• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د لوړو زده کړو او د پوهنې وزیرانو د نیولو حکم اعلان کړ

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده، د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر حبیب الله اغا او د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو پټ حکمونه علني کړل. دا کسان د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې په پراخ جنسیتي تبعیض او بشري ضد جرمونو تورن شوي دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۵مه د یوه اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې دا حکمونه د ۲۰۲۵ کال د جولای او سپټمبر په میاشتو کې صادر شوي وو، خو تر دې دمه محرم پاتې وو.

د محکمې دویمې لومړنۍ څانګې په خپله پرېکړه کې ویلي چې د روم د اساسنامې له مخې د جنسیت پر بنسټ تعقیب او ځورونه یوازې د بیولوژیکي تفاوت تر حده نه محدودېږي، بلکې ټولنیز دودونه او رولونه هم پکې راځي.

قاضیانو موندلې چې دغو څلورو کسانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې د افغان ښځو، نجونو او هغو کسانو پر ضد چې د طالبانو د جنسیتي پالیسیو مخالفت یې کړی، د بشریت پر وړاندې د ځورونې او تبعیض جرمونه پلان او عملي کړي دي.

همدارنګه هغه وګړي چې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړي ګڼل کېدل، د سیاسي مخالفت په تور په نښه شوي دي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې ټینګار کړی چې د طالبانو له‌خوا پلي شوي سیاستونه د افغانستان د ملکي وګړو د اساسي حقونو د سختو سرغړونو لامل شوي، چې له امله یې د وژنې، بند، شکنجې، جنسي تېري او جبري ورکېدو پېښې رامنځته شوې دي.

محکمې څرګنده کړې چې که څه هم طالبانو پر ټول ولس محدودیتونه لګولي، خو ښځې او نجونې یې په ځانګړي ډول د هغوی د جنسیت له امله د زده‌کړې، شخصي او کورني ژوند، ګرځېدو، بیان، فکر او مذهب له بنسټیزو ازادیو بې‌برخې کړې دي.

د محکمې په موندنو کې راغلي چې د روم د اساسنامې هدف د ملکي وګړو، په ځانګړي توګه د زیان‌ګالو ډلو خوندیتوب دی او د جنسیت پر بنسټ ځورونه یوازې په مستقیم تاوتریخوالي نه، بلکې په بنسټیزو او سیستماتیکو زیانونو کې هم نغښتې ده.

قضايي پلاوي زیاته کړې چې طالبانو حتا هغه کسان هم په نښه کړي چې په غیرمستقیم ډول یې د دې پالیسیو مخالفت کړی یا د ښځو د حقونو ملاتړي پاتې شوي او هغوی ته یې د سیاسي مخالفانو په سترګه کتلي دي.

تر دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوالۍ د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا او د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو رسمي غوښتنه کړې وه، چې محکمې د هغوی د نیولو حکمونه تصویب کړي وو خو تر دې مهاله پټ ساتل شوي وو.

ندا محمد ندیم او حبیب‌الله اغا د طالبانو په اداره کې د نجونو او ښځو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندولو او پر زده‌کړو د سختو بندیزونو د عملي کولو اصلي مسوولین بلل کېږي.

طالبانو د خپلو دوو وزیرانو د نیولو د حکم په تړاو لاتروسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

راپور: د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف اوس د مستقیم تقابل بڼه خپلوي

۴

د طالبانو سفیر: د افغان سوداګرو لپاره د روسیې ویزو ته د لاسرسي پر اسانتیا کار کوو

۵

سرچینې: طالبانو عمار یاسر ته پر هبت الله د وروستیو نیوکو له امله توصیه کړې ده

•
•
•

نور خبرونه

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۰۹ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د مسکو فارمټ په ناسته کې ویلي، چې طالبانو له ټي‌ټي‌پي او نورو وسله والو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي او په خپله خاوره کې یې پناه ور کړې ده. هغه ددفاعي اقداماتو په توګه په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپل اېکس کې د مسکو فارمټ د مشورتي غونډې ناسته کې خپله کړې وینا خپره کړې ده.

محمد صادق ادعا کړې، چې ترهګري د افغانستان د ستونزو په اصلي مرکز کې ځای لري.

هغه د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۳مه نېټه په مسکو کې د وینا پر مهال څرګنده کړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د پرمختګ نشتوالي، د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر حقونو دوامداره بندیزونو او د ټولشموله حکومت نشتوالي د سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

محمد صادق ویلي، چې یوازې په وروستیو دریو کلونو کې له ۴ زره او ۷۰۰ څخه زیات پاکستانیان د هغو وسله والو بریدونو له امله وژل شوي چې سرچینه یې دده په وینا، په افغانستان کې وه.

هغه طالبان د وسله والو په ملګرتیا تورن کړي او زیاته کړې یې ده، چې ترهګرې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان، بي‌اېل‌ای، ای‌ټي‌ای‌ایم، داعش او القاعده د افغانستان له خاورې په ازاده توګه فعالیت کوي.

د پاکستان استازي ټینګار کړی، چې د دوی پوځي او استخباراتي عملیات دفاعي بڼه لري او د خپلو وګړو د ساتنې لپاره د مشروع دفاع د حق پر بنسټ کېږي.

د پاکستان ځانګړي استازي ویلي، چې که څه هم هېواد یې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې کړې، د سوداګرۍ او ټرانزیټ اسانتیاوې یې برابرې کړې او د نړۍوالې ټولنې سره د دغه هېواد د نښلولو هڅه یې کړې خو افغانستان اوس مهال له ناوړه بشري بحران، د خوړو له سخت کمښت، د اوبو له نشتوالي او پرله‌پسې اقلیمي او طبیعي پېښو سره لاس او ګرېوان دی.

هغه پوښتلي، چې ایا د طالبانو اوسنیو تګلارو له عامو افغانانو سره مرسته کړې او د ګاونډیو هېوادونو مشروع اندېښنو ته یې ځواب ویلی دی او که نه.

صادق همدارنګه روښانه کړې چې بهرني لوبغاړي هم د افغانستان دننه د خپلو نیابتي ډلو په ملاتړ وضعیت نور هم پېچلی کوي څو دده په وینا، پاکستان او د سیمې نور هېوادونه په نښه کړي.

هغه ویلي، چې هېڅ مسوول دولت نه شي کولی د خپلو وګړو او امنیت خلاف د دا ډول ګواښونو پر وړاندې بې‌پروا پاتې شي او پاکستان به د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره د نړۍوالو اصولو او د اړتیا له مخې د افغانستان دننه د وسله والو د مرکزونو او پټنځایونو پر وړاندې مشروع ګامونو پورته کولو ته دوام ورکړي.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه مشورتي ناسته د دوشنبې په ورځ د روسیې، ایران، هند، چین، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او اوزبکستان د ځانګړو استازو او چارواکو په ګډون په مسکو کې پیل شوه.

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۳۴ GMT+۱
•
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنډله
100%

د ایران او طالبانو اړیکې د افغانستان د معاصر سیاست له تر ټولو پېچلو او له تناقضونو ډکو اړیکو څخه دي.

دا اړیکې په داسې حال کې له ژور بدلون سره مخ شوې چې طالبان د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو کې د ایران له ستراتیژیکو او مذهبي متحدانو سره په جګړه کې وو، په مزارشریف کې ایراني ډېپلوماتان ووژل شول او تهران د طالبانو پر ضد د پوځي اقدام تر پولې ورسېد.

خو څو کاله وروسته همدغه ایران له طالبانو سره پټې اړیکې پراخې کړې، د هغوی له استازو سره یې ناستې وکړې، د افغانستان د جمهوریت پر مهال یې د طالبانو له استازو سره خبرې ومنلې او په پای کې، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د کابل کې د طالبانو له نوي نظام سره یې اړیکې تر بل هر وخت رسمي او پراخې کړې.

پوښتنه دا ده چې ایا تهران او طالبان د یوه اوږدمهاله ستراتیژیک شراکت پر لور تللي، که دواړه لوري یوازې د خپلو اړتیاوو له مخې یو له بل څخه استفاده کوي؟

د موجودو نښو له مخې، د دواړو اړیکې تر ډېره پر ګډو لنډمهالو او منځمهالو امنیتي، اقتصادي او جیوپولیټیکو اړتیاوو ولاړې دي؛ خو د دوی ترمنځ د ایډیولوژیک، مذهبي او ستراتیژیکو اختلافاتو له امله د یوه بشپړ او ژور اتحاد ادعا له احتیاط پرته نه شي کېدای.

له مزارشریف څخه تر تهران؛ د دښمنۍ لومړۍ لویه ازموینه

کله چې طالبان د ۱۹۹۰مې لسیزې په منځ کې په افغانستان کې په چټکۍ سره پراخېدل، ایران له دې نوي ځواک سره د اړیکو په اړه له احتیاط سره چلند کاوه.

طالبانو په لومړیو کلونو کې د ایران له دودیزو متحدانو، په ځانګړي ډول د شیعه سیاسي او نظامي ډلو، سره جګړه کوله. ایران د مجاهدینو د جګړو له دورې وروسته د برهان‌الدین رباني د حکومت په وړاندې د وحدت حزب ملاتړ کاوه، خو طالبان په تدریجي ډول هغه ځواک شو چې د افغانستان د ډېرو برخو کنټرول یې تر لاسه کړ.

د ۱۹۹۸ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له خوا د مزارشریف له نیول کېدو وروسته وضعیت ناڅاپه ترینګلی شو. په ښار کې د ایران د قونسلګرۍ یو شمېر کارکوونکي او یو خبریال ووژل شول.

ایران د دغې پېښې له امله سخت غوسه شو او د افغانستان پولې ته یې ځواکونه ولېږدول. د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمې جګړې احتمال تر بل هر وخت زیات شو.

طالبانو د ایراني دیپلوماتانو د وژلو مسئولیت رد کړ او ادعا یې وکړه چې دغه کار د خپل‌سرو وسله‌والو له خوا ترسره شوی دی.

100%

د طالبانو د لومړۍ دورې له چارواکو او لیکوالانو څخه ملا عبدالحی مطمئن هم په خپل کتاب «ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان» کې د مزارشریف د پېښې په اړه د ملا محمد عمر سخت غبرګون رااخلي. د مطمئن په روایت، ملا عمر د پېښې د عاملینو د موندلو او مجازاتولو خبره کړې وه؛ هغه دا د دې نښه بولي چې د پېښې طرحه د طالبانو له مشرۍ سره تړاو نه درلود.

په همدې حال کې د ایران او طالبانو ترمنځ د جګړې احتمال تر هغه وروسته کم شو چې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جګړې د نه پیلولو پرېکړه وکړه.

د مزارشریف پېښه د دواړو لوریو په تاریخ کې یوه مهمه نښه پاتې شوه؛ خو په عجیبه توګه همدغه پېښې د راتلونکو اړیکو مخه په بشپړه توګه ونه نیوله.

د دښمن دښمن؛ د اړیکو لومړنی منطق

د طالبانو په منځ کې له ایران سره د اړیکو لپاره له لومړنیو دلایلو څخه یو دا و چې ایران د امریکا مخالف هېواد و.

د طالبانو یوې برخې فکر کاوه چې که ایران له امریکا سره په تقابل کې وي او طالبان هم د امریکا مخالفت کوي، نو د دواړو ترمنځ د ګډې ګټې زمینه شته، خو د اړیکو تر شا یوازې د امریکا ضد دریځ نه و.

طالبان د افغانستان له اوږدو تنظیمي جګړو وروسته په داسې وخت کې راڅرګند شول چې د خلکو یوه لویه برخه له جګړو ستړې شوې وه. ایران هم په چټکۍ سره درک کړه چې طالبان نور یوازې یوه محلي مذهبي ډله نه ده، بلکې د پاکستان، سعودي عربستان، عرب جنګیالیو او وروسته القاعدې په څېر پراخو شبکو سره یې اړیکې جوړې کړې دي.

د ایران لپاره دا مهمه وه چې د افغانستان د نوي قدرت ماهیت، اړیکې او احتمالي ګواښونه وپېژني، نو همدغه اړتیا تهران اړ کړ چې له طالبانو سره د مستقیمې دښمنۍ ترڅنګ د اړیکو لپاره هم یوه دروازه پرانیستې وساتي.

القاعده؛ د ایران لپاره ګډه او متناقضه معادله

د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال د اسامه بن لادن او القاعدې حضور د افغانستان معادله لا پېچلې کړه.

اسامه بن لادن، چې له سعودي عربستان سره د اختلافاتو وروسته افغانستان ته راغلی و، د طالبانو له مشرۍ سره نږدې شو. د طالبانو او القاعدې اړیکو وروسته نړیواله بڼه پیدا کړه.

د القاعدې د امریکا ضد دریځ له یوې خوا ایران ته د پام وړ و، خو له بلې خوا د القاعدې سلفي او جهادي ایډیالوژي د ایران له مذهبي او ستراتیژیکو لیدلورو سره ژور اختلاف درلود.

ایران په همدې دلیل هڅه کوله چې د طالبانو، القاعدې او نورو افغان او سیمه‌ییزو وسله‌والو ډلو ترمنځ اړیکې درک کړي او د افغانستان د احتمالي راتلونکو تحولاتو لپاره له بېلابېلو لورو سره خپل تماسونه وساتي.

د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د طالبانو امارت په رسمیت پېژانده. دا درې واړه د ایران لپاره مهم سیمه‌ییز لوبغاړي او په ځینو برخو کې سیالان وو.

له همدې کبله د طالبانو اړیکې له دغو هېوادونو سره د ایران د افغانستان د پالیسۍ یوه مهمه برخه وه.

اقتصاد؛ هغه دروازه چې سیاست یې پرانیست

سره له دې چې ملګرو ملتونو د طالبانو د لومړي امارت پر وړاندې بندیزونه لګولي وو، ایران له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پرې نه کړې او همداراز یې د افغانستان بازار ته خپل تېل، ګاز، خوراکي توکي او صنعتي محصولات صادرول.

افغانستان د ایران لپاره یو نږدې او د پام وړ بازار و؛ له بلې خوا د افغانستان لوېدیځې او سوېلي سیمې له ایران سره له پخوا اقتصادي او بشري اړیکې لرلې.

د هلمند، فراه، نیمروز، هرات او کندهار ګڼو اوسېدونکو له کلونو راهیسې ایران ته د کار لپاره سفرونه کول. همدې بشري اړیکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تعامل لپاره طبیعي زمینه برابره کړې وه.

د ایران لپاره له طالبانو سره اړیکو په دې برخه کې عملي ګټه هم لرله. په هغو سیمو کې چې طالبان پوځي نفوذ درلودل، له هغوی سره تماس د سوداګرۍ او سرحدي فعالیتونو د خوندي کولو یوه وسیله وه.

بل لورته د ایران او افغانستان په اړیکو کې د هلمند سیند اوبه له مهمو مسایلو څخه دي او تهران تل اندېښمن و چې د افغانستان د بندونو او اوبو مدیریت به د ایران پر سیستان او بلوچستان اغېز وکړي.

د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال هم ایران هڅه وکړه چې د هلمند د اوبو د وضعیت په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.

