په ایران کې په دوو جلا چاودنو کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي

AP ۱۴۰۲ کب ۹

د ایران ایسنا خبري اژانس خبر ورکړی، چې په سیستان بلوچستان کې یوې پوستې ته څېرمه د ماین په چاودنه کې یو وسله وال وژل شوی دی.

همدا ډول ایرنا خبری اژانس په خپل راپور کې په خوزستان ولایت کې د ماین په چاودنه کې د یوه بل کس د وژلو خبر ورکړی.

ایسنا خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د سیستان-بلوچستان ولایت د څارنوال مهدي شمس ابادي په حواله خبر ورکړی، چې دوو کسانو غوښتل د سیستان-بلوچستان په بامپور ښار کې يوې امنيتي پوستې ته نږدې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي، چاودنه پر شوې، چې پر مهال يې يو وسله وال پکې وژل شوی او دویم کس تښتېدلی دی.

په همدې حال کې د ایرنا خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د کب ۹مه) د ایران په لویدیځ د خوزستان په ولایت کې د یوه ماین د چاودنې خبر ورکړی.

دغه خبری اژانس د ایران د خوزستان د ۱۱۵ بېړنیو حالاتو د ادارې له قوله ويلي، چې د ایران د خوزستان ولایت د دشت ازادګان ښار د «بوستان» سیمې په یوه کلي کې د ماین د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

ایراني رسنیو د دغو چاودنو د عاملینو او تنظیم کوونکو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستیو میاشتو کې ایران د څو چاودنو شاهد دی، چې ډېری یې د پاکستان پولې ته څېرمه په سیستان بلوچستان کې شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