طالبانو په پروان ولایت کې د ۳۰۰ امنیتي کمرو د لګولو خبر ورکړ

طالبانو د پروان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د شاوخوا ۳۰۰ امنیتي کمرو د لګولو خبر ورکړی، چې له دغو امنیتي کمرو څخه یو شمېر یې د پروان ـ بغلان او د پروان ـ بامیان په لارو کې لګول شوي.

طالبانو د پروان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د شاوخوا ۳۰۰ امنیتي کمرو د لګولو خبر ورکړی، چې له دغو امنیتي کمرو څخه یو شمېر یې د پروان ـ بغلان او د پروان ـ بامیان په لارو کې لګول شوي.
د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې دا کمرې یې د "جرایمو د مخنیوي او د امنیت د ټینګښت" لپاره لګولي دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د دوشنبې په ورځ (د کب ۷مه) د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ په حواله د دغو کمرو د لګولو خبر ورکړی.د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل او نورو ښارونو کې د امنیتي کمرو لګول د دغه وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان یوه برخه ده.تر دې مخکې رسنیو خبر ورکړی وو، چې طالبانو د دغو کمرو د لګولو په برخه کې له چینايي شرکتونو مرسته غوښتې وه.طالبانو په ځینو ښارونو په تېره بیا کابل کې د کورونو خاوندان اړ کړي، چې په کوڅو کې امنیتي کمرې ولګوي.


د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکي، چې د تورخم له لارې د کب په شپږمه ۱۳۸ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل شول. دغه وزارت وايي، دغه شمېر کډوال له پاکستانه په زرو راستانه کړل شوي.
د طالبانو کډوالو وزارت د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د شمېرو له مخې، ۲۸ کورنۍ چې ټول شمېر یې ۱۳۸ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د دغه وزارت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوالې سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د اړوندو ادارو د شمېرو له مخې راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۱۹مې نیټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر څلور لکه او ۹۳ زره او ۶۴۸ تنو ته لوړ شو او د بېرته ستنېدو لړۍ لا هم روانه ده.
د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي.

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې د دغې ډلې د مشر ملا هبتالله په امر د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو تن د قتل په تور اعدام کړ. تېره ورځ یکشنبه د طالبانو سیمه ییزې ادارې د جوزجان له اوسېدونکو وغوښتل چې د «قصاص» د نندارې لپاره لوبغالي ته ورشي.
تېره اوونۍ د طالبانو ډلې په غزني دوه افغان وګړي د قتل په تور د دغه ولایت په مرکز کې د خلکو تر مخ په عام محضر کې اعدام کړل.
په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په رابلل شوې غونډه کې د طالبانو له نه ګډون څخه وروسته دا څلورم ځل دی چې د دغې ډلې حکومت د «قصاص او ورته سزاګانو له امله افغان وګړي په عام محضر کې په سزا رسوي.»

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال د افغانستان د ملي موزيم د بډاينې او د نوې ودانۍ د جوړولو لپاره د جاپان د مرستې غوښتنه وکړه. عتيق الله عزيزي د جاپان سفير ته وويل: «په ملي موزيم کې د بېلابېلو وختونو تاريخي اثار شته، خو دساتلو لپاره یې کافي اسانتیاوې نه شته.»
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې، عتیق الله عزیزي د یکشنبې په ورځ (د کب شپږمه) په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کیورومي سره وکتل.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال په دې کتنه کې «د موزیم، لابراتوار، د تاریخي اثارو د ذخیره کولو ډیپو او د نندارتونونو د جوړولو لپاره د صالونونو د جوړولو غوښتنه وکړه.»
د طالبانو له لوري د افغانستان د ملي موزیم د مشر په توګه ټاکل شوی صبغت الله عابد چې په دې غونډه کې یې هم ګډون درلود، د ملي موزیم د تجهیز لپاره د جاپان همکاري او مرسته اړینه وبلله.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جاپان د سفیر له خولې ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به جاپاني کارپوهان او لرغونپوهان افغانستان ته سفر وکړي.

ملګرو ملتونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن دوشنبه د (کب اوومه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د تړلو دروازو تر شا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي. ویل کیږي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه ده.
دا به د دوحې تر ناستې وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش په مشرۍ د ملګرو ملتونو لومړۍ غونډه وي چې ترسره کیږي.
تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق ویلي و، چې په دې غونډه کې به انټونیو ګوټرېش د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک او د ځانګړي استازي د ټاکلو له مخې دغې شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.
تېره اوونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره په کابل کې لیدلي و، او هغې ډاډ ورکړی و چې ملګري ملتونه د ځانګړي استازي په ټاکلو کې داسې څه نه کوي چې اړیکې یې له طالبانو سره پیچلې شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مېرمن اتنبایوا له قوله لیکلي و، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې له «افغان حکومت سره باید سلامشورې وشي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له لوري د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره طالبان مخالف دي.
د دوحې ناسته د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸ او ۱۹ ترسره شوه چې د سیمې په ګډون د نړۍ د ۲۵ هېوادونو د استازو په کې ګډون کړی وو.
په دغې غونډه کې طالبانو د خپلو شرطونو د نه منل کېدو له امله برخه نه وه اخیستې.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، له تېرې شپې راهیسې یې، د سالنګونو لاره د واورو د سخت ورښت او توپانونو له امله وتړله چې د دوی په خبره په دې سره یې د مرګ ژوبلې مخه ونیوله. د دې تر څنګ د غور ولايت مرکز او شپږو ولسوالیو لارې هم د زیات ورښت له امله تړل شوې دي.
د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د دوشنبې په ورځ د (کب اوومه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د سختو واورو ورېدو او توپانونو له امله یې تېره شپه نږدې ۱۲بجې د سالنګونو لاره د هر ډول موټرونو پر مخ وتړل.
نوموړی وايي په سالنګونو کې د واورو ورېدو له امله د لېدو ساحه کمه شوې او په یو شمېر ځایونو کې له یو متر ډیره اندازه واوره ورېدلې ده.
دغه وزارت له موټر چلونکو غوښتي دې چې د ټولګټو چارو وزارت تر راتلونکي خبرتیا پورې دې پر دغه لاره د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د یوه بل خبر له مخې د افغنستان غور ولایت د مرکز او شپږو ولسوالیو لارې هم د ډېرې واورې ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ وتړل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست په لوېدیځ هرات، بادغیس, فراه او نیمروز ولایتونو او په سوېل کې په هلمند، کندهار، زابل او ارزګان ولایتونو او په همدې حال کې د مرکزي افغانستان په دایکنډي، غور، بامیان، میدان وردک او غزني ولایتونو کې د سختو واورو او سېلابونو وړاندوينه کړې ده.
دغې ادارې ویلي، چې په شمال کې به فاریاب، جوزجان، سرپل، پروان، بغلان او سمګان او په ختیځ کې په پکتيکا، خوست، پکتيا، لوګر او کابل ولایتونو کې هم سخت ورښتونه وشي او سیلاوونه به راووځي