د وحید مژده د روایت له مخې، ایران غوښتل یو تخنیکي پلاوی افغانستان ته واستوي څو د کجکي بند او د هلمند سیند وضعیت له نږدې وګوري.

وروسته د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د اوبو مسئله لا حساسه شوه، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د افغانستان حکومت د اوبو د مهار او نویو بندونو پر جوړولو ټینګار وکړ.

د طالبانو د دوهمې واکمنۍ له راتګ وروسته ایران هڅه وکړه چې له نوي حکومت سره د اوبو په مسئله کې تفاهم ته ورسېږي.

خو د ایران لپاره د اوبو مسئله یوازې د اوبو مسئله نه ده؛ دا د سرحدي امنیت، اقتصاد، کډوالۍ او د افغانستان د سیاسي ثبات له مسئلو سره تړلې ده.

امریکا؛ د ایران او طالبانو د نږدې کېدو تر ټولو مهم عامل

د ایران او طالبانو د اړیکو په تحول کې ښايي تر ټولو مهم جیوپولیټیک عامل د امریکا حضور وي.

له ۲۰۰۱ کال وروسته امریکايي او ناټو ځواکونه افغانستان ته راغلل. ایران له یوې خوا د طالبانو د لومړي امارت د سقوط هرکلی وکړ، خو له بلې خوا یې ولیدل چې د امریکا پوځي حضور اوس د ایران ختیځ سرحد ته نږدې شوی او د ایران لپاره یو ستر امنیتي تحول و.

امریکايي ځواکونو په افغانستان کې اډې، هوايي ځواک، استخباراتي مرکزونه او پراخ پوځي حضور درلود. وروسته په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا د عراق جګړې وضعیت لا پیچلی کړ.

په داسې حالت کې ایران ځان د امریکا د پوځي حضور ترمنځ محاصره احساساوه، له لوېدیځه عراق او له ختیځه افغانستان. له همدې ځایه د ایران د سیمه‌ییز امنیت محاسبه بدله شوه.

د بن کنفرانس او د نوي افغانستان جوړېدل

د طالبانو د لومړي امارت له سقوط وروسته ایران د افغانستان د نوي سیاسي نظام په جوړېدو کې فعال رول ولوباوه.

د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس د افغانستان د نوي سیاسي جوړښت لپاره د مهمو پرېکړو مرکز و.

ایران د نوي نظام له جوړېدو ملاتړ وکړ او د حامد کرزي له حکومت سره یې اړیکې پراخې کړ،. خو په عین حال کې ایران نه غوښتل چې افغانستان په بشپړه توګه د امریکا تر نفوذ لاندې پاتې شي.

له همدې کبله د ایران سیاست دوه اړخیزه بڼه درلوده، له یوه لوري له نوي افغان حکومت سره رسمي او دیپلوماتیکې اړیکې او له بلې خوا له هغو ډلو سره تماسونه چې د امریکا د حضور مخالفې وې.

د همدې سیاست په ترڅ کې د طالبانو له ځینو شبکو سره د ایران د اړیکو په اړه راپورونه زیات شول.

د ایران له نظره دا اړیکې د افغانستان د راتلونکي د اټکل لپاره یوه وسیله وه.

تهران نه غوښتل چې که طالبان بېرته واک ته ورسېږي، ایران له هغوی سره هېڅ اړیکه ونه لري.

همدا لامل و چې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د طالبانو د سیاسي استازو سفرونه او د ایران له چارواکو سره ناستې په تدریجي ډول علني شوې.

د ایران له لوري د طالبانو د استازو منل د دې نښه وه چې تهران نور طالبان یوازې د یوه وسله‌وال مخالف په توګه نه، بلکې د افغانستان د راتلونکي یوه مهمه سیاسي برخه ګڼي.

ایران، روسیه او طالبان؛ د امریکا پر وړاندې ګډه محاسبه

ایران یوازې نه و، بلکې روسیې هم په تدریجي ډول له طالبانو سره اړیکې پراخې کړې.

دواړو هېوادونو اندېښنه لرله چې د افغانستان له لارې به د امریکا او ناټو حضور په سیمه کې اوږدمهاله شي او وروسته چین هم د افغانستان په معادله کې فعال شو. له همدې امله طالبانو له سیمه‌ییزو قدرتونو سره د اړیکو په جوړولو کې فرصت وموند.

د مسکو او تهران ناستو طالبانو ته دوه مهمې ګټې ورکړې:

لومړی، له سیمه‌ییزو قدرتونو سره یې رسمي تماسونه زیات شول.

دویم، طالبان ورو ورو له یوه صرفاً وسله‌وال حرکت څخه داسې سیاسي لوري ته واوښتل چې سیمه‌ییز قدرتونه ورسره مذاکراتو ته حاضر وو.

پاکستان او سعودي؛ د ایران او طالبانو د اړیکو بل مهم اړخ

ایران او پاکستان دواړه په افغانستان کې مهم نفوذ لري، خو د دواړو ترمنځ سیالي هم اوږد تاریخ لري.

پاکستان د طالبانو د لومړي امارت له اصلي ملاتړ کوونکو څخه و، خو ایران په افغانستان کې د طالبانو مخالف شمالي ائتلاف ته نږدې و. سره له دې، ایران له طالبانو سره اړیکې هم وساتلې.

وحید مژده په خپلو لیکنو کې د ایران او پاکستان د اقتصادي او سیاسي رقابت یادونه کوي او د اسلام‌کلا بندر پرانیستل د دې سیالۍ یوه بېلګه بولي.

د ایران لپاره د افغانستان لوېدیځ بازار اهمیت درلود، پاکستان بیا غوښتل چې د افغانستان سوداګریز بازار تر ډېره د خپل نفوذ لاندې وي.

په همدې توګه افغانستان د ایران او پاکستان ترمنځ د پراخې جیوپولیټیکې سیالۍ یوه برخه شو.

بل لورته د ایران او طالبانو اړیکې له سعودي عربستان سره د دواړو لوریو د مناسباتو له وضعیت څخه هم اغېزمنې شوې دي.

سعودي عربستان د طالبانو د لومړي امارت له درېیو رسمي پېژندونکو هېوادونو څخه و، خو د اسامه بن لادن مسئله د ریاض او طالبانو ترمنځ د اختلاف اصلي موضوع شوه.

ایران په همدې وخت کې د سعودي عربستان او طالبانو ترمنځ اختلافات له نږدې څارل.

د ایران لپاره دا مهمه وه چې طالبان له سعودي عربستان او د هغه له سلفي شبکو څخه څومره لرې یا نږدې دي.

د طالبانو په دوهم امارت کې وضعیت یو څه بدل شو. طالبانو په ختیځ افغانستان کې د داعش خراسان او ځینو سلفي ډلو پر وړاندې سخت اقدامات وکړل.

د ایران لپاره دا یو مهم مثبت ټکی و؛ ځکه تهران د داعش او سلفي جهادي ډلو په وړاندې ژوره امنیتي اندېښنه لري.

داعش؛ د تهران او طالبانو د ګډې اندېښنې یوه برخه

د طالبانو او ایران ترمنځ د اړیکو په نوي پړاو کې داعش یوه مهمه موضوع ده.

داعش خراسان د طالبانو له اصلي وسله‌والو مخالفانو څخه دی او طالبانو د دې ډلې پر وړاندې پراخ امنیتي عملیات کړي دي.

ایران هم داعش د خپل امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼي. په همدې دلیل د داعش پر وړاندې د طالبانو جګړه د تهران لپاره د اړیکو د دوام یوه عملي زمینه برابروي.

خو دا ګډه اندېښنه په دې معنا نه ده چې د دواړو لوریو امنیتي لیدلوري په بشپړه توګه یو شان دي.

