طالبانو په جوزجان کې یو تن د قتل په تور په یوه لوبغالي کې اعدام کړ

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت‌الله په امر د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو تن د قتل په تور اعدام کړ. تېره ورځ یکشنبه د طالبانو سیمه ییزې ادارې د جوزجان له اوسېدونکو وغوښتل چې د «قصاص» د نندارې لپاره لوبغالي ته ورشي.