• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د باختر اژانس مشر: یوناما باید په پوره روڼتیا او بشپړ بې پرېتوب خپل راپورونه خپاره کړي

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو سرپرست معیین او د دغې ډلې تر کنټرول لاندې د باختر اژانس مشر ضیاالحق حقمل ویلي:« لکه څنګه چې یوناما د نړۍ او افغانستان لپاره د اړیکو یو پُل دی؛ نو باید په پوره روڼتیا او بشپړ بې پرېتوب سره خپل راپورونه خپاره کړي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د بشري حقونو مشرې فیونا فریزر د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو له سرپرست معیین او د دغې ډلې تر کنټرول لاندې باختر اژانس مشر ضیاالحق حقمل سره وکتل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په خپل یوه راپور کې ویلي، چې په دې کتنه کې د یوناما د بشري حقونو مشرې ویلي چې دوی د حکومتونو د پایښت لپاره د هغوی ترڅنګ کار کوي.
باختر اژانس د نوموړې په حواله لیکلي، چې هر راپور لومړی له بهرنیو چارو وزارت او یا هم نورو حکومتي سرچینو سره شریکوي او بیا یې خپروي؛ چې تر دې مهاله یې د زندانونو د وضعیت، عمومي عفوې، جسمي سلامتیا او نورو برخو کې یې راپورونه خپاره کړي دي.
د راپور له مخې، ضیاءالحق حقمل د یوناما اداره د راپورونو په خپرېدو کې څېړنې ته وربللې وه.
ښاغلي حقمل په دغې لیدنه کې د رسنیزو سرغړونو کمېسیون د چارو په اړه هم ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه کمېسیون له ازادو رسنیو، د رسينو له ملاتړو ادارو او حکومتي ارګانونو څخه جوړه شوې ګډه ټولګه ده چې د ټولو غړیو په خوښه په کې ګډې پرېکړې کېږي.

خو له بل پلوه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی، چې پکې وخت ناوخته پر رسنیو نوي محدودیتونه وضع کېږي او د تېر پرتله اطلاعاتو ته لاسرسی پکې له محدودیتونو سره مخ دی.

د دغو ستونزو ترڅنګ، د طالبانو له‌خوا د خبریالانو خپلسرې نیونې افغان خبریالانو ته یو بل سرخوږی جوړ کړی.

ډېر لیدل شوي

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي
۱

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۲

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي

۳

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۴

د اوبو کمښت او د کرنیزې سرې د بیو لوړوالی افغانستان ګواښي

۵
معلومات او ټېکنالوژي

د ایفون ۱۸ماډلونه؛ اپل د پاسپورټ په څېر خپل لومړنی تاوېدنکی ایفون هم معرفي کړ