100%

د طالبانو د بیا ظهور پر مهال د ایران احتمالي ملاتړ

د طالبانو د دوهمې جګړې پر مهال د ایران له خوا د طالبانو د احتمالي وسلوال ملاتړ په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي.

په ځینو مواردو کې له طالبانو سره د ایراني وسلو، مهماتو او نورو تجهیزاتو د موندل کېدو ادعاوې مطرح شوې.

ایراني چارواکو په عمومي ډول له طالبانو سره د اړیکو درلودل رد نه کړل، خو د وسلوال ملاتړ ادعاوې یې په بېلابېلو وختونو کې رد کړې یا پرې چوپ پاتې شول.

د ایران لپاره د طالبانو د جګړې ملاتړ، که هره کچه یې وه، له یوه پراخ جیوپولیټیک منطق سره تړل کېدای شو او هغه دا چې د افغانستان له لارې د امریکا د نفوذ کمول.

د ایران او طالبانو د اړیکو په بحث کې د طالبانو دوهم مشر ملا اختر محمد منصور ځانګړی ځای لري.

منصور په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان په بلوچستان کې د امریکا د بې‌پیلوټه برید له لارې ووژل شو، په داسې حال کې چې راپورونه ښيي نوموړی له ایران څخه پاکستان ته روان و.

د هغه د سفر څرنګوالي او په ایران کې د پاتې کېدو په اړه له هغه وخت راهیسې ګڼې پوښتنې مطرح شوې دي.

د منصور د ایران سفر یو مهم پیغام درلود او هغه دا چې د طالبانو او ایران اړیکې تر هغه ځایه رسېدلې وې چې د طالبانو لوړپوړي مشر کولی شول له ایران سره تماس ولري او له هغه هېواد څخه تېر شي. دا اړیکه د طالبانو او ایران ترمنځ د اعتماد د کچې په اړه د پام وړ نښه وه.

اقتصادي ګټې؛ د اړیکو تر ټولو قوي ستن

د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو په دوام کې اقتصاد تر ټولو عملي عامل ګڼل کېدای شي.

ایران د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی.

د ایران لپاره افغانستان:

  • د خپلو تولیداتو مهم بازار دی.
  • د انرژۍ او نفتو د صادراتو بازار دی.
  • د منځنۍ اسیا پر لور د ترانزیټي لارې احتمالي دروازه ده.
  • د چابهار بندر لپاره مهم جغرافیایي شریک دی.
  • او د ایران د ختیځ سرحد د امنیت له نظره حیاتي اهمیت لري.

داسې نه ده چې یوازې ایران د خپلو ګتو لپاره له طالبانو سره اړیکې پالي، بلکې طالبان هم له ایران سره اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري.

د نړیوالې انزوا، بندیزونو او د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله افغانستان د سیمه‌ییزو سوداګریزو اړیکو پراخولو ته اړتیا لري.

له همدې امله اقتصاد د دواړو لوریو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو د مدیریت یوه مهمه وسیله ګرځېدلې ده.

ایران له افغانستان سره شاوخوا زر کیلومتره ګډه پوله لري او د دې پولې امنیت د تهران لپاره حیاتي اهمیت لري.

قاچاق، مخدره توکي، انساني قاچاق، وسله‌والې ډلې او ناقانونه تګ راتګ هغه مسایل دي چې ایران یې د افغانستان له خاورې سره تړلي بولي.

د ایران لپاره د طالبانو یوه ځانګړتیا دا ده چې طالبان د افغانستان په لوېدیځ او سوېل لوېدیځو سیمو کې پراخ امنیتي حضور لري.

له همدې امله تهران غواړي له هغه ځواک سره مستقیم تماس ولري چې د پولې په اوږدو کې عملي کنټرول لري.

د ایران او طالبانو ترمنځ د سولې د منځګړیتوب هڅې

د دوحې د مذاکراتو تر څنګ مسکو او تهران هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د طالبانو او نورو افغان لورو د ناستو کوربه‌توب وکړ.

ایران هڅه وکړه ځان یوازې د طالبانو د ملاتړي په توګه ونه ښيي، بلکې د افغانستان د سیاسي لارو چارو د منځګړي په توګه هم مطرح کړي.

خو د دغو هڅو اصلي ګټه طالبانو ته ورسېده؛ ځکه هغوی له سیمه‌ییزو قدرتونو سره پراخ سیاسي تماسونه پیدا کړل.

په دې توګه د طالبانو نړیوال انزوا په تدریجي ډول کمېده او بلاخیره د طالبانو د بیا واکمنېدو بهیر د ایران او طالبانو اړیکو ته نوی فصل پرانیست.

د ۲۰۲۱ کال په جولای کې اسلام‌کلا بندر د طالبانو لاس ته ولوېد او وروسته د نیمروز د سقوط او د افغانستان د نورو سیمو د چټک سقوط بهیر پیل شو خو ایران بیا هم د افغانستان له وضعیت سره هممهاله خپل دیپلوماتیک حضور وساته.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایران د هغو لږو هېوادونو له ډلې شو چې خپل سفارت یې په کابل کې پرانیستی وساته.

دا اقدام مهم و؛ ځکه ډېرو هېوادونو خپل دیپلوماتیک حضور محدود یا په بشپړه توګه ختم کړی و.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغان کډوالو نوې څپه ایران ته ولاړه. په دې ډله کې د جمهوریت دولتي چارواکي، پوځیان، سیاستوال، قومي مشران او عادي افغانان شامل وو.

ایران له طالبانو سره د اړیکو له پراخېدو سره سره د طالبانو د مخالفینو لپاره هم د تګ راتګ او استوګنې زمینه په بشپړه توګه ونه تړله.

دا سیاست ښيي چې تهران هڅه کوي له یوه لوري له واکمنو طالبانو سره اړیکې وساتي او له بلې خوا د افغانستان د احتمالي راتلونکو سیاسي بدلونونو لپاره له نورو لورو سره هم خپل ارتباط له لاسه ورنه کړي.

د طالبانو دوهم امارت؛ د اړیکو نوی توازن

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ایران او افغانستان سوداګري پراخه شوه. د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ، ترانزیټ، نفتو، خوراکي توکو او نورو برخو اړیکې زیاتې شوې، خو د دې نږدېوالي ترڅنګ اختلافات هم موجود دي.

100%

د هلمند اوبه لا هم د ایران له مهمو اندېښنو څخه دي او د افغان کډوالو مسئله هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د فشار یوه موضوع ده.

د سرحدي شخړو، قاچاق، د اوبو د حق او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه وخت ناوخت اختلافات راپورته کېږي او له همدې امله د دواړو اړیکې له بشپړ ثبات څخه لرې دي.

ایران ولې طالبان نه پرېږدي؟

د ایران لپاره طالبان څو مهمې ګټې لري.

لومړی؛ امریکا: طالبان د امریکا له پوځي حضور سره د اوږدې جګړې سابقه لري.

دویم؛ سرحد: طالبان د ایران د ختیځ ګاونډ د پراخو سیمو عملي واکمن دي.

درېیم؛ داعش: طالبان له داعش خراسان سره جګړه کوي.

څلورم؛ اقتصاد: افغانستان د ایران لپاره مهم بازار او د ترانزیټ احتمالي مسیر دی.

پنځم؛ اوبه: ایران غواړي د هلمند د اوبو په مسئله کې له کابل سره مستقیم نفوذ ولري.

شپږم؛ جیوپولیټیک: ایران نه غواړي افغانستان د امریکا یا کوم بل سیال قدرت د نفوذ ځانګړې ساحه شي.

طالبان ولې ایران ته اړتیا لري؟

د طالبانو اړتیاوې هم کمې نه دي.

