• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سټلایټ تصویرونو له مخې، په افغانستان کې د لسگونو تاریخي اثارو لوټ او تالان روان دی

۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۰۲ GMT+۰

د بي‌بي‌سي نړۍوالې څانګې د شیکاګو پوهنتون د لرغون پېژندونکو له قوله ویلي، چې دمګړۍ د افغانستان لسګونه لرغونې سیمې په «بلډوزرونو» ویجاړېږي او د لرغون توکو د « سیستماټیک تالان له پاره زمینه برابرېږي.»

دغه لرغون پېژندونکي وایي، د هغو عکسونو پر مټ چې د سپوږمکۍ له لارې اخیستل شوي ښیي چې دغه بهیر په تېر نظام کې پیل شوی او د طالبانو له واکمنېدو وروسته زیات شوی او لا هم روان دی.
د دغه راپور پر بنسټ دغه لرغونې سیمې چې دا مهال د ویجاړېدو په حال کې دي، لرغونتوب یې د اوسپنې او برونزو زمانې ته رسېږي او د ځینو نورو لرغونتوب یې لا له میلاده مخکې زرو کالو ته رسېږي، چې ډېرې دغه سیمې په بلخ ولایت کې دي.
د « شیکاګو پوهنتون د فرهنګي میراثونو د ساتنې مرکز» لرغون پوهان دا رنګه وایي، د سپوږمکۍ پر مټ تر لاسه شوي عکسونه ښیي چې تر دې مهاله په ټول افغانستان کې ۲۹ زره لرغوني سیمې پېژندل شوې دي.
‏دغه تصویرونه ښیي، چې له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۱۶۲ تاریخي سیمې لوټل ‌شوي او له ۲۰۲۱ کال وروسته بیا تر دې دمه په ۳۷ سیمو کې سیستماتیکې غلاوې روانې دي.
‏د «شیکاگو» پوهنتون وایي، چې د دغو غلاوو لپاره لومړی «بولډوزرونه» په دغو تاریخي سیمو کې تخریب کوي او بیا وروسته د تاریخي اثارو لوټ پیلېږي.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند: د مذهبي دلایلو له کبله طالبانو زموږ جواز لغوه کړ

۵
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې