرعي حکم عملي کوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