اقتصادي اړتیا: ایران د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک دی.

ترانزیټ: د چابهار بندر د افغانستان لپاره بدیلې سوداګریزې لارې برابروي.

انرژي: افغانستان له ایران څخه نفت، ګاز او برېښنا اخلي.

دیپلوماتیک ملاتړ: ایران د طالبانو له هغو سیمه‌ییزو شریکانو څخه دی چې له هغوی سره یې اړیکې ساتلې دي.

سیاسي مشروعیت: د تهران په څېر د یوه سیمه‌ییز قدرت تعامل له طالبانو سره د هغوی د نړیوالې انزوا په کمولو کې مرسته کوي.

خو ولې دا لا هم ستراتیژیک اتحاد نه شي بلل کېدای؟ سره له دې چې د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې پراخې شوې، د دواړو ترمنځ ژور اختلافات هم شته.

ایران شیعه اسلامي جمهوریت دی، طالبان سني او د حنفي مذهب پر بنسټ د اسلامي امارت نظام لري.

د دواړو مذهبي او سیاسي نظامونه یو شان نه دي.

د ایران لپاره د افغانستان د شیعه هزاره ټولنې وضعیت مهم دی، په داسې حال کې چې طالبان د خپل داخلي امنیتي او سیاسي لیدلوري له مخې له ټولو افغانانو سره د تعامل ځانګړی سیاست لري.

له بلې خوا طالبان د ایران د سیمه‌ییزو متحدانو له شبکې سره په بشپړه توګه تړاو نه لري.

طالبان له پاکستان سره تاریخي اړیکې لري، له قطر سره سیاسي اړیکې لري، له روسیې او چین سره هم تعامل کوي او د سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو لپاره هم د اړیکو دروازې خلاصې ساتي.

نو طالبان نه غواړي چې د ایران په ځانګړي محور کې شامل شي او همداشان ایران هم نه غواړي خپل ټول کارتونه یوازې پر طالبانو وتړي.

د ایران دوه اړخیز سیاست؛ له طالبانو سره اړیکه، له مخالفانو سره تماس

د تهران یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې هڅه کوي په افغانستان کې له یوه وخت څخه د یوه لوري پر ځای له څو لورو سره اړیکې وساتي.

له طالبانو سره یې رسمي اړیکې دي، خو د طالبانو مخالفو افغان څېرو سره هم د ایران اړیکې په بشپړه توګه نه دي پرې شوې.

په دې توګه ایران غواړي که په افغانستان کې سیاسي بدلون راشي، نو د نفوذ لپاره یې بدیلې لارې موجودې وي.

دا سیاست د دې څرګندونه کوي چې تهران د طالبانو پر اوږدمهاله سیاسي بقا بشپړ باور نه لري.

د ایران د پخواني رهبر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د لوړپوړي پلاوي ترڅنګ د طالبانو د مخالفو افغان څېرو حضور هم د پام وړ و.

ایران په دې توګه داسې پیغام ورکړ چې له طالبانو سره د خپلو اړیکو باوجود، د افغانستان د ټولو سیاسي لورو لپاره خپلې دروازې نه تړي.

طالبانو هم هڅه وکړه چې له دې موضوع څخه د اړیکو د خرابېدو لپاره پراخه استفاده ونه کړي.

وروسته د مزارشریف د ۱۹۹۸ کال د پېښې په اړه د ایراني چارواکو بیا یادونې دا هم وښوده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په حافظه کې پخوانۍ زخمونه لا ژوندي دي.

د ۱۹۹۸ کال د مزارشریف پېښه د ایران او طالبانو په اړیکو کې داسې موضوع ده چې له منځه نه ده تللې.

که څه هم د دواړو لوریو اړیکې له هغې وروسته ډېرې بدلې شوې، خو ایران لا هم د خپلو وژل شویو دیپلوماتانو موضوع ته د تاریخ د یوې تړل شوې دوسیې په توګه نه ګوري.

دا موضوع ښيي چې د ایران او طالبانو اړیکې یوازې د دوستۍ پر بنسټ نه دي؛ بلکې د محاسبې، اړتیا، شک او متقابل احتیاط پر بنسټ هم ولاړې دي.

له اسراییل او امریکا سره د ایران شخړه؛ د طالبانو اهمیت

په سیمه کې د ایران له امریکا او اسرائیلو سره د شخړو پراخېدو د افغانستان جغرافیایي اهمیت بیا زیات کړی دی.

ایران غواړي د افغانستان له خاورې داسې امنیتي ګواښ رامنځته نه شي چې د تهران پر ضد وکارول شي.

طالبانو هم هڅه کړې چې ایران ته ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د ایران پر ضد د وسله‌والو یا بهرنیو ځواکونو د عملیاتو لپاره نه کارول کېږي او همدا ژمنه د دواړو لوریو د امنیتي اړیکو مهمه برخه ده.

100%

له یارانې تر ابزاري اړیکو

د ایران او طالبانو اړیکې که له تاریخي زاویې وکتل شي، له درېیو لویو پړاوونو تېرې شوې دي:

لومړی پړاو؛ دښمني او شک

د طالبانو د لومړي امارت پر مهال د ایران او طالبانو اړیکې د مذهبي اختلاف، د شمالي ټلوالې د ملاتړ او د مزارشریف د پېښې له امله سختې ترینګلې وې.

دویم پړاو؛ پټه همکاري

د جمهوریت پر مهال ایران له کابل سره رسمي اړیکې لرلې، خو په تدریجي ډول یې له طالبانو سره پټې او وروسته علني اړیکې هم پراخې کړې.

درېیم پړاو؛ عملي تعامل

د ۲۰۲۱ کال وروسته طالبان د افغانستان واکمن شول او ایران اړ شو چې له نوي واقعیت سره مستقیم تعامل وکړي.

په دې پړاو کې اړیکې له سیاسي تماس څخه اقتصادي، امنیتي، سرحدي او دیپلوماتیک تعامل ته وغځېدې.

پایله؛ ستراتیژیک شراکت که ابزاري یارانه؟

د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو له تاریخي بهیر څخه داسې ښکاري چې دواړه لوري د یو بل دایمي او بې‌قیدوشرطه متحدان نه دي. د دوی ترمنځ ګډې ګټې شته، خو ګډې ایډیولوژۍ نه لري.

دواړه د امریکا له نفوذ سره مخالفت لري، خو د امریکا پر وړاندې د دوی د مبارزې تعریفونه یو شان نه دي.

دواړه د داعش له پراختیا اندېښمن دي، خو د امنیتي ګواښونو په اړه یې ټول لیدلوري یو شان نه دي.

دواړه اقتصادي اړتیاوې لري، خو اقتصادي اړیکې د سیاسي اختلافاتو د له منځه وړلو ضمانت نه شي کېدای.

ایران غواړي په افغانستان کې داسې حکومت ولري چې د دغه هېواد امنیت، سرحد او د اوبو مسئله یې د تهران لپاره د کنټرول وړ وي، خو په عین حال کې نه غواړي ټول سیاسي کارتونه یوازې پر طالبانو وتړي.

طالبان بیا له ایران څخه اقتصادي، ترانزیټي او دیپلوماتیکې ګټې اخلي، خو نه غواړي د یوه ځانګړي سیمه‌ییز محور برخه شي.

له همدې کبله د ایران او طالبانو اړیکې تر ډېره «د اړتیا پر بنسټ ستراتیژیک تعامل» بلل کېدای شي، نه یو بشپړ ستراتیژیک اتحاد.

د دواړو ترمنځ اړیکه داسې ده چې هر لوری یې د بل لوري له کمزوریو او اړتیاوو څخه د خپلې ګټې لپاره استفاده کوي.

ایران طالبانو ته اړتیا لري، ځکه نه غواړي په ختیځ کې یې یو دښمنه افغانستان رامنځته شي، د امریکا نفوذ بېرته پراخ شي او د سرحد، اوبو، داعش او کډوالۍ ستونزې لا پېچلې شي.

طالبان بیا ایران ته اړتیا لري، ځکه د نړیوالې انزوا، اقتصادي فشار او سیاسي محدودیتونو په شرایطو کې تهران د دوی لپاره د اقتصاد، سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمه‌ییزو اړیکو یوه مهمه دروازه ده.

له همدې امله د ایران او طالبانو یارانه د مینې پر ځای د محاسبې یارانه ده؛ د باور پر ځای د اړتیا یارانه ده؛ او د دایمي اتحاد پر ځای د متقابلو ګټو معامله ده. خو د دې اړیکې راتلونکی لا هم روښانه نه دی.

که په ایران کې د نظام یا بهرني سیاست په کچه لوی بدلون رامنځته شي، د طالبانو په اړه د تهران محاسبه هم بدلېدای شي. همداراز که طالبان له امریکا، لوېدیځ یا نورو سیمه‌ییزو قدرتونو سره د اړیکو په برخه کې نوی ستراتیژیک مسیر غوره کړي، د ایران لپاره به د هغوی اهمیت هم له سره وارزول شي.

په افغانستان کې د طالبانو د مخالفو خوځښتونو راتلونکی، د داعش خراسان فعالیتونه، د ایران او پاکستان اړیکې، د هلمند د اوبو لانجه او د افغانستان د اقتصاد وضعیت هم هغه عوامل دي چې د دواړو لوریو اړیکې به پرې اغېزمنېږي.

په پای کې، د ایران او طالبانو د اړیکو اصلي پوښتنه دا نه ده چې «ایا دوی دوستان دي؟»

اصلي پوښتنه دا ده:

«تر کومه ځایه پورې د دواړو متقابلې اړتیاوې له یو بل سره همغږې پاتې کېږي؟»

تر هغه چې دا اړتیاوې ګډې وي، یارانه به دوام ولري؛ خو که د دواړو ستراتیژیکې محاسبې سره واوړي، همدا یارانه ښايي په لنډ وخت کې له سختې سیالۍ سره بدله شي.

امیرخان متقي: د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وايي، افغانستان له پاکستان سره د ستونزو د حل لپاره په خبرو او ډیپلوماسۍ باور لري، خو ټینګار کوي، چې د پاکستان پوځ د سیاسي تفاهم پر ځای په اړیکو کې له نظامي ژبې کار اخلي او ډیورنډ کرښې ته نږدې یې پخواني افغان سرتیري راټول کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمې مشورتي ناستې ته وویل، چې د افغانستان د جګړې دوره پای ته رسېدلې او اوس د هېواد په ټولو برخو کې امنیت ټینګ دی.

متقي زیاته کړه، چې د حاکمیت بنسټونه پیاوړي شوي او افغانستان له هغه وضعیت څخه چې د اوږدې جګړې او پراخې بې ثباتۍ له امله یې سیمې او نړۍ ته امنیتي اندېښنې پیدا کړې وې، د ثبات، اقتصادي ودې او سیمه ییز تعامل پر لور روان دی.

هغه وویل، چې امنیت اوس یوازې په پوځي مفهوم نه تعریفېږي، بلکې په معاصره نړۍ کې امنیت له اقتصاد، سوداګرۍ، انرژۍ، اوبو، خوړو، معلوماتو، ټولنیز ثبات او سیمه ییز اتصال سره مستقیمه اړیکه لري.

د نوموړي په وینا، طالبان باور لري چې د سیمې راتلونکی باید د امنیتي سیالیو او فشارونو پر ځای پر ګډ امنیت، اقتصادي ادغام، سیمه ییزې نښلونې، خبرو او هوکړې ولاړ وي.

متقي زیاته کړه، چې طالبانو داعش او نورې هغه ډلې، چې د افغانستان او سیمې امنیت ته جدي ګواښ بلل کیږي، ځپلې دي او د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه یې هم د خپلې امنیتي پالیسۍ مهمه برخه ګرځولې ده.

هغه دغه راز وویل، چې داعش، تخریبي شبکې، د نشه یي توکو قاچاق او سازمان یافته جرمونه د یوه هېواد تر پولو محدود نه دي او له دغو ګواښونو سره مبارزه سیمه یزو همکاریو ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان چمتو دی د پولو د امنیت، د قاچاق پر وړاندې ګډې مبارزې او د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې د سیمې له هېوادونو سره همکاري وکړي.

د متقي په وینا، افغانستان د ستونزو د حل لپاره پر خبرو او ډیپلوماسۍ باور لري، خو زیاته یې کړه، چې د پاکستان پوځي رژیم د سیاسي تفاهم پر ځای له افغانستان سره په اړیکو کې یوازی له نظامي ژبې کار اخلي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

هغه وویل، چې پاکستان د تېر جمهوري نظام له سرتېرو او داعش سره په مرسته په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو هڅې کوي او ډیورنډ کرښې ته نږدې یې زرګونه سرتېري راټول کړي دي، څو په افغانستان کې رامنځته شوی امنیت وننګوي.

متقي وویل، چې په بدخشان، نورستان او نورو سیمو کې د دغو هڅو ناکامې بېلګې لیدل شوې دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې طالبان خپل کورنی او بهرنی سیاست په خپلواکه توګه تنظیموي او هېڅکله به د فشار په پایله کې له خپل اساسي تګلوري تېر نه شي. هغه د هر ډول تېري پر وړاندې دفاع د افغانستان مسلم حق وباله.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې افغانستان له سختو اقتصادي شرایطو تېر شوی او اوس د اقتصادي ثبات او بیارغونې څرګندې نښې لیدل کېږي.

د متقي په وینا، د افغانستان د ۱۴۰۴ مالي کال اقتصادي شاخصونه د اقتصادي فعالیتونو د تدریجي بیارغونې ښکارندويي کوي. د نوموړي په وینا، په دغه کال کې د هېواد حقیقي ناخالص تولید ۱،۵ سلنه وده کړې او د اقتصادي بیارغونې بهیر، چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې له ۲،۳ سلنې ودې سره پیل شوی، په تېرو دوو کلونو کې هم دوام موندلی دی.

هغه وویل، چې ددوی حکومت پر تولید، صنعت، کرنې، صادراتو او د خصوصي سکټور پر پانګونې تمرکز کوي، څو اقتصاد په راتلونکي کې د مرستو پر ځای تر ډېره د تولید، سوداګرۍ او پانګونې پر بنسټ ولاړ وي.

نوموړي زیاته کړه چې په ۱۴۰۴ کال کې د ثابتې ناخالصې پانګې جوړښت ۲۸۶،۵ میلیاردو افغانیو ته رسېدلی او په ناخالص کورني تولید کې د پانګونې ونډه له ۱۷ سلنې څخه ۲۱،۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

متقي د سیمې له هېوادونو د پانګونې او اقتصادي مشارکت په برخه کې د لا زیات تعامل غوښتنه وکړه او ویې ویل چې افغانستان یوازې د خپل اقتصاد دننه د ثبات په لټه کې نه دی، بلکې غواړي خپل اقتصاد د سیمې له اقتصاد سره ونښلوي.

هغه د ټاپي، ټاپ، کاسا-۱۰۰۰، ټرانس افغان رېل پټلۍ او نورو سیمه ییزو پروژو یادونه وکړه او ویې ویل چې افغانستان باید د سیمه ییزو رقابتونو میدان نه، بلکې د سیمه ییزو همکاریو د اتصال نقطه وي.

متقي په خپله وینا کې افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا او نورو سیمو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او اتصال په مهم مرکز بدلولو ته هم اشاره وکړه او د انرژۍ، کانونو، کرنې، صنعت، ترانزیټ، لوژستیک او زیربناوو په برخو کې یې د سیمې له هېوادونو د پانګونې غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو بهرنی سیاست پر «خلاصو دروازو، متوازن تعامل، متقابل درناوي او ګډو ګټو» ولاړ دی او د یوه هېواد اړیکې له بل هېواد سره د دښمنۍ یا مخالفت په معنا نه تعریفوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه د سیمې د امنیت یوه مهمه برخه ده.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د کوکنارو کښت او تولید نږدې صفر ته راټیټ شوی، خو د نشه یي توکو موضوع یوازې د افغانستان کورنۍ مساله نه، بلکې یوه نړیواله او سیمه ییزه مساله ده.

هغه ادعا وکړه چې د ډیورنډ فرضي کرښې هغې بلې غاړې ته د نشه یي توکو کښت د ریکارډ تر کچې لوړ شوی او د قاچاق شبکې په ګاونډیو هېوادونو کې د نورو مسیرونو له لارې خپل جرمي فعالیتونه مخ ته وړي، چې دده په وینا، له امله یې ستونزه په بشپړ ډول نه حل کېږي.

متقي د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د نشه یي توکو پر وړاندې ګډې امنیتي، تخنیکي او اقتصادي همکارۍ پیاوړې کړي.

د مسکو فارمټ په اتمه ناسته کې د افغانستان ترڅنګ د سیمې د یو شمېر هېوادونو استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون لري او د افغانستان او سیمې ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره پر سیمه ییزې همکارۍ غږیږي.

د ښوونکي نړۍواله ورځ؛ افغان ښوونکي له اقتصادي ستونزو او کمزوري ښوونیز نظام شکایت کوي

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۴ GMT+۱
100%

د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د دولتي ښوونځيو ښوونکي وايي، د طالبانو له راتګ وروسته یې اقتصادي ستونزې زیاتي شوې، تنخوا پر وخت نه ورکول کېږي، پاملرنه ورته کمه ده او له کمزوري ښوونیز نظام سره مخ دي. ورته مهال په کندهار کې لاهم د مسلکي‌ ښوونکو کمښت لویه ستونزه ګڼل کېږي.

د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت افغانستان انټرنشنل- پښتو په کندهار کې د دولتي ښوونځیو د یوې ښځينه په ګډون د درېيو ښوونکو د ژوند کیسه را اخیستې چې دامهال د نورو ښوونکو په څېر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د دوی په خبره په ډېرې سختۍ په دغه کمو تنخواوو د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

په کندهار کې د زرغونې انا عالي لېسې ښوونکې خالده درې کاله کېږي د ښوونکې دنده له لاسه ورکړې او دامهال د ګڼو کورنیو اقتصادي ستونزو سره مخ ده. په کندهار کې که څه هم د ښځينه ښوونکو کره شمېر لاروښانه نه‌دی؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو او پر زده‌کړو تر بندیزونو وروسته د هغې په څېر لسګونه ښځينه ښوونکې بې دندو شوې دي.

خالدې کلونه د ټولګي په چاپېریال کې له زده‌کوونکو سره تېر کړل؛ هغې په لوړو ټولګیو کې د کېمیا او بيولوژي درس ورکاوه او هڅه یې کوله، چې د زده‌کړو په بهیر کې خپله ونډه ادا کړي. خو اوس د هغې د ښوونکې دنده یوازې د تېر وخت یوه برخه پاتې ده.

خالده وايي، درې کاله کېږي چې له دندې بې‌برخې شوې او له هغه وخت راهیسې یې اقتصادي وضعیت هم سخت شوی دی. هغه زیاتوي: «هغه مهال چې به هره ورځ ښوونځي ته تلمه، د خپلې دندې له لارې به مې د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره عاید درلود؛ خو اوس د خپلې کورنۍ ترڅنګ په کور کې ژوند کوي. دا سخته ده».

خالدې د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه: «کله چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګېد، یو بل کال مې لاهم کښته ټولګیو کې تدریس ورکاوه؛ خو اخیر هم دنده مې د نامعلوم دلیل له مخې را څخه واخیستل شوه».

هغه وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د ژوند ډېرې اړتیاوې په سختۍ پوره کېږي او د دندې نشتوالی یې د کورنۍ پر ژوند هم اغېز کړی دی. د خالدې په خبره، اوس هم د یوه ښوونکي په توګه د بیا کار کولو فرصت ته سترګې په لار ده.

د هغې کیسه د هغو ښځینه ښوونکو د وضعیت یوه بېلګه ده، چې له زده‌کوونکو سره له کلونو کار وروسته له ښوونځیو لرې شوې او اوس د کار او عاید له نشتوالي سره مخ دي.

100%

د ښځینه ښوونکو کمښت او راتلونکي نسل ستونزه

ښوونکي وايي، د افغانستان د ښوونې او روزنې وضعیت هغه مهال لا پېچلی شو چې د ښځینه ښوونکو او مسلکي ښځینه کادرونو راتلونکی هم له محدودیتونو سره مخ شو.

یونېسف د ۲۰۲۶کال په یوه تحلیل کې خبرداری ورکړی، که د نجونو پر منځنیو زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰کال پورې د شاوخوا ۲۰زره ښځینه ښوونکو او ۵زره او ۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

دغه وضعیت په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړې پر راتلونکي اغېز کولای شي؛ ځکه د ښځینه ښوونکو حضور په ډېرو سیمو کې د نجونو د زده‌کړې لپاره مهم بلل کېږي.
خو د طالبانو له راتګ سره نه یوازې ښځینه ښوونکې له ستونزو سره مخ شوې؛ بلکې نارینه ښوونکي هم له ګڼو ستونزو شکایت کوي. ۴۸کلن عبدالقادر له نږدې دوو لسیزو راهیسې د کندهار په یوه دولتي ښوونځي کې دوه وخته د تاریخ او جغرافیې درس ورکوي.

هغه هر سهار ټولګي ته ځي، د زده‌کوونکو مخې ته درېږي او هڅه کوي د هېواد د تېر تاریخ او جغرافیې په اړه هغوی ته معلومات ورکړي؛ خو له ټولګي بهر یې خپل ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

عبدالقادر د شاوخوا اته کسیزې کورنۍ سرپرستي هم پر غاړه لري. نوموړی وايي، د ښوونکي تنخواوې یې د کورنۍ د ټولو اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نه‌کوي او ډېر مهال تنخواوې هم پر خپل وخت نه ورکول کېږي. هغه وايي: «د ښوونکي په توګه د اوږدې مودې له کار سره، سره لاهم د ښوونکو ستونزو ته کافي پاملرنه نه کېږي».

۳۳ کلن علي‌احمد هم په کندهار کې له اوو کلونو راهیسې ښوونکی دی. هغه پښتو او دري مضمونونه تدریسوي او د عبدالقادر په څېر د شاوخوا ۶ کسیزې کورنۍ سرپرست دی.

علي‌احمد وايي، د ښوونکي دنده که څه هم د ټولنې د راتلونکي نسل له روزنې سره تړاو لري؛ خو د اقتصادي ستونزو له امله یې د ژوند ډېرې اړتیاوې په سختۍ پوره کېږي.

دواړه ښوونکي وايي، چې د تنخواوو ترڅنګ، د ښوونیز نظام کمزورتیا او په ښوونځیو کې د اسانتیاوو نشتوالی هم د دوی پر کار اغېز کوي. نوموړی وایي: «ښوونکی یوازې د تدریس مسوولیت نه‌لري؛ بلکې له محدودو امکاناتو، ګڼو زده‌کوونکو او د درسي بهیر له بېلابېلو ستونزو سره هم مخ وي».

د ښوونکو مسوولیت او محدودې اسانتیاوې

د طالبانو تر واک لاندي په ښوونځيو کې د ښوونکو کمښت یوه لویه او جدي‌ ستونزه ګڼل کېږي. واک ته د دغه ډلې له رسېدو وروسته یا هم ډېرو ښوونکو خپلې دندې په خپله خوښه پرېښې، ځینې له سختو محدودیتونو له کبله دندې پرېښېدو ته اړ اېستل شوي او یوشمېر یې له دندو ګوښه شوي دي.

سرچینې وایي، د ډېرو مسلکي ښوونکو ځای طالبانو خپلو غړو او ملاتړو ته ورکړی او له همدې کبله ښوونیز سیسټم له ګڼو ننګونو سره مخ دی. په کندهار کې د احمدشاه بابا عالي لېسې یو ښوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي: «زموږ ګڼ همکار ښوونکي مجبور دي، چې دندې پرېږدي ځکه د ډېرو ښوونځيو مسوولیت طالب پلوه کسانو ته ورکړل شوی او بیا په ښوونځيو کې مخکنیو ښوونکو ته هره ورځ پر ظاهري بڼه او نورو کړنو پېغورونه ورکول کېدل».

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت په خپلو معلوماتو کې وايي، چې په دغه وزارت کې شاوخوا ۲۴۶ زره او ۴۷ ښوونکي شامل دي. یاد وزارت د ۱۴۰۴کال د ښوونکو شمېر هم په خپل رسمي وېب‌ پاڼه کې خپور کړی دی.

په ۱۴۰۳کال کې د طالبانو د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د مسلکي ښوونکو کمښت هم یوه جدي ستونزه بلل شوې وه. د ۲۰۲۴کال په یوه راپور کې د طالبانو د پوهنې وزارت مرستیال ویلي و، چې یوازې د کندهار د پوهنې ریاست شاوخوا ۵زره خالي بستونه لرل او د نویو مسلکي ښوونکو د ګومارنې اړتیا ډېره ښودل شوې وه.

د زده‌کړو ټیټ کیفیت

د ښوونکو اقتصادي ستونزې یوازې د دوی شخصي ژوند نه اغېزمنوي؛ بلکې د زده‌کړو پر کیفیت هم اغېز لرلای شي. په تېرو پنځو کلونو کې ښوونیز سیسټم د کمښتونو، محدودو اسانتیاوو او د مسلکي کادرونو د اړتیا له ستونزې سره مخ دی.

یونسکو په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان د ښوونې او روزنې د وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي و، چې د هېواد ښوونیز نظام د ګڼو بشري، اقتصادي او ټولنیزو فشارونو لاندې دی. دغه سازمان ټینګار کړی و، چې د ښوونکو ملاتړ، خوندي او ټول‌شموله ښوونیز چاپېریال او د مهارتونو پراختیا د ښوونیز نظام د راتلونکي لپاره مهم دي.

یونېسف هم وايي، چې په افغانستان کې د زده‌کوونکو د زده‌کړو پر وړاندې د بېلابېلو ستونزو ترڅنګ، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې د مسلکي ښځینه ښوونکو کمښت د نجونو د زده‌کړو پر لاسرسي اغېز کوي.

د ښوونکي نړۍواله ورځ هر کال د اکتوبر په پنځمه نمانځل کېږي. دغه ورځ د ښوونکو د رول، د هغوی د مسلکي مقام او د زده‌کړې په برخه کې د دوی د ونډې د ارزښت د یادونې لپاره نمانځل کېږي.

خو طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهيسې د ښوونځيو مسوولینو ته امر کړی، چې د ښوونکي ورځ دې نه نمانځي. د خالدې، عبدالقادر او علي‌احمد لپاره د ښوونکي ورځ یوازې د ستاینې ورځ نه‌ده. دوی غواړي، چې د ښوونکي د مسلک ارزښت د خبرو تر کچې محدود نه‌شي؛ بلکې د تنخوا، کاري شرایطو، مسلکي ودې، ښځینه ښوونکو ته د فرصت برابرولو، پر ښځو د زده‌کړو او کاري بندیزونو د لرې کولو او د ښوونیز چاپېریال په برخه کې عملي پاملرنه هم وشي.

د ښوونکي نړۍواله ورځ؛ ملګرو ملتونو د افغان ښځو لپاره د دوامداره زده‌کړو غوښتنه کړې

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۱ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق «یونېسف» د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت د راتلونکي نسل د روزنې لپاره د افغان ښوونکو د «جذبې، پوهې او ژمنتیا» ستاینه کړې ده. یونېسف ویلي، چې افغان نجونو ته باید د منځنیو او لوړو زده‌کړو حق ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) ویلي، چې په افغانستان کې نجونې له منځنیو زده‌کړو او د دغه دورې له ګڼو فرصتونو بې‌برخې شوې دي.

یونېسف ټینګار کړی، چې له دغه محرومیتونو سره، سره د افغانستان نجونې لاهم د خپلو هیلو پوره کولو لپاره هڅه کوي. یونېسف ویلي: «د نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو حق باید بېرته ورکړل شي».

د یونېسف په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان له یوې خوا د مسلکي او ماهرو ښځو له لاسه ورکولو له ستونزې سره مخ دی او له بلې خوا د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز هغه راتلونکی نسل چې باید د دغه ښځو ځایناستی شي له زده‌کړو او فرصتونو بې‌برخې کوي.

د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، که تر ۲۰۳۰کال پورې په افغانستان کې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز دوام وکړي؛ نو تر څلور مېلیونه ډېرې نجونې به له لومړنیو زده‌کړو پورته د زده‌کړو له فرصتونو بې‌برخې شي.

یونسکو تر دې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په تېرو پنځو کلونو کې تر دوه مېلیونه ډېرې نجونې له لومړنیو زده‌کړو وروسته د خپلو زده‌کړو له دوام بې‌برخې شوې دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی و، که اوسني محدودیتونه دوام وکړي؛ نو تر ۲۰۳۰کال پورې به له زده‌کړو د بې‌برخو نجونو شمېر نږدې څلورو مېلیونو ته ورسېږي.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې د ۱۴۰۰کال په وږي میاشت کې ودرول شوې او د ۱۴۰۱کال د لېندۍ په میاشت کې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده‌کړو منع شوې.

یونېسف خبرداری ورکړی، چې د دغه محدودیتونو دوام د نجونو د زده‌کړو د محرومولو ترڅنګ، د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره د مسلکي ښځینه کدرونو د روزلو وړتیا هم کموي. د دغه بنسټ د اټکل له مخې، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰کال پورې د شاوخوا ۲۰زره ښځینه ښوونکو او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

د ښوونکي نړۍواله ورځ هرکال د اکتوبر په پنځمه نمانځل کېږي. یونسکو په ۱۹۹۴کال کې د اکتوبر پنځمه د ښوونکي نړۍوالې ورځې په توګه وټاکله او له هغه وخت راهیسې دغه ورځ هرکال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) هم د ښوونکو پر ملاتړ او د هغوی د مسلکي مقام پر لوړولو ټینګار کړی دی. یونسکو ویلي، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ښوونکي له ډیجیټلي ټېکنالوژیو، اقلیمي بدلونونو، کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو په څېر له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

دغه سازمان ویلي، ښوونکي د دې لپاره چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي، لا ډېر ملاتړ، مناسب کاري شرایط او د هغوی د مسلک وړ مسلکي مقام ته اړتیا لري